• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان د افغانستان د وروستیو سېلاب ځپلو لپاره ۲۰۰ ټنه مرستې طالبانو ته وسپارلې

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په حیرتان بندر کې د ازبکستان له لوري له سیلاب ځپلو سره د بشري مرستو ۲۰۰ ټنه بېلابیل خوراکي توکي د دې ډلې ځايي چارواکو ته وسپارل شول. دغه مرستې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سپارلې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن په اېکس کې لیکلي دي، چې د ازبکستان دې ۲۰۰ ټنه مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل دي.

نوموړی زیاتوي،د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال، د بلخ مرستیال والي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، ترمذ کې د طالبانو کونسل او نورو طالب مسؤلینو ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزرات اداري او مالي مرستیال رحمت الحق فضیل ازبک پلاوي ته ډاډ ورکړی؛ چې د ازبکستان بشردوستانه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول اړمنو افغانانو ته ورسیږي.

د هېواد په شمال کې وروستیو سېلابونو سلګونو افغانانو ته مرګ او ژوبله واړوله او شاوخوا شل زره کورونه ویجاړ شوي دي.

نیوکې دا دي، چې طالبان د خلکو سره پر وخت د مرستو رسولو بهیر پڅ روان دی او سېلاب ځپلی بې سرنوشته تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

لغمان کې د ۲ قومونو جنګ کې ۳ کسان وژل شوي، طالبانو د یوې خوا ۲۵ کسان له وسلو سره نیولي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په ماسموت کې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله پرون درې کسان وژل شوي او درې ټپیان دي. د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، «د دواړوو خواوو ۲۵ کسان یې له ۳۰ میله وسلې سره نيولي» خو سرچینې وايي، طالبانو د یوې خوا کسان نیولي، چې درې کسان یې وژل شوي هم دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «د همدې دوو قومونو ترمنځ پخوانۍ دوښمني پاته وه او تېره ورځ يې جګړه وسله والې نښتې ته رسېدلې.»

که څه هم ښاغلي قانع د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی لیکلی، خو وايي، د دواړو خواوو کسان یې نیولي دي.

اما په لغمان کې سرچینې وايي، چې دې نښته کې پرون د یوې خوا درې کسان وژل شوي، خو طالبانو یوازې د مقتول لوري کسان له وسلو سره نیولي دي.

د دې سرچینو په خبره، مقابل لوری چې وژل یې هم کړي، له طالبانو سره د اړیکو له امله نه دی نیول شوی.

سرچینې وايي، د طالبانو له یو طرفه اقدام سره بیا هم دواړه خواوې یو بل ته مورچو کې ناستې دي.

په افغانستان کې د څو څلوېښت کلنې جګړې له امله د خلکو ترمنځ قومي او شخصي دوښمنۍ هم زیاتې پېښې شوې دي.

د طالبانو په واکمنېدو سره دا ډله مختلفو ولایتونو کې هڅه کوي دا ډول بدۍ له منځه یوسي، خو کله کله پر دوی هم د یو لوري د ملاتړ تور پورې کېږي.

طالبان: په غور کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۲۲:۳۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپل خبر کې ويلي، چې په غور ولايت کې د سيلابونو له امله د مړو شمېر ٧٠ تنو ته رسېدلى دى. په ورته وخت کې په غور کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د دوی مرستې غور ولایت ته ورسېدې.

باختر خبري اژانس لیکلي، چې په غور کې د زياتو سېلابونو له امله ځیني لارې د ترافیکو پر مخ بندي شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د دغه رسنۍ د خبر له مخې؛ طالبانو د غور د سېلاب ځپلو سره ۲۰ مېلېونه افغانۍ، ۵ زره کمپلي، ۸۰ خېمې او ۳۲۴ بستې درملو مرسته کړې ده.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعیم وايي، چې د دوشنبې په ورځ دغه ولايت ته بشري مرستې ورسېدې.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ زيانمنو کورنیو ته د دغو مرستو د وېش لړۍ پيل شول.

طالبانو د وروستيو سېلابونو له امله تر اوسه یوازې په غور ولایت کې د شاوخوا ۲ زره کورنو د ویجاړېدو پخلی کړی دی.

د پښتو ژبې شاعر عزت الله ځواب د طالبانو له بنده ازاد شو

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د عزت الله ځواب نېږدې دوستانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې عزت الله ځواب نن د طالبانو له بنده ازاد شوی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

د مینې مجلې د بنسټګر او مسوول مدیر عزت‌الله ځواب زوی د تېر کال د سلواغې په ۵مه ویلي وو؛ پلار یې له کابله ننګرهار ته پر لار څو ساعته ورک و؛ خو وروسته یې له یوې بلې شمېرې په ټېلیفوني خبرو کې ورته وویل، چې طالبانو نیولی دی.

عزت الله ځواب د خپلو طنزیه او منتقدانه شعرونو له امله په پښتني ټولنه کې مشهور دی.

د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب خپل فیسبوک کې لیکلي، چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و، چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.

عزت‌الله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی؛ خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.

مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

دا مجله په ۱۳۸۱ کال کې پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.

عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي، چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.

نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.

حکمتيار: کوم هېواد چې قانون ولري د «رهبرۍ خلا او بې ثباتي» پکې نه رامنځته کيږي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر د ایران د ولسمشر او بهرنيو چارو د وزير مړینې ته په اشارې ويلي، په کوم هېواد کې چې «قانون او حکمت حاکم وي هلته د رهبرۍ خلا نه رامنځته» کیږي. په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکریم خرم هم پر دې پېښه خواشني ښودلې ده.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتیار د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په ایران کې د چورلکي د نسکورېدو په پېښه کې د ولسمشر او بهرنيو چارو وزير وژل کېدو ته په اشاره ليکلي دي: « په هغه هېواد کې چې قانون او حکمت حاکم وي؛ د رهبرۍ هېڅ خلا نشته او نه له یوه لاس څخه بل ته د بې ثباتۍ او کړکېچ لامل ګرځي.»

حکمتيار دا یوه دردناکه پېښه بللې او د ایران حکومت او خلکو ته یې تسليت ويلي دی.

بل لوري بیا نن دوشنبه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير عبدالکریم خرم هم د ایران پر دې پېښه خواشني ښودلې او پر خپله اېکس پاڼه يې ليکلي دي: «افغانان د ایرانیانو سره په دی غم کې شریک دي.»

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي چورلکه تېره ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان کې غورځېدلې وه، چې تر ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته نن دوشنبه د چورلکې د غورځېدو په سیمه کې د ایران د لومړۍ درجې چارواکو جسدونه وموندل شول.

یونېسف: په افغانستان کې مو سېلاب ځپلو ته له ۱۴۰۰ څخه ډېرې روغتیايي کڅوې ووېشلې

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ چې د افغانستان په شمال کې یې سېلاب ځپلو ته ۱۴۰۰ روغتیايي کڅوړي ووېشلې.

د ماشومانو د ملاتړ صندق ویلي؛ په وېشل شویو روغتیايي کڅوړو کې د کور اړین توکي لکه؛ صابون او د اوبو د د راټولولو ذخېرې هم شامل دي.

یونېسف ویلي؛ پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې به د سېلاب ځپلو سره نغدي مرستې، د خیمو او جامو تر څنګ نورې روغتیايي مرستې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شمالي، مرکزي او لویدیځ ولایتونه د تېرو دوو اونیو پرمهال د مرګوني او ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.

د تېرو دوو اونیو په موده کې د بغلان، فاریاب، غور او بادغېس ولایتونو په ګډون څو نورو ولایتونو کې لسګونه کسان د سېلابونو د راوتلو له امله مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو افغانستان په نړۍ کې په داسې مهال د اقلیمي بدلون له اغیزو سره مخ لرونکی هېواد بللی، چې پر افغانستان واکمنې ډلې د یاد اقلیمي بدلون له امله د پېښېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره هېڅ چمتوالی نه لاره.