سرچینه: هبت الله اخوندزاده په کابل کې د طالبانو له واليانو سره وکتل

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته سفر کړی او د دې ډلې له واليانو سره یې لیدلي دي.

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته سفر کړی او د دې ډلې له واليانو سره یې لیدلي دي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کورنیو چارو وزارت کې د طالبانو له واليانو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړى تېره ورځ پلازمېنې ته رسېدلى دى.
د طالبانو د ډلې د ۳۴ ولایتونو والیان او امنیه قومندانان د کورنیو چارو په وزارت کې موجود و او د طالبانو مشر ورسره خبرې کړي دي. په دغه لیدنې کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم موجود و.
د طالبانو مرموز او پټ مشر هبت الله اخوندزاده تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او داسې ښکاري چې تر ډېره په کندهار کې اوسیږي.


د بغلان د سیلاوونو په اړه کوم ښاغلي له تلویزیون سره په مرکه کې خپله قومي سرینده وهله، ویل په شمال کې سیلاوونه پلاني قوم راوستلي ...
ډېرو ورپورې وخندل، ډېرو مسخره کړ، مګر هیچا یې ترشا لاملونه او سنجول شوي پروګرامونه ونه څېړل. خبره دا ده، چې دې ښاغلي غوندې ګڼ شمېر اغلیو او ښاغلیو ته د منظمو مالي امتیازاتو په ورکولو سره ماموریت ورسپارل شوی، چې د افغانستان او سیمې شخړې قومي کړي چې د قومونو د سره جنګولو په دغو خړو اوبو کې بیا نړیوال زبرځواکونه او د هغوی سیمهییز ټېکه داران د خپلو اهدافو کبان ښکار کړلای شي.
د بدخشان د پاڅون قومي کول، د غلجي و دراني، کندهاري و خوستي، پنجشیري و خراساني کیسې یوه هم تصادفي نه ده. په بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو په لوبه کې خلکو له مستبدې واکمنۍ خپل ګرومونه بهر راوایستل او لاریون یې وکړ، ځینو په کې چیغې کړې، چې پلانی قوم پلاني قوم ته بېناموسي وراړوي.

په تویتر سپيسونو کې د قومي ښکنځلو او بوینو عقدو فضا ته دې خدای مه وروله. دا کیسه یوازې په افغانستان کې نه ده، د کشمیر له پاڅونونو یې راونیسه، د بلوڅو تر خونړیو جګړو، د پښتنو قبایلو تر ځپلو بیا د جیشالعدل تر بریدونو او غزې و تورکیې پورې روانه اورلیکه په چټکۍ سره مخ په قومي کولو روانه ده. په هیندوستان کې هم دا ځلې د کانګرس او واکمنو ښي اړخو ترمنځ ناندرۍ د دغه هېواد له تاریخي دودیزو سیاسي سیالیو سره توپیر لري.
په سهیلي پښتونخوا کې د جان اڅکزي په نامه یو کس اوس په پنجشیر او بدخشان کې د تاجیکو افغانانو د حقوقو مدافع دی، په پخواني تویتر او اوسني ایکس کې ګڼ شمېر اصلي او مستعارې کړکۍ شته چې ورکړل شوي روایتونه او ادبیات په لږ و ډېر توپیر خپروي. د تولید شویو روایتونو له سره ورته هدف او کارېدونکیو اصطلاحاتو څخه له ورایه پوهېدلای شئ، چې د ټولو شاته د امر و نهی یوه سرچینه ده.
ولې د شخړو او جګړو روایتونه قومي کیږي؟
د سړې جګړې په بستر کې رازېږېدلي جهادي اورپکي او افراطي جوړښتونه نور نو د سیمهییزو شخړو د دوام لپاره انګېزه نه لري. نور نو د غرب له خوا ورکړل شوی روایت « اسلام په خطر کې دی!» هغه ډول جاذبه نه لري، ځکه په ډېرو سیمو کې د همدې شعار تر سیوري لاندې راجوړې شوې جهادي ډلې په واک کې دي. هغوی چې ګواکې اسلام له ورپېښ خطره ژغوره اوس هلته و دلته واکمن دي، نور نو په دې نامه جنګېدل خلک راپارولای نه شي، خلک له دې اړخه ویښ او هوښیار شوي دي. که څه هم د تورو او سپینو، برګو او شنو ترمنځ د بهتره اسلامي نظام د ټینګولو پر سر شخړې لا هم روانې دي، خو د دوی جوړوونکي لابراتوارونه دې پایلې ته رسېدلي دي، چې دا باروت نور په خلاصېدو دي. عجیبه دا ده، چې په پوره مهارت هڅه کیږي، همدا تور، سپین، شنه او برګ جهادي جوړښتونه قومي کړای شي. تورو ته د هغو قومونو د ورتلو رجحان زیات دی چې له واکه بهر دي او ځان مظلوم ګڼي. د دوی تمویلوونکي بنسټونه هڅه کوي د دوی په محرومیتونو او قومي عقدو کې پانګونه وکړي او سپین هغه خو یې لا له پخوا څخه د سیمې د یوه لوی قوم سره مترادف ګرځولي دي.
د سړې جګړې نوی دوران راپیلیدونکی دی او هماغه وسلوالې جهادي ډلې چې پخوا په عقیدوي پوتانسیل سره جنګول کېدل په نوي پړاو کې یې په قومي ځواک سره جنګوي، روانه زمانه د دغو پړاوونو د ناولي و خونړي بدلون ورځې دي.
زه ټینګ باور باور لرم، چې د افغانستان ستونزه هیڅکله قومي نه وه او نه ده، ځکه په قومي ستېژ لوبېدونکي لوبغاړي هيڅکله د هېڅ قوم استازي نه دي، بلکې تل یو له بهره راتپل شوی جنګ دی، چې په کې قومي تفاوتونه او تنوع د ابزارو او وسیلو په توګه کارول کیږي.افغانان خپلمنځي قومي دوښمني نه لري، خو که پردي استخبارات د پيسو او وسلو په زور بېلابېل لوري تر خوا ونیسي بیا نو په قومي حُب و بغض کې سره جنګېدلای شي.
یوه بله ستونزه چې دوښمنانو پېژندلې، خو موږ لا هم نه یو پرې پوهېدلي هغه د ملتپالنې او ملتپالو اسیب پذیري او مظلومیت دی. ملتپال بهیرونه او شخصیتونه د پردیو دوښمنو ځواکونو د لارې تر ټولو مهم خنډونه دي. دوی چې د قومي شخړو مخالف دي هم د جهادیانو له خوا تکفیریږي او هم د قومي سکټاریستانو له لوري ښکنځل کیږي. هغوی چې په افغانستان کې د ملت –دولت په پیاوړتیا باور لري له دواړو لوریو تر ګوزارونو لاندې دي.
هغوی چې د قومي شخړو پر اور تېل شیندي او د قومي کرکې و نفرت روایتونه او ادبیات تولیدوي له څو اړخو مجبور دي، یو دا چې د سیاست کولو لپاره بل فکر او سیاسي لار وچار نه پېژني. دا تر ډېره بریده د کمزوري سیاسي سواد خاوندان، د شهرت وږي، د مادي ګټو اړمن او د ځان مطرح کولو سخت تږي دي. د شهرت بله وسیله نه پېژني او که سیلاو هم راشي، نو لکه خوږهخولی توتي قومي بابولاله پیل کړي او وايي، چې سیلاوونه او زلزلې د پلاني قوم له لاسه پېښیږي. بله کیسه دا ده، چې د نړیوالو ښکېلاکي استخباراتو له خوا د داسې وګړیو له محرومیت او اقتصادي اړتیا څخه په سوءاستفاده د همدې قومي شخړو جوړولو لپاره استخدامیږي.په بله وینا د قومي شخړو جوړول د دوی د روزي بودولو ایکي یوازینۍ لارې دي.
عجیبه دا ده، چې د سپینو په خوا ولاړ له قومي سنګره جنګېدونکي او د تورو یا شنو او برګو خواته ولاړ سکټاریستان له یوې خزانې څخه تنخوا اخلي او لکه د مداري په میدان کې جنګیدونکي مار و موشخورما سره نښتي وي، خبر نه دي، چې دواړو ته خواړه د مداري له یوې کڅوړې ورکول کیږي.
څه باید وشي؟
سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او ملي بحثونه باید د ملتپال او افغانستان محوره لیدلوري په ګټه مدیریت شي.دا شعور باید عام شي؛ هغه څه چې په سیمه او زموږ پر هېواد راتلونکي دي، موږ یې باید په وړاندې د یوه ملت په حیث ودریږو، نه د سره مخالفو قومونو په سنګرونو کې. که داسې وکړو، د ټولو پر سر ولاړ مشترک چت (افغانستان) راباندې پریوځي او تر لاندې به ټول سټ شو.
ملي، ملتپال او افغانستانګډونه روایتونه باید هم له تکفیر څخه وژغورو او هم د نړیوال نوي ښکېلاک له منظمو زهري نیښونو څخه چې په دې ورځو کې د سکټاریستو ډلګیو او شخصیتونو په وسله بدل شوي دي.
دا باید عامه کړو، چې د افغانستان ستونزه دوه لوري لري، یو لوری د تحجر، استبداد، نفی او انحصار ایډیولوژیک محور دی، چې د پردیو په مټ او د یوې نړیوالې دسیسې په ترڅ کې پر افغانستان حاکم شوی دی، په دوی کې د ټولو قومونو ایډیولوژیک او د منځنیو پېړیو د روایتونو پلویان شامل دي او تاوان و دوښمني یې هم د افغانستان له ټولو قومونو، سیمو، ژبو او انسانانو سره یو شان ده، څوک چې په شمېر زیات دي زیات زیان ویني.
بلخوا روښانفکر، ملي، په بشري حقونو، ولسواکي، قانونمندۍ او د انساني ژوند پر ارزښتونو باورمن افغانان دي، چې په دوی کې هم د هرقوم، هرې سیمې، هرې ژبې او هر مذهب خلک شته، چې یو ودان او سرلوړی، ولسواک، جمهوري او خپلواک افغانستان غواړي. که منسجمه او هماهنګه مبارزه وکړي، ان له سوله ییزو لارو چارو او د ملت د یووالي او شعوري ویښتیا په وسله بریالی کېدلای شي، چې د دغې بریا امتیاز به هم د ټولو افغانانو ګډه روښانه راتلونکي وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د بدخشان په ارګو، درایم، جرم، بهارک، کشم ولسوالیو او مرکز فیض اباد کې یې ۵۶۱ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
تېره اونۍ طالبانو دغو ولسوالیو ته د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو او د اعتراضونو د ځپلو په موخه وسله وال ولېږل.
د بدخشان د درایم او ارګو اوسېدونکو چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې پراخ لاریونونه پیل کړي، وايي، طالبان چې د کوکنارو د کروندو د اړولو په پلمه دغو ولسوالیو ته راغلي، د خلکو کورونو ته ننوتي او د ښځو کرامت یې تر پښو لاندې کړی دی.
دغو لاريون کوونکو وويل؛ که کروندګرو ته د کوکنارو د کښت بديل ورکړل شي، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د خلکو د اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه د بدخشان اوسېدونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان او ونيول شول.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر دغه هېواد واکمن طالبان که د مسکو اولنمبر دوستان نه دي، دوښمنان یې هم نه دي. ښاغلی کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکي مخ پر وده دي، خو محدودیتونه هم لري.
ضمیر کابلوف دا هم وايي، چې « طالبان په ښکاره نارې وهي چې پر مسکو دومره باور لري، لکه پر پخواني شوروي یې چې درلود.»
د نوموړي په خبره، طالبان هغه مجاهدین دي چې د پخواني شوروي او د هغه د ملاتړي حکومت او هم د نورو بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدلي، خو له دې سره د افغانستان په عصري کولو کې د روسیې د هغه وخت پر هڅو سترګې نه پټوي.
ضمیر کابلوف په تازه مرکه کې زیاتوي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له محدودیتونو سره یې اړیکي له دې ډلې سره پراخېږي.
نوموړی وايي، دوی د طالبانو شازدافیر، پوځي او تجارتي اتشه د مسکو سفارت لپاره منلې ده او تجارت هم ور سره مخ په وده دی.
د کابلوف له خبرو سره هممهاله د طالبانو د تجارت وزیر په مشرۍ پلاوی د روسیه او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کازان ښار ته تللی دی.
طالب چارواکي وايي، چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ راکړه ور کړه پنځه برابره شوې ده.
روسیه یو هغه هېواد و چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم په افغانستان کې سفارت پرانیستی پرېښود.
دغه هېواد وروستیو کې وویل، چې د ترهګرو له خپل لېست د طالبانو پر اېستلو غور کوي.

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمهییزو سرچینو ویلي، چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته د شپې په یوولسو بجو پیل شوه او د سهار تر لمانځه پورې روانه وه.
د دغې سرچینې په وینا، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو د دغې ادعا په اړه کومې خپلواکې سرچینې پخلی نه دی کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې پر ولسي استوګنځایونو هم مرمۍ لګېدلي؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینو ویلي، چې ټوله شپه په خرلاڅي کې د دواړه خواوو ترمنځ نښته روانه وه.
د دغې سرچینې په خبره، په دغې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او څلور نور بیا ټپیان دي او د طالبانو بیا شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.
تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې د پاکستان هوايي ځواک یو ځل بیا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټيټيپي وسلهوالو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛ خو طالبانو او پاکستاني حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
تر هغه وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځلې نښتې شوې او د مرګ ژوبلې خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

یوه خیریه موسسه وايي، افغانستان او عراق کې د جنګېدلو پوځیانو په ډله کې د هغو سرتېرو شمېر په تېرو ۳ کلونو کې تر ۴۰ سلنې ډېر شوی چې د رواني روغتیا ملاتړ غواړي. له سټرس سره د مبارزې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا خیریه موسسه وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.
ټلګراف ورځپڼه له سټرس سره د مبارې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا د خیریه موسسې له قوله وايي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.
ټلګراف ورځپاڼه د دې موسسې له قوله وايي چې دې موسسې ته د رواني روغتیا د ملاتړ په هیله له ۲۰۲۳ کال ۷۷۶ نويو سرتېرو مراجعه کړې، خو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال ترمنځ دا شمېر ۶۷۷ و.
دا موسسه وايي، د رواني روغتیا ملاتړ ته د اړمنو شمېر په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې ۶۷۲ او ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې ۵۳۹ کسان و.
په نویو موندو پسې د بریتانیا د پوځ پخواني مشر او نورو قومندانانو یوه پرانیستي لیک کې ویلي، دا د بریتانیا مسوولیت دی چې دغو اغېزمنو پوځیانو ته د رواني روغتیا ملاتړ برابر کړي.
پر بریتانیا سربېره د امریکا او جرمني ځینې هغه سرتېري هم له رواني ستونزو کړېږي چې په افغانستان یا عراق کې یې په جګړه کې برخه اخیستې ده.