• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: ډنډ پټان کې د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته د شپې پیل او تر سهاره روانه وه

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته د شپې په یوولسو بجو پیل شوه او د سهار تر لمانځه پورې روانه وه.

د دغې سرچینې په وینا، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو د دغې ادعا په اړه کومې خپلواکې سرچینې پخلی نه دی کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې پر ولسي استوګنځایونو هم مرمۍ لګېدلي؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینو ویلي، چې ټوله شپه په خرلاڅي کې د دواړه خواوو ترمنځ نښته روانه وه.
د دغې سرچینې په خبره، په دغې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او څلور نور بیا ټپیان دي او د طالبانو بیا شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې د پاکستان هوايي ځواک یو ځل بیا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛ خو طالبانو او پاکستاني حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تر هغه وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځلې نښتې شوې او د مرګ ژوبلې خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان او عراق کې د بریتانیا ډېری جنګېدلو پوځیانو د رواني روغتیا ملاتړ ته ضرورت ډېرېږي

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۱

یوه خیریه موسسه وايي، افغانستان او عراق کې د جنګېدلو پوځیانو په ډله کې د هغو سرتېرو شمېر په تېرو ۳ کلونو کې تر ۴۰ سلنې ډېر شوی چې د رواني روغتیا ملاتړ غواړي. له سټرس سره د مبارزې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا خیریه موسسه وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.

ټلګراف ورځپڼه له سټرس سره د مبارې په نوم د سرتېرو د رواني روغتیا د خیریه موسسې له قوله وايي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې کال په کال دا شمېر ډېرېږي.

ټلګراف ورځپاڼه د دې موسسې له قوله وايي چې دې موسسې ته د رواني روغتیا د ملاتړ په هیله له ۲۰۲۳ کال ۷۷۶ نويو سرتېرو مراجعه کړې، خو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال ترمنځ دا شمېر ۶۷۷ و.

دا موسسه وايي، د رواني روغتیا ملاتړ ته د اړمنو شمېر په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې ۶۷۲ او ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې ۵۳۹ کسان و.

په نویو موندو پسې د بریتانیا د پوځ پخواني مشر او نورو قومندانانو یوه پرانیستي لیک کې ویلي، دا د بریتانیا مسوولیت دی چې دغو اغېزمنو پوځیانو ته د رواني روغتیا ملاتړ برابر کړي.

پر بریتانیا سربېره د امریکا او جرمني ځینې هغه سرتېري هم له رواني ستونزو کړېږي چې په افغانستان یا عراق کې یې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

طالبان: د م. م، له استازو سره د لومړیتوبونو پر شریکولو او د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وشوې

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې چارواکو د ملګرو ملتونو له استازو سره د لومړیتوبونو پر شریکولو او د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې نړیوالې مرستې باید د خلکو د اړتیاوو پربنسټ او لومړیتوبونو ته په کتو سره وشي.

طالبان وايي، په دغه ناسته کې پر امیرخان متقي سربېره د دې ډلې د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ او نورو ادارو استازو ګډون درلود.

له مقابل لوري ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو مسولانو، نړيوالو موسسو او د خصوصي سکتور لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان د خلکو په اړتیاوو او له تېر یوه کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا پر شويو مرستو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، یادو مسوولانو د طالبانو پر لومړيتوبونو او د دواړو لورو تر منځ د تفاهم او همغږۍ د پراختيا په اړه هم بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي، چې «د څلوېښت کلنو جګړو، ويجاړ اقتصاد، کونډو او یتیمانو، په ګاونډيو هېوادونو کې د ميليونونو کډوالو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، پرله پسې وچکاليو، زلزلو، سېلابونو، اقليمي بدلون او د نورو طبيعي ناورينونو لپاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي.»
طالبان په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې د مسوول او د يوناما د مرستيال انډريکا رتواتيذ له قوله وايي دا اداره غواړي د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي.
ملګرو ملتونو لاه په دې هکله څه نه دي ویلي، چې له طالبانو سره یې په دغه غونډه کې پر څه خبرې کړې دي.

پاپ فرانسیس له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې وکړي.

پاپ وویل، چې په ​​افغانستان کې د سېلابونو د غمجنو پایلو له امله ژور غمجن شوی دی.

هغه د چهارشنبې په سهار په خپله وینا کې وویل، چې په ​​افغانستان کې د وروستیو ورځو سېلاب ځپلو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوي.

واتیکان وویل، چې پاپ قرانسیس په دې وینا کې له خلکو او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په افغانستان کې د زیاتو کورونو ویجاړیدو ته په اشارې سره وویل، چې نړۍواله ټولنه باید د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې؛ سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې تر ۳۱۵ډېر کسان وژلي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې موسسې اعلان کړی و، چې په بغلان کې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د ۸۰زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲زره کورونه یې ویجاړ کړی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په بغلان کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۰زره ماشومان بې کوره شوي دي.

تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر، روسیې او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

طالبانو له ایران څخه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستې غوښتنه وکړه

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د ایران د سرې میاشتې مرستیالې وویل، چې طالبانو له ایران څخه د افغانستان سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

راضیه عالیشوندي وویل، چې مطیع الحق خالص چې د طالبانو له خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشر په توګه ټاکل شوی، د ایران سرې میاشتې ادارې ته یې لیک استولی او د بشري مرستو غوښتنه یې کړې.

ایرنا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) د ایران د سرې میاشتې ټولنې د نړۍوالو چارو او بشردوستانه حقونو د مرستیالې راضیه عالیشوندي له قوله ویلي، چې د طالبانو غوښتنه منل شوې ده.

د دې راپور له مخې؛ د ایران د سرې میاشتې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د بشردوستانه مرستو لاری چې د اوسیدو، خوراکي او روغتیايي توکي شامل دي، لېږي.

راضیه عالیشوندي افغانستان ته د دغو مرستو د نېټې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

هغه ویلي چې د اړتيا پر وخت به ايران طبي او مرستندويه ډلې د افغانستان سېلاب ځپلو سيمو ته د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره ولېږي.

د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲۶مه) وویل، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۳۱۵تنه مړه او یو زرو ۶۳۰تنه ټپیان شوي دي.

د تورخم دروازه د درېیو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل کیږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

په تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د تورخم دروازه به د راتلونکو درېیو ورځو (جمعه، شنبه او یکشنبه) د مسافرو پر مخ تړلې وي؛ خو د بار وړونکې لارۍ تګ راتګ کولی شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د تورخم د کمیسار له قوله ویلي، چې په تورخم کې د پاکستان اړخ ته په نوې کاري ودانۍ کې د دفترونو د ځای پر ځای کولو لپاره پاکستاني اړخ د درېیو ورځو لپاره د دروازې د تړلو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو درېیو ورځو کې بار وړونکو لاریو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي؛ خو مسافر نه شي کولی، چې سفر وکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د تورخم د دروازې د تړل کېدا خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو کډوالو پر مخ هم لاره تړل شوې او که نه.