• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د م. م، له استازو سره د لومړیتوبونو پر شریکولو او د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وشوې

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې چارواکو د ملګرو ملتونو له استازو سره د لومړیتوبونو پر شریکولو او د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې نړیوالې مرستې باید د خلکو د اړتیاوو پربنسټ او لومړیتوبونو ته په کتو سره وشي.

طالبان وايي، په دغه ناسته کې پر امیرخان متقي سربېره د دې ډلې د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ او نورو ادارو استازو ګډون درلود.

له مقابل لوري ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو مسولانو، نړيوالو موسسو او د خصوصي سکتور لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان د خلکو په اړتیاوو او له تېر یوه کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا پر شويو مرستو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، یادو مسوولانو د طالبانو پر لومړيتوبونو او د دواړو لورو تر منځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه هم بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې «د څلوېښت کلنو جګړو، ويجاړ اقتصاد، کونډو او یتیمانو، په ګاونډيو هېوادونو کې د ميليونونو کډوالو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، پرله پسې وچکاليو، زلزلو، سېلابونو، اقليمي بدلون او د نورو طبيعي ناورينونو لپاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي.»
طالبان په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې د مسوول او د يوناما د مرستيال انډريکا رتواتيذ له قوله وايي دا اداره غواړي د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.
ملګرو ملتونو لاه په دې هکله څه نه دي ویلي، چې له طالبانو سره یې په دغه غونډه کې پر څه خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاپ فرانسیس له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې وکړي.

پاپ وویل، چې په ​​افغانستان کې د سېلابونو د غمجنو پایلو له امله ژور غمجن شوی دی.

هغه د چهارشنبې په سهار په خپله وینا کې وویل، چې په ​​افغانستان کې د وروستیو ورځو سېلاب ځپلو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوي.

واتیکان وویل، چې پاپ قرانسیس په دې وینا کې له خلکو او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په افغانستان کې د زیاتو کورونو ویجاړیدو ته په اشارې سره وویل، چې نړۍواله ټولنه باید د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې؛ سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې تر ۳۱۵ډېر کسان وژلي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې موسسې اعلان کړی و، چې په بغلان کې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د ۸۰زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲زره کورونه یې ویجاړ کړی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په بغلان کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۰زره ماشومان بې کوره شوي دي.

تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر، روسیې او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

طالبانو له ایران څخه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستې غوښتنه وکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د ایران د سرې میاشتې مرستیالې وویل، چې طالبانو له ایران څخه د افغانستان سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

راضیه عالیشوندي وویل، چې مطیع الحق خالص چې د طالبانو له خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوی، د ایران سرې میاشتې ادارې ته یې لیک استولی او د بشري مرستو غوښتنه یې کړې.

ایرنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) د ایران د سرې میاشتې ټولنې د نړۍوالو چارو او بشردوستانه حقونو د مرستیالې راضیه عالیشوندي له قوله ویلي، چې د طالبانو غوښتنه منل شوې ده.

د دې راپور له مخې؛ د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د بشردوستانه مرستو لاری چې د اوسیدو، خوراکي او روغتیايي توکي شامل دي، لېږي.

راضیه عالیشوندي افغانستان ته د دغو مرستو د نېټې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

هغه ویلي چې د اړتيا پر وخت به ايران طبي او مرستندويه ډلې د افغانستان سېلاب ځپلو سيمو ته د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره ولېږي.

د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) وویل، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۳۱۵تنه مړه او یو زرو ۶۳۰تنه ټپیان شوي دي.

د تورخم دروازه د درېیو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل کیږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

په تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د تورخم دروازه به د راتلونکو درېیو ورځو (جمعه، شنبه او یکشنبه) د مسافرو پر مخ تړلې وي؛ خو د بار وړونکې لارۍ تګ راتګ کولی شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د تورخم د کمیسار له قوله ویلي، چې په تورخم کې د پاکستان اړخ ته په نوې کاري ودانۍ کې د دفترونو د ځای پر ځای کولو لپاره پاکستاني اړخ د درېیو ورځو لپاره د دروازې د تړلو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو درېیو ورځو کې بار وړونکو لاریو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي؛ خو مسافر نه شي کولی، چې سفر وکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د تورخم د دروازې د تړل کېدا خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو کډوالو پر مخ هم لاره تړل شوې او که نه.

د طالبانو پلاوي د تاتارستان له ولسمشر سره لیدلي دي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، چې د کازان د غونډې په څنډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاتارستان له ولسمشر روستم مینیخانوف سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهار شنبه (د غويي ۲۶مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د تاتارستان د ولسمشر سربېره د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر او د روسیې د اقتصادي پراختیا له مرستیال سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر پر سفر، د برېښنا د تولید، کانونو په برخه کې د پانګونې، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو او په دې برخه کې د عملي ګامونو په اړه خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې افغانستان او جنوبي اسیا ته د روسیې د توکو د لېږدولو په اړه هم خبرې شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکې د پخوا په پرتله لا پراخې شوې دي.

تېره ورځ د طالبانو دغه پلاوی د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان هېواد ته تللی دی.

ټاکل شوې، چې د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم به د روانې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې دوام وکړي.

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر: موږ له ۴۰۰ زرو څخه ۵۰۰ زرو پورې نظامي طالبان لرو

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وايي، چې دا مهال په افغانستان کې له ۴۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې وسله وال طالبان لري، چې په نظامي ارګانونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ملا نورالله نوري دغه څرګندونې نن چهارشنبه (د غويي ۲۶مه) د میدان وردګو د سېداباد ولسوالۍ د یوه جومات په پرانیست غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل، چې لا هم د افغانستان ښارونو او کلیو کې د "غربیانو" کولتور او تقلید پاتې دی او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

هغه زیاته کړه: " د غربیانو تقلید زهرجن دی او په هغه کې د الله تعالی عذاب او نارضايي ده".

ملا نوري پر خلکو غږ کړی، چې د اصحابو په څېر ژوند وکړي او د هغوی د ژوندانو اصول دې په خپل ورځني ژوند کې تقلید کړي.

نوموړي وویل: "که مو صورت او سیرت د اصحابو کرامو په ډول جوړ کړ په غرب کې به در څخه کافر ډاریږي او بل کافر او اشغالګر به ستاسو خاورې ته اراده نه کوي".

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د افغانستان د ښارونو او کلیو یو شمېر کولتورونه غربي تقلید بولي، بلکې له دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزیر، د لوړو زده کړو وزیر او ګڼو نورو لوړ رتبه چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

ملا نورالله نوري د طالبانو د وسله والو غړو شمېر په داسې مهال ورکوي، چې تر دې مهاله د طالبانو کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست په رسمي ډول د خپلو وسله والو په اړه دقیق ارقام نه دي وړاندې کړي.