طالبانو پخواني ولسمشر کرزي ته اجازه ورکړه چې له هیواده بهر ولاړ شي

د طالبانو ادارې د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر بندیز لیرې کړ او هغه ته یې بهر ته د تګ اجازه ورکړه. په کابل کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ښاغلی کرزی به ډېر ژر د درملنې لپاره جرمني ته ولاړ شي.





