اوچا: په افغانستان کې روانه اونۍ د شري ناروغۍ له ۱۶۰۰ زیاتې مشکوکې پېښې ثبتې شوې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په روانه اونۍ کې د شري په ناروغۍ د اخته ماشومانو ۱۶۰۴ مشکوکې پېښې یې ثبتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په روانه اونۍ کې د شري په ناروغۍ د اخته ماشومانو ۱۶۰۴ مشکوکې پېښې یې ثبتې کړې دي.
دا رنګه په راپور کې راغلي، روانه اوونۍ په شري اخته پنځه تنه ماشومان مړه شوي چې دوه یې په کندهار، او یو، یو یې په کابل، هرات او فاریاب ولایتونو کې وو؛ د دغو مړو شویو ماشومانو عمرونه له پنځو کالو ښکته و.
اوچا وايي، په روانه اونۍ کې د ماشومانو دغې مړینې ته په کتو دغه کچه د تېرو اونیو پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي او داسې ښکاري چې د دغې ناروغۍ پېښې په پر له پسې توګه مخ په زیاتېدو دي.
په دغه راپور کې راغلي، د اپرېل له وروستۍ اونۍ پرته چې د شري لږې پېښې په کې ثبتې شوې وې هره اوونۍ په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر تر ۲۰۰۰ پېښو زیات وي، د دې لامل ښايي دا وي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو لږ شمېر یې د ناروغۍ د ثبتولو مرکزونو ته وروستل شوي وي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د فني ستونزو له امله د لنډې مودې لپاره د رایې له حق څخه محروم شوی دی.
ښاغلي فایق افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په عمومي مجمع کې د افغانستان د رایې حق ترلاسه کولو لپاره یې هڅې روانې دي.
هغه وویل، چې د حق العضویت د نه ورکولو له امله د رایې د حق ځنډول کومه نوې خبره نه ده او دغه چلند د ټولو هېوادونو سره یو شان کېږي.
د هغه په وینا، د رایې د حق بیا ترلاسه کول به د ملګرو ملتونو د اداري پروسو له امله یوڅه وخت ونیسي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي د پخواني دولت د ړنګېدو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره یې د اړیکو شلېدل هغه لاملونه دي، چې دغه استازولۍ ونه توانېده په تېرو دوو کلونو کې خپل حق العضویت چې په کلني ډول ۲۰۰زره ډالره کېږي پرې کړي.
د افغانستان د رایې د حق ځنډول په ځانګړي توګه د طالبانو په نیوکه کوونکو کې پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرل، هغوی داسې انګیري چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان د خلکو د غوښتنو وړاندې کولو لپاره یوه ښه وسیله ده.
د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح په اېکس پاڼه لیکلي، چې « په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې حق، زموږ د هېواد د حق العضویت د ورکړې سره تړاو نه لري.»
هغه ادعا کړې، چې دغه لامل « د نړۍوالو سازمانونو او قدرتونو درواغ او دوکه ده.»
خو نصیر فایق له دغې ارزونې سره همغږی نه دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په ملګرو ملتونو کې د رایې حق ځنډول فني موضوع ده نه سیاسي. هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د سازمان منشور له مخې دوه کاله خپل حق العضویت ورنکړي د رایې حق یې ځنډول کېږي، دغه وضعیت یوازې د افغانستان لپاره نه دی ځیني نور هېوادونه هم له ورته حالت سره مخ دي او په تېرو کې هم دغسې څه شوي دي.»
هغه زیاته کړه:« په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د دغې موضوع د حل لپاره د شته اصولو او تګلارو له مخې اقدام کړی او هیله من یم، چې دغه ستونزه به د لازمو پروسو په لړ کې هواره شي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي وویل، سره له دې چې د عمومي مجمعې په اډانه کې د پرېکړه لیکونو د تصویب او ځینو نورو برخو په غوره کولو کې د افغانستان د رایې حق اړین دی؛ خو پر فعالیتونو او په اړوندو بحثونو کې د استازولۍ پر حضور کوم اغېز نه لري.
هغه زیاته کړه:« د ملګرو ملتونو په ناستو کې به د پخوا په شان ګډون کوم او د افغاستان د خلکو حقه غوښتنې به د ملي ګټو سره سمې وړاندې کوم.»
ښاغلي صالح د افغانستان د استازولۍ د « تېرو پورونو او د راتلونکو درېیو کلونو د حق العضویت» د ورکړې لپاره چمتوالی ښودلی.
یوې باخبره سرچینې وویل، چې د افغانستان حق العضویت د یوې عادي بودجې لپاره او د ملګرو ملتونو د سازمان د څو کمیټو لپاره سلګونه زره ډالر کېږي.
هغه وویل، د افغانستان ډېری هغه قنسولګرۍ چې عواید نه لري حاضر نه شول چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د کلني حق العضویت په ورکړه کې مرسته وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. خوهبت الله اخندزاده له لاکروا سره چې کابل کې په لیدنو بوخت دی، نه دي لیدلي او له لیدو یې ډډه کړې ده.
لا څرګنده نه ده چې د طالبانو دغه مشر به په راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو له دغه لوړ پوړي چارواکي سره وګوري او که نه. سرچینو وایي، د طالبانو مشر ويلي، چې له متقي څخه به د سرمنشي مرستیال نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړي.
په ندرت سره له بهرنیو چارواکو سره د طالبانو د مشر د لیدنې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
هبت الله اخندزاده یوازې له دوو بهرنیو چارواکو سره لیدلي.
هغه هم د ۱۴۰۲کال په وږي او تلې میاشت کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني او د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
سرچينې وایي، چې لاکروا له متقي سره د ليدنې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې له نورو قومونو سره له تاوتريخوالي ډډه وکړي. همدا راز هغه وويل، چې د طالبانو په رسمي او شخصي زندانونو کې د پخوانيو دولتي چارواکو خپلسري نيول او بندي کول بايد ودرول شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.
سرچينې وایي، چې د سرمنشي د مرستيال د دې غوښتنې په ځواب کې متقي وويل، طالبان لا هم دې ته چمتو نه دي، چې د ټولو نجونو پر مخ د تعليمي ادارو دروازې پرانيزي.
متقي د طالبانو د مشر له قوله ویلي، چې «ملګري ملتونه دې د نجونو د تعلیم په مساله کې لاسوهنه نه کوي. ځکه د نجونو زده کړه د افغانستان د خلکو له دودونو او عقایدو سره تړاو لري.»
متقي ژمنه وکړه چې طالبان به په ښو شرايطو کې د نجونو او ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي، خو هغه د ښځو پر زده کړو د بنديز د لرې کولو لپاره د مهال وېش له ورکولو ډډه کړې ده.
همدا راز،د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د مرستندویه موسسو په چارو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل، چې دا مساله به له طالبانو سره د ملګرو ملتونو پر همکارۍ منفي اغیز وکړي.
لاکروا ویلي، چې ملګري ملتونه غواړي مرستې په شفافه توګه اړمنو خلکو ته ورسیږي، خو د طالبانو لاسوهنه د دې مخه نیسي. نوموړي د نورو خڼډونو تر څنګ د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت لاسوهنې ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه کار ښځو ته د مرستو د رسولو مخه نيسي.

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د افغانستان د پارلمان د پخواني غړي اجمل رحماني د "مالي امپراتورۍ" په اړه دا ځل په اروپا کې نوې موندنې خپرې کړي دي.
د دغه راپور له مخې چې د یوې جرمنۍ رسنۍ د موندنو پر بنسټ چمتو شوی، رحماني یوازې په جرمني کې د ۲۱۲میلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه لري.
جرمنۍ رسنۍ زد دي اف فرونتال موندلې، چې اجمل رحماني دا جایدادونه د خپل قبرس پاسپورټ په کارولو او د جرمني او قبرس شرکتونو په مرسته د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمینځ د متحده ایالاتو له خوا تر بندیز مخکې اخیستي.
د دغه راپور په دوام کې به تاسو د اجمل رحماني د قبرس پاسپورت او له نوموړي د دغه پاسپورت د بیرته اخېستلو د احتمال په اړه هم جزییات ولولی.
د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر او زوی یې په دوبۍ کې د ۱۵،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي او هر کال له دغو شتمنیو څخه میلیونونه ډالر ګټي. میر رحمان رحماني وايي، دا رقم "لوی او له حقیقته لرې دی".
په اتریش کې د ملکیتونو د ثبت د اسنادو پر بنسټ د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې موندنې دا هم په ډاګه کوي چې د ښاغلي رحماني مېرمن تهمینه تجلی د ۲۰۲۰کال په پای کې په دغه ښار کې د لس نیم میلیون یورو (۱۳.۲میلیون ډالرو) په ارزښت یوه ویلا په کیتسبوهل کې اخېستې ده.دغه ښار د هغو بډایه خلکو لپاره دی چې د سکي لپاره اتریش ته ځي. د دغې څېړنیزې ادارې د موندنو له مخې مېرمن تجلی دغه کور د خپل قبرس پاسپورټ پر مټ اخیستی دی.
قبرس د اروپايي ټولنې یوه برخه ده او د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر زوی اجمل رحماني ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د "پانګې اچونې" له لارې د قبرس پاسپورټ ترلاسه کړی دی.
د شفافیت د نړۍوال سازمان یوه غړي د دغه راپور جوړونکو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد تابعیت درلودل د غړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر ازادۍ سربېره نورې ګټې هم لري، لکه د دغې اتحادیې په اړو هیوادونو کې د بانکې حسابونو پرانیستل.
اجمل رحماني ویلي، چې د جرمني د شتوتګارت ښار د څارنوالانو له خوا د هغه د املاکو د راکړې ورکړې او سوداګرۍ په اړه ویلي، چې د خپلو وکیلانو او حقوقي استازو له لارې په دې څیړنه کې همکاري کوي.
تېر کال، متحده ایالاتو میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل د "پراخ مالي فساد" تورن کړي او بندیز یې پرې لګولی و، چې د بډې ورکول، د مالیاتو نه ورکول او په لوړه بیه پر حکومت د توکو خرڅول په کې شامل و. ښاغلي رحماني دا ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې د امریکا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې به قانوني چلند وکړي.
د قبرس طلایي پاسپورټ

اروپایی هېواد قبرس د نورو هېوادونو وګړو د پانګونې د جلبولو لپاره پاسپورټونه ورکوي. بهرني وکړي کولای شول د دوه نیم میلیون یورو په پانګونې سره له قبرس څخه د سرو زرو پاسپورت ترلاسه کړي.
د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو د پروژې په موندنو کې ویل شوي چې اجمل رحماني په ۲۰۱۴کال کې قبرس کې ساحلي ویلا رانیولې وه، چې لږ تر لږه ۲،۵میلیونه یورو (۳.۱۶میلیون ډالرو) ارزښت لري، او په دې توګه یې د قبرس د سرو زرو پاسپورټ ترلاسه کړی و.
د ۲۰۰۷او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، د قبرس حکومت له ۳زره او ۵۰۰څخه زیاتو غوښتونکو او د ۳زرو او اته سوه څخه زیاتو خپلوانو ته یې د سرو زرو پاسپورټونه ورکړي وو. د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد د تابعیت د ورکولو دغه طریقه تر نیوکو لاندې راغلې، چې د هغې له جملې دارويا کمیسیون ټینګار وکړ چې د دې اتحادیې تابعیت باید ونه پلورل شي.
د بشري حقونو په سرغړونو د تورنو کسانو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د فساد په تور ګڼ شمېر کسان توانیدلي چې د ۲،۵میلیونه یورو پانګونې په بدل کې د قبرس پاسپورټونه ترلاسه کړي.
دا پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې ودرول شوه. د قبرس د حکومت د پلټنو د څانګې موندنې ښيي چې د دغو پاسپورتونو یوه لویه برخه په ناقانونه توګه صادر شوي دي.
افغانستان ته د لیږلو او احتمالي بندیزونو په اړه اعتراض

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني د افغانستان د پوځ د تېلو په قراردادونو کې د پراخو درغلیو او فساد په اړه د امریکا د خزانې وزارت تورونه رد کړي دي. هغه د امريکا له قضايي او عدلي مراجعو غوښتي چې د خزانې وزارت د راپور جوړونکي «تر عدلي تعقيب» لاندې ونيسي.
ښاغلی رحماني او زوی یې وايي، چې د دوی د شتمنیود اندازې په اړه مبالغه شوې او دغه پېسې یې له قانوني لارو لکه سوداګرۍ او د مالي قراردادونو په ترلاسه کولو ګټلي دي او اجازه لري چې هر چېرې یې زړه وي پانګونه وکړي.
د دغې څېړنیزې موسسې د راپور د لیکوالانو په وینا، اجمل رحماني شکایت کړی چې دغه بندیزونه په اروپا کې د ده د شرکتونو پر مالي ګټو منفي اغېز کوي. هغه ویلي دي، چې په جرمني کې د ۲۱۲میلیون ډالرو په ارزښت د جایدادونو اخیستل نه شي تاییدولای.
رحمانیان اندیښمن دي چې د متحده ایالاتو بندیزونه به د دوی د قبرس تابعیت ترې واخلي. دوی ویلي دي، چې که د قبرس تابعیت له لاسه ورکړي، ښايي افغانستان ته واېستل شي او د طالبانو لاس ته ولویږي.

افغان فریفایټر خلیل ارسلاني به سبا شپه (د غویي ۲۸مه) له خپل ایراني سیال بهنام محمدي سره سیالي کوي.
۱۷ کلن ارسلاني تر دې وړاندې دوه لوبې له پاکستاني سیاله ګټلي او دوه لوبې یې هم د اذربایجاني او روسیي سیال پر وړاندې لغوه شوي دي.

په ناروې کې د طالبانو له استازو سره د افغان فعالانو د غونډې ګډونواله اصیلا وردګ له دغې ناستې وروسته وایي، چې هرې موضوع ته باید قومي رنګ ورنکړل شي، ځکه له دریو کلونو راهیسې د ټولو قومونو ښځې په کورونو کې بندیانې دي.
اصیلا وردګ وایي: "اوس د افغانستان درې کاله وخت ضایع شوی او په دغو دریو کلونو کې د افغانستان د هر قوم ښځې په کور کې بندیانې دي، دې ته باید حل لاره پیدا شي."
مېرمن وردګ زیاتوي: "همداسې چې د ښوونځيو دروازې د نورو قومونو د نجونو پروړاندې بندې دي، د پښتنو نجونو پروړاندې هم بندې دي."
اصیلا وردګ د ناروې په اسلو کې غونډې ته په اشارې سره وایي، چې په یاده درې ورځينۍ غونډه کې د ټولو قومونو استازو برخه اخیستې وه.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د یو شمېر مدني فعالانو د هغو تورونو په ځواب کې چې ویلی و، د اسلو د غونډې ګډون کوونکي د طالبانو ملاتړ کوي وویل، چې افغان ښځې له هیچا سره معامله نه کوي.
اغلې وردګ دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کوي، چې د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني په خپل اېکس کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د اسلو د غونډې ټول ګډونوال د ژبې پر اساس طالبانو ته لابي ګري کوي.
نوموړې پرته له دې چې د کوم مشخص کس نوم واخلي وایي، چې د غونډې ګډونوال د ښځو پر سر معامله کوي.
اصیلا وردګ زیاتوي، چې په دې غونډه کې په دوحه کې د طالبانو له دفتر څخه څو کسانو برخه اخیستې وه، خو هغوی د طالبانو په استازیتوب غوښتل شوي نه و.
مېرمن وردګ وایي، چې په دې غونډه کې له افغانستانه د شاوخوا دولسو کسانو د برخې اخیستو ترڅنګ د اسلامي حزب یوه استازي او د تېر حکومت یو شمېر وزیرانو، وکیلانو او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د اصیلا وردګ په وینا، په دغه ناسته کې د کډوالو پر ستونزو، بشري مرستو، د نجونو پر زده کړو، د ښځو د کار او د ښځو د اقتصادي وضعیت پر ښه والي خبرې شوې دي.
اغلې وردګ وایي: "مونږ جنګ ته راغلي نه یو، څوک چې جنګ کوي لاړ دې شي افغانستان ته."
د نوموړې په وینا، افغان مېرمنې د طالبانو په ګډون له هیڅ یوه لوري سره معامله نه کوي.
د یادولو ده، چې مېرمن وردګ تر دې مخکې هم ویلي و، چې طالبان «د ټولو ښځو ګډ دښمنان» دي.
د مېرمن وردګ په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالین په داسې حال کې د ښځو د زده کړو او کار کولو د دفاع په موخه دا خبرې مطرح کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې شوي او په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار کول منع دي.
د ویلو ده، چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو شمېر غړي او دغې ډلې ته نږدې د مدني ټولنې غړي لکه نظرمحمد مطمین، قاضي سعید مشک عالم، مطیع الله محمدي، جعفر مهدوي، صالح مزاري، سید یونس اغا، حدید ذاکر او فیض ځلاند د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې څخه وو.
