• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تېره اوونۍ ۸۰۰ زره فلسطینیان له رفح ښاره بې ځایه شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني ویلي چې په رفح کې د اسراییل د بریدونو له پیل سره په تېره یوه اوونۍ کې ۸۰۰ زره فلسطینیان بې ځایه شوي دي. ښاغلي لازاريني د فلسطينيانو بې ځايه کول وغندل.

هغه په ایکس پاڼه لیکلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د غزې په تړانګه کې فلسطینیان څو څو ځله د امنیت په لټه کې «چې هیڅ موکه نه ده ورکړل شوې» له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي.

د هغه په ​​وينا، هر کله چې دغه خلک بې ځايه شوي، د کور لوښي کپړي ترې شاته پاتې کیږي، په نوي ځای کې له سره پيل وکړي او د خوندیتوب له امکاناتو پرته له ګواښ سره مخ کېږي.

د شنبې په ورځ هم د غزې په ټولو سیمو کې د اسراییلي پوځیانو له خوا بریدونه وشول چې لسګونه کسان یې ووژل.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

په رفح باندې د اسراییل د بریدونو له پیلېدو مخکې په دې سیمه کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه فلسطینیان بې ځایه شوي وو، چې ډیری یې د غزې له نورو سیمو څخه دلته را کډه شوي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ښارونو کې د روسانو پرمختګ؛ د اوکراین پوځ د ختیځې جبهې د ساتلو هڅه کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۲۲:۱۳ GMT+۱

په ختیځې جبهې کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسیې د نویو بریدونو او فشارونو له پیل سره، یو اوکرایني قوماندان رویټرز ته ویلي، چې له امریکا څخه د اړتیا وړ مهمات دوی ته ښايي ژر ونه رسیږي.

الکساندر کوزاچنکو وویل، چې دی او ملګري یې هڅه کوي چې پر ختیځو جبهو کې د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.

امریکا ویلي، چې تېره میاشت یې د ۶۱ ملیارد ډالرو د مرستې بستې له تصویب وروسته اوکراین ته پوځي مهمات استولي دي، خو رویټرز چې د ختیځې جبهې د توپچي دوه قطعې له نږدې لیدلي، هغوی ورته ویلي،‌ چې دوی لا هم د مرستو په انتظار دي.

اوکرایني قوماندان اولکساندر کوزاچنکو وايي، چې د توپخانې یوه قطعه چې په ورځ کې به یې سل مرمۍ ویشتلې اوس په ورځ کې له لسو څخه کمې ډزې کوي.

په فنلینډ کې د بلیک برډ ګروپ د شنونکي پاسي پاروینن له قوله چې د سپوږمکۍ عکسونه او د جګړې په اړه د ټولنیزو رسنیو مینځپانګه تحلیل کوي، ویلي، چې روسیې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهېسې د اوکراین له ۶۵۴مربع کیلومتره څخه زیاته خاوره اشغال کړې ده.

دغه شنونکي دا هم ویلي، چې روسیې یوازې د روان کال د مې له دویمې نېټې راهېسې د اوکراین ۲۲۲ مربع کیلومتره خاوره نیولې ده.

د روسیې د دفاع وزارت او د اوکراین پوځ د دې شننې په اړه څه نه دي ویلي.

جنرال پاولو پالیزا، چې له ځواکونه سره یې د چاسیو کلیدي ښار ته نږدې په جګړه بوخت دي، په دې باور دي چې روسیه په ختیځ کې د اوکراین د کرښو د ماتولو لپاره یو لوی برید ته چمتو‌والی نیسي. د روسانو پرمختګ کولای شي په ختیځ کې څو لوی ښارونه چې د اوکراین په جګړه کې مهم پوځي مرکزونه بلل کېږي، له ګواښ سره مخ کړي.

د روسیې توپخانې اوس د کوستیانتینیوکا په محدوده کې دي او د ۲۰۲۴کال د پیل په پرتله یې څو کیلومتره پرمختګ کړی دی.

اسراییلي پوځیانو د غزې شمالي سیمو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۹ GMT+۱

اسراییلي پوځیان له خپلو ټانکونه سره د شنبې په ورځ د غزي تړانګې شمالي سیمو ته ننوتي او همدا راز د مصر پولې ته څېرمه په سویلي ښار رفح کې یې هم ځینې سیمې نیولي چېرې چې شاوخوا یو میلیون بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه وړې.

د جبالیا سیمې یوه اوسیدونکي رویټرز ته ویلي، چې د شنبې په ورخ پوځیان او ټانکونه دغې سیمې ته راننوتلي دي. ډاکټرانو ویلي، چې دغلته په یو برید کې ۱۵ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

جبالیا په غزه کې د کډوالو د اتو سترو تاریخي کمپونو څخه یو تر ټولو لوی کمپ دی.

د غزې د روغتیا وزارت او د ملکي بیړنیو خدماتو ټیمونو ویلي، چې له برید وروسته دوی د احتمالي تلفاتو په اړه لسګونه اړیکې ترلاسه کړي خو د روانو ځمکنیو بریدونو او هوایی بمباریو له امله یې هیڅ مرسته نه ده کړې.

د جبالیا یو اوسېدونکي ابراهیم خالد وویل: «نن ورځ د بمباري، هوایي بریدونه او د ټانکونو ګولۍ تقریباً پرله پسې توګه روانې دي.»

هغه رویټرز ته وویل: «په لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، خو هېڅ امبولانس تر دې سیمې راتلای نه شي.»

اسراییلي پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د غزي ټرانګې اوږدو کې د جبالیا او رفح په ګډون خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی چې د «ترهګرو او دهغوی بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې دقیق عملیات» یې بولي.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «هوايي ځواک په غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، او د تېرې ورځې په اوږدو کې یې د ترورېستانو څه باندې ۷۰ موخې په نښه کړي، چې په کې د وسلو د زېرمه کولو تاسیسات، پوځي زیربناوې، هغه ترهګر چې د اسراییل پوځیانو ته ګواښ پېښوي، او پوځي مرکزونه شامل دي.»

پنځلس اروپایي هیوادونو په اروپا کې د کډوالی د کنټرول د سختولو غوښتنه وکړه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۱

اروپایی کمیسیون ته په یوه لیک کې، د ډنمارک او چک جمهوریت په مشرۍ ۱۵ اروپایی هیوادونو، اروپا ته د کډوالۍ د کنټرول د سختولو په برخه کې د نویو لارو چارو د موندنې غوښتنه کړې ده.

دغو هیوادونو غوښتي چې د مهاجرینو د پیژندلو، تقعیب او دریم خوندي هیواد ته د لیږدولو لپاره باید یو میکانیزم رامینځته شي.

بلغاریا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، استونیا، یونان، ایټالیا، قبرس، لاتویا، لیتوانیا، مالتا، هالنډ، اتریش، هنګري او رومانیا غواړي چې د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ تړون هاخوا د کډوالۍ د کنټرول د سختولو په لټه کې دي.

دغو هیوادونو د اروپایي کمیسیون څخه غوښتي چې "اروپا ته د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې وموندل شي."

دوی په خپل لیک کې هغه هوکړې ته په اشارې سره چې ایټالیا په دې وروستیو کې له البانیا سره لاسلیک کړی،‌ د اروپا د پناغوښتنې په قانون کې د دریم امن هیواد د تعریف پر بیا کتنې ټینګار کړی.

د اروپا د پناه غوښتنې قانون له مخې، دریم هیواد چې پناه غوښتونکي ورته لیږل کیږي باید د پناه غوښتونکي او هغه هیواد ترمنځ یوه اړیکه شتون ولري.

دغو پنځلسو هېوادونو دا وړاندیز هم کړی چې پناه غوښتونکي دې له سمندر څخه تر ژغورل کېدو وروسته له اروپايي ټولنې بهر یوه هېواد ته ولېږل شي، څو د دوی د پناه غوښتنې دوسیې وڅېړل شي.

دا وړاندیز په داسې حال کې کیږي چې د اروپا د پارلمان ټاکنې په نږدې وخت کې ترسره کیږي او نظر پوښتنې ښيي چې پر دغه اروپايي مقننه اداره باندې د کډوالۍ ضد ګوندونو فشار مخ په زیاتیدو دی.

په کاناډا کې د جنازې لګښتونو د زیاتوالي له امله خلک د خپلو مړو له اخیستلو ډډه کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د کاناډا په ځینې والایتونو کې په وروستیو کلونو کې د هغو مړو شمیر ډیر شوی، چې کورنۍ یې د جنازو له تسلیمیدو ډډه کوي. د دې کار لامل خاورو ته د مړي سپارلو لوړ لګښتونه بلل کېږي.

د کورنیو له خوا د هغوی د عزیزانو د جنازو د نه تسلیمیدو له امله، د کاناډا په یو ولایت کې چارواکي دې ته مجبور شوي،‌ چې د مړو د ذخیره کولو لپاره یوه نوې سړخونه جوړه کړي.

په همدې حال کې، د جنازې مراسمولو لپاره د انلاین مرستو راټولول هم ډیر شوي دي.

په کاناډا کې د جنازې د مراسمو ټول لګښت نږدې ۹ زره ډالره دی.

د کاناډا ترټولو ډیر نفوسي ولایت اونټاریو کې، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۸۳ کسانو مړي د هغوی د کورنیو له خوا نه دي اخیستل شوي. دغه شمیره لس کاله وړاندې یانې په ۲۰۱۳ کې ۲۴۲ وه.‌

په ډیری قضیو کې، چارواکو د مړ شوي کس خپلوان هم پیدا کړي دي، خو د جنازې د لوړو لګښتونو په ګدون د بیلابیلو دلیلونو له امله دغه خپلوان نه دي توانیدلي چې جنازه ترې تسلیم شي.

په اونټاریو کې د جنازو د ساتلو د یوې سړخونې کارکوونکی هویر وویل: "دا د خپګان خبره ده چې د یو انسان له مړینې وروسته د هغه کورنۍ او ملګري د دې توان نه لري چې جنازه یې خاورو ته وسپاري.

په رسمي توګه، په اونټاریو کې، یو جسد د ۲۴ ساعتونو لپاره د کورنۍ له خوا تسلیم نه شي، د هغو مړو په ډله کې راځي چې له تسلیمیدو یې ډډه شوې ده.‌

خو بیا هم د مړو ساتلو لپاره د سړخونو کارکوونکې ښايي د اونیو لپاره هڅه وکړي چې د مړي کورنۍ پیدا کړي او که هغوی د جنازې له تسلیمیدو ډډه وکړي، نو ښاروالي جنازه مراسمو له یوې کمپنۍ سره په ګډه مړی خاورو ته سپاري.

د ایران پولیس: د "شیطان پرستۍ" غونډه کې مو د دریو اروپایانو په ګډون تر ۲۶۰ ډېر کسان ونیول

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۰۵ GMT+۱

د ایران سپاه پاسدارن ته نږدې خبري اژانس تسنیم نن په یو راپور کې د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د پلازمینې تهران په لویدیځ کې یې د "شیطان پرستۍ" پر غونډه د چاپې پر مهال د دریو اروپایي اتباعو په ګډون تر ۲۶۰ ډیر کسان نیولي دي.

دا برید په ټول ایران کې د هغو ښځو په وړاندې له هڅو وروسته کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت د جامو اوصولو په نه مراعاتولو تورنې دي.

تسنیم لیکلي: «په تهران کې د شیطاني شبکې ماتول، د دریو اروپایي اتباعو نیول»

ویل کیږي چې په نیول شوو کسانو کې ۱۴۶ نارینه او ۱۱۵ ښځې شاملې دي.

پولیسو ویلي، چې د چاپې پر مهال یې الکول او نشه يي توکي هم نیولي‌ دي.

دغه خبري اژانس له خپل راپور سره عکسونه هم خپاره کړي چې ویرونکي ماسکونه پکې لیدل کیږي.