د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت پوځ وايي، چې د کودتا هڅه یې شنډ کړې ده

د کانګو د ډېموکراتیک جمهوریت پوځ د یکشنبې په ورځ (د غويي په ۳۰مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د ولسمشر فلیکس تشیسکدي پر ضد یې د کودتا هڅه شنډ کړې ده.

د کانګو د ډېموکراتیک جمهوریت پوځ د یکشنبې په ورځ (د غويي په ۳۰مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د ولسمشر فلیکس تشیسکدي پر ضد یې د کودتا هڅه شنډ کړې ده.
د پوځ په وینا؛ د کنشاسا په ښار کې په تنظیم شوې کودتا کې کانګويي او بهرني مبارزین ښکېل وو.
پوځ د کودتا د ډول او وخت په اړه دقیق نه معلومات نه دي ورکړي او نه یې دا روښانه کړې، چې کودتاچیانو د حکومت د ړنګولو لپاره کوم ځانګړی پلان لاره؛ خو ویلي یې دي، چې کودتا یې شنډه کړې ده.


ایراني رسنیو د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې په اړه متضاد راپورونه خپاره کړي دي. تسنیم لیکلي، چې د ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکه په ختیځ اذربایجان کې حادثه کړې ده؛ خو فارس خبري اژانس لیکلي، چې چورلکه د سړې هوا له امله ناسته کړې او د رییسي کاروان د ځمکې له لارې تبریز ته روان شو.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې چورلکه کې د ولسمشر ملګري په دې وتوانېدل چې له مرکز سره تماسونه ټینګ کړي او له مرګ ژوبلې پرته دغه پیښه پای ته رسېدلې ده.
دغې رسنۍ څرګنده کړې ده، چې په دغه کاروان کې «درې چورلکې موجودې وې».
د دغه راپور له مخې؛ "دوه چورلکې چې یو شمېر وزیران او چارواکي هم په کې وو، په خوندي توګه خپل منزل ته رسېدلي دي."
تسنیم د خپلو راپورونو پر بنسټ لیکلي چې "د ولسمشر په لېږدونکې چورلکه کې ایت الله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو."
خو د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس (ایرنا) په یوه راپور کې لیکلي، چې د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه د ورزقان په عمومي سیمه کې له سختې ناستې سره مخامخ شوې ده.
د ایرنا په رپوټ کښې ویل شوی دی چې په دغه کتنه کښې د تبریز د امام جمعه او د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر په شمول د ختیځ آذربایجان له والي ابراهیم رییسی او یو شمېر نورو کسانو سره وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په نړۍ کې ۳۰۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت خوندیتوب سره مخ شي. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۳۰ مه) وویل، چې په ۴۵ هېوادونو کې ۴۲ میلیونه انسانان «په بیړني یا له لوږې څخه بدتر» حالت کې دي.
دغه سازمان چې له ملګرو ملتونو سره تړاو لري وايي، د اقلیم بدلون، شخړې، نابرابري، بې وزلي او د کرونا ناروغۍ پایلې په نړۍ کې د دغو خلکو د لوږې له لاملونو څخه دي.
دې سازمان دا هم لیکلي: "دا عوامل د اړمنو خلکو د لاسرسي لګښتونه ډیر کړي چې په ملیونونو زیان منونکي خلک د خوړو خوندیتوب ته اړ کړي. د خوړو نړۍوال پروګرام د لوږې د حل لپاره فعالیتونه ترسره کوي."
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، ۶۰ سلنه وږي کسان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي.
د دې نړۍوال مرستندویه سازمان په وینا، دا شخړې د لوږې له لسو سختو بحرانونو څخه د۸ اصلي لامل دی.
د جګړې ترڅنګ، د اقلیم بحران په نړۍ کې د لوږې د چټک زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه دی. د اقلیم بدلون ژوند، فصلونه او معیشت له منځه وړي او د ځان د تغذیه کولو وړتیا کمزورې کوي.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ۷۸۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني ویلي چې په رفح کې د اسراییل د بریدونو له پیل سره په تېره یوه اوونۍ کې ۸۰۰ زره فلسطینیان بې ځایه شوي دي. ښاغلي لازاريني د فلسطينيانو بې ځايه کول وغندل.
هغه په ایکس پاڼه لیکلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې په تړانګه کې فلسطینیان څو څو ځله د امنیت په لټه کې «چې هیڅ موکه نه ده ورکړل شوې» له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي.
د هغه په وينا، هر کله چې دغه خلک بې ځايه شوي، د کور لوښي کپړي ترې شاته پاتې کیږي، په نوي ځای کې له سره پيل وکړي او د خوندیتوب له امکاناتو پرته له ګواښ سره مخ کېږي.
د شنبې په ورځ هم د غزې په ټولو سیمو کې د اسراییلي پوځیانو له خوا بریدونه وشول چې لسګونه کسان یې ووژل.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
په رفح باندې د اسراییل د بریدونو له پیلېدو مخکې په دې سیمه کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه فلسطینیان بې ځایه شوي وو، چې ډیری یې د غزې له نورو سیمو څخه دلته را کډه شوي وو.

په ختیځې جبهې کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسیې د نویو بریدونو او فشارونو له پیل سره، یو اوکرایني قوماندان رویټرز ته ویلي، چې له امریکا څخه د اړتیا وړ مهمات دوی ته ښايي ژر ونه رسیږي.
الکساندر کوزاچنکو وویل، چې دی او ملګري یې هڅه کوي چې پر ختیځو جبهو کې د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.
امریکا ویلي، چې تېره میاشت یې د ۶۱ ملیارد ډالرو د مرستې بستې له تصویب وروسته اوکراین ته پوځي مهمات استولي دي، خو رویټرز چې د ختیځې جبهې د توپچي دوه قطعې له نږدې لیدلي، هغوی ورته ویلي، چې دوی لا هم د مرستو په انتظار دي.
اوکرایني قوماندان اولکساندر کوزاچنکو وايي، چې د توپخانې یوه قطعه چې په ورځ کې به یې سل مرمۍ ویشتلې اوس په ورځ کې له لسو څخه کمې ډزې کوي.
په فنلینډ کې د بلیک برډ ګروپ د شنونکي پاسي پاروینن له قوله چې د سپوږمکۍ عکسونه او د جګړې په اړه د ټولنیزو رسنیو مینځپانګه تحلیل کوي، ویلي، چې روسیې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهېسې د اوکراین له ۶۵۴مربع کیلومتره څخه زیاته خاوره اشغال کړې ده.
دغه شنونکي دا هم ویلي، چې روسیې یوازې د روان کال د مې له دویمې نېټې راهېسې د اوکراین ۲۲۲ مربع کیلومتره خاوره نیولې ده.
د روسیې د دفاع وزارت او د اوکراین پوځ د دې شننې په اړه څه نه دي ویلي.
جنرال پاولو پالیزا، چې له ځواکونه سره یې د چاسیو کلیدي ښار ته نږدې په جګړه بوخت دي، په دې باور دي چې روسیه په ختیځ کې د اوکراین د کرښو د ماتولو لپاره یو لوی برید ته چمتووالی نیسي. د روسانو پرمختګ کولای شي په ختیځ کې څو لوی ښارونه چې د اوکراین په جګړه کې مهم پوځي مرکزونه بلل کېږي، له ګواښ سره مخ کړي.
د روسیې توپخانې اوس د کوستیانتینیوکا په محدوده کې دي او د ۲۰۲۴کال د پیل په پرتله یې څو کیلومتره پرمختګ کړی دی.

اسراییلي پوځیان له خپلو ټانکونه سره د شنبې په ورځ د غزي تړانګې شمالي سیمو ته ننوتي او همدا راز د مصر پولې ته څېرمه په سویلي ښار رفح کې یې هم ځینې سیمې نیولي چېرې چې شاوخوا یو میلیون بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه وړې.
د جبالیا سیمې یوه اوسیدونکي رویټرز ته ویلي، چې د شنبې په ورخ پوځیان او ټانکونه دغې سیمې ته راننوتلي دي. ډاکټرانو ویلي، چې دغلته په یو برید کې ۱۵ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
جبالیا په غزه کې د کډوالو د اتو سترو تاریخي کمپونو څخه یو تر ټولو لوی کمپ دی.
د غزې د روغتیا وزارت او د ملکي بیړنیو خدماتو ټیمونو ویلي، چې له برید وروسته دوی د احتمالي تلفاتو په اړه لسګونه اړیکې ترلاسه کړي خو د روانو ځمکنیو بریدونو او هوایی بمباریو له امله یې هیڅ مرسته نه ده کړې.
د جبالیا یو اوسېدونکي ابراهیم خالد وویل: «نن ورځ د بمباري، هوایي بریدونه او د ټانکونو ګولۍ تقریباً پرله پسې توګه روانې دي.»
هغه رویټرز ته وویل: «په لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، خو هېڅ امبولانس تر دې سیمې راتلای نه شي.»
اسراییلي پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د غزي ټرانګې اوږدو کې د جبالیا او رفح په ګډون خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی چې د «ترهګرو او دهغوی بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې دقیق عملیات» یې بولي.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «هوايي ځواک په غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، او د تېرې ورځې په اوږدو کې یې د ترورېستانو څه باندې ۷۰ موخې په نښه کړي، چې په کې د وسلو د زېرمه کولو تاسیسات، پوځي زیربناوې، هغه ترهګر چې د اسراییل پوځیانو ته ګواښ پېښوي، او پوځي مرکزونه شامل دي.»