د قوش تیپې ملي جام؛ نن بند امیر د امو زون او د سپین غر لوبډله د بست لوبډلې سره لوبېږي

د قوش تېپې ملي شل اوریز جام کرېکټ سیالیو پر دوام، نن د دغو سیالیو په ۱۷مه لوبه کې د بند امیر لوبډله د امو زون پر وړاندې او په ۱۸مه لوبه کې د سپین غر لوبډله د بست پر وړاندې لوبه کوي.