
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر دغه هېواد واکمن طالبان که د مسکو اولنمبر دوستان نه دي، دوښمنان یې هم نه دي. ښاغلی کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکي مخ پر وده دي، خو محدودیتونه هم لري.
ضمیر کابلوف دا هم وايي، چې « طالبان په ښکاره نارې وهي چې پر مسکو دومره باور لري، لکه پر پخواني شوروي یې چې درلود.»
د نوموړي په خبره، طالبان هغه مجاهدین دي چې د پخواني شوروي او د هغه د ملاتړي حکومت او هم د نورو بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدلي، خو له دې سره د افغانستان په عصري کولو کې د روسیې د هغه وخت پر هڅو سترګې نه پټوي.
ضمیر کابلوف په تازه مرکه کې زیاتوي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له محدودیتونو سره یې اړیکي له دې ډلې سره پراخېږي.
نوموړی وايي، دوی د طالبانو شازدافیر، پوځي او تجارتي اتشه د مسکو سفارت لپاره منلې ده او تجارت هم ور سره مخ په وده دی.
د کابلوف له خبرو سره هممهاله د طالبانو د تجارت وزیر په مشرۍ پلاوی د روسیه او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره کازان ښار ته تللی دی.
طالب چارواکي وايي، چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ راکړه ور کړه پنځه برابره شوې ده.
روسیه یو هغه هېواد و چې د طالبانو واکمنېدو سره یې هم په افغانستان کې سفارت پرانیستی پرېښود.
دغه هېواد وروستیو کې وویل، چې د ترهګرو له خپل لېست د طالبانو پر اېستلو غور کوي.