د قوش تېپې ملي شل ‌اوریز جام سیالیو کې بند امیر لوبډلې اتلولي خپله کړه

د قوش تېپې ملي شل ‌اوریز جام سیالیو پایلوبه کې بند امیر لوبډلې مس عینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه. د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ددې سیالیو پچه د بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.