طالبانو په نیمروز او پکتیکا کې په عام محضر کې لس کسان په دورو وهلي دي

د طالبانو په واک د افغانستان ستره محکمه وايي، نن دې ډلې په نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې لس کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. دې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له دې لسو کسانو یې ۸ کسان په نیمروز کې او دوه نور یې په پکتیکا کې د غلا په تور په دورو وهل شوي دي.