یونېسف: په افغانستان کې مو سېلاب ځپلو ته له ۱۴۰۰ څخه ډېرې روغتیايي کڅوې ووېشلې

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ چې د افغانستان په شمال کې یې سېلاب ځپلو ته ۱۴۰۰ روغتیايي کڅوړي ووېشلې.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یکشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ چې د افغانستان په شمال کې یې سېلاب ځپلو ته ۱۴۰۰ روغتیايي کڅوړي ووېشلې.
د ماشومانو د ملاتړ صندق ویلي؛ په وېشل شویو روغتیايي کڅوړو کې د کور اړین توکي لکه؛ صابون او د اوبو د د راټولولو ذخېرې هم شامل دي.
یونېسف ویلي؛ پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې به د سېلاب ځپلو سره نغدي مرستې، د خیمو او جامو تر څنګ نورې روغتیايي مرستې هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شمالي، مرکزي او لویدیځ ولایتونه د تېرو دوو اونیو پرمهال د مرګوني او ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.
د تېرو دوو اونیو په موده کې د بغلان، فاریاب، غور او بادغېس ولایتونو په ګډون څو نورو ولایتونو کې لسګونه کسان د سېلابونو د راوتلو له امله مړه شوي دي.
ملګرو ملتونو افغانستان په نړۍ کې په داسې مهال د اقلیمي بدلون له اغیزو سره مخ لرونکی هېواد بللی، چې پر افغانستان واکمنې ډلې د یاد اقلیمي بدلون له امله د پېښېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره هېڅ چمتوالی نه لاره.

هر هېواد دوست او دوښمن په خپله خوښه ټاکلی شي؛ خو هېڅ هېواد خپل ګاونډي په خپله خوښه نه شي ټاکلې. له بده یا له نیکه مرغه، د ګاونديانو مثبت او منفي تحولات خامخا په بل ګاونډي هېواد باندې که لوی او که وړوکۍ هېواد وي، مثبت او یا منفي تاثیر لرلی شي.
د جیوپالیټکس له نظره؛ د افغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان هېڅکله د افغانستان ثبات ته د مثبتې زاویې نه دي کتلي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر څخه په امن کې وي.
د جیوپالټیکس له نظره؛ ایران او پاکستان همېشه افغانستان ته د منفي زاویې څخه کتلي دي، چې څنګه افغانستان کې خپل نفوذ او کنټرول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د افغانستان منابع لوټ کړي.
په تېرو پنځو لسیزو کې تر زیاته حده دوی د افغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په پرځولو کې ګټه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هېوادونه د تېرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.
د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د دغه هېواد امنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژويي جنګونو نه شي چلیدلی.
د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلو ګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي.
د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دېوالي کېدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامنځته کړي، چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکن نه دي.
دا چې د پاکستان بې ثباتي به په افغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی؛ ځکه د پاکستان د بې ثباتۍ سره د پاکستان ټوټه کېدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتېدل او د اټومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړۍوالو هېوادونو لپاره د تشویش وړ خبرې دي.
د ایران د جمهور رییس، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپټر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي، چې ایا دا پېښه طبیعي پېښه وه، چې هلیلکوپټر د هوا حالاتو له امله غورځیدلې دی، که دا پېښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پېښه د منځني ختیځ د پېښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هېواد په خاصه توګه د اسراییل لاس په دې پیښه کې شامل دی؟
دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکي عکس العمل په هکله نیسي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده، چې د دې پېښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانو څه وي؟
د غمرازۍ څخه سربېره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو د جیوپالټیسکس په چوکاټ کې فکر کړی دی او که نه؟
په هغه هېوادونو کې چې د دیکتاتورۍ، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډېر ژر ژور تغیر نه شي راتللی.
که د ایران وروستۍ پېښه طبعي پېښه وي؛ نو بیا خو د ایران په پالیسیو کې هېڅ تغیر نه شي راتلای او یوازې په اداري او تخنیکي لحاظ به څېړنې او پلټنې کوي او لازم اصلاحات به راولي.

خو که دا پېښه د ایران د اخوندانو او سياسیونو تر منځ د داخلي جنجالونو له امله وي، بیا هم ژور تغیر ژر نه شي رامنځته کېدلی؛ ځکه تصمیم نیونکي اخوندان او چارواکي به د خپلې ډلې د قدرت د ساتلو لپاره لا نورې هم خپلې پالیسۍ سختوي.
ولس به لا نور هم د شکنجې او روحي تشویش لاندې شپې او ورځې تېروي.
دا حالت به تر هغې پورې روان وي؛ تر څو د بخار دیګ په شان داخلي فشار دې ته حد ته ورسیږي چې د بخار دیګ وچوي.
که دا پېښه د کوم بهرني هېواد د دسیسې او په خاصه تو ګه د اسراییل د دسیسې په اساس وي؛ نو د دې عواقب د ایرانیانو لپاره او هم د سیمې لپاره دردوونکې پیلامې لري.
د ایران اخوندي رژیم به خپلې منګولې د قدرت ساتلو لپاره نورې هم کلکې کړي، ولس به نور هم د شکنجې او روحي تشویش سره مخامخ کړي او د منځني ختیځ جنګ به یو نوي پړاو ته داخل شي.
په سوریه کې د اسراییل له پلوه د ایران په قونسلګری هوایي برید کې چې په نتیجه کې ایران د اسراییل پر خاوره وکړی شول چې هوایي برید وکړي او په سیمه کې د اسراییل پوځي هژوموني (پوځي برلاسي) ته ستر ګواښ یې مخامخ کړ.
ایران به د خپلو نیابتي ډلو او هم که لازمه وي، مستقیماً په یو بل جنګ کې د اسراییل سره لاس او ګریوان شي.
د دغه جنګ پیلامې د عربي هېوادونو او هم نورو نړۍوالو لوبغاړو لپاره به د دنیا د څو قطبي کېدو د جنګ نوې یا پوځي هژمونيک جنګ وي.
که څه هم امریکا شاید ونه غواړي، چې په یو لوی پراخ جنګ کې ځان اخته کړي؛ خو کله - کله شرایط داسې رامنځته کیږي، چې د جنګ څخه ځان نه شي خلاصولی.
د امریکا جمهور ریيس په داخل د امریکا کې د راتلونکو ټاکنو له امله د سختو چیلنجونو سره مخامخ دی او پراخه جنګ به د هغه د بیا واکمن کېدو چانس نور هم کم کړي.
البته امریکا په داخل او بهر کې د ښو بدیلونو سره مخامخ نه ده. د بد او بدتر حالت تر منځ به پرېکړه کوي.
د افغانانو لپاره د ګاونډیو هېوادونو تغیراتو همېشه منفي پایلې درلودلې دي؛ دا ځکه چې افغانان د خپلو ګټو په عوض زیات د ګاونډي هېوادونو د ګټو او تاوان حساب کوي.
خو افغانان په دې فکر نه کوي، چې د دې تغیراتو ګټه او تاوان به یې د افغانستان او افغانانو لپاره څه وي؟
څنګه کولی شو، چې د تاوان څخه ځان وساتو او د خپلو ګټو لپاره په خپلو کې سره متحد شو او یو بل د قانون په چوکاټ کې ومنو؟
څنګه د انحصار د قدرت او د نفې سیاست له منځه یوسو او په عوض یې د قانون په چوکاټ کې ولسواکي حاکمه کړو؟
په داسې بغرنج حالت کې چې افغانستان د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول متبادل بدیلونه نه لري، څه پکار دی؟
د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې صرف دوه بدیله شته دی، چې د دنیا او سیمې د نیابتي جګړو څخه ځانونه بچ کړي.
لومړی دا دی، چې افغانستان د نورو سیمو او ملکونو جنګونه خپل هېواد ته رانه وړي. هوښیار ملتونه هغه دي، چې د نورو په جنګونو کې ځانونه ښکیل نه کړي.
دلته جګړه او رقابتونه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت پر بنیاد نه دي؛ بلکې د هېوادونو د ګټو پر اساس، هر ملک تصمیم نیسي.
د افغانانو لپاره هم دا پکار ده، چې د خپلو ګټو پر اساس د نیابتي جګړو څخه ځان وساتي.
دویم بدیل د افغانانو لپاره دا دی، چې افغانانو په خپلو منځو کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د راوستو لپاره زمینه مساعده کړي.
که افغانان په دې تمه شي، چې نور به دوی ته دا زمنیه مساعدوي، دا هم په لنډ وخت کې په نظر نه ښکاري ځکه د سیمې او د نړۍ هېوادونه په ډېرو نورو جیوستراتیژیک مسایلو کې بوخت دي او د افغانستان ثبات د دوی لپاره لومړیتوب نه دی.
د دېکتاتورۍ، کلیپتوکراسۍ او ملاکراسۍ انجام زوال دی؛ خو د یو دم زوال سره د ملت زوال هم شامیلیدونکی دی.
مخکې له دی چې ټول ملت د بدتر زوال سره مخامخ شي او د سیلاب غوندې ټول په سمندر لاهو کړي، ښه به دا وي، چې د راتلونکو سېلابونو مخه ونیول شي.
هوښیار مشران او ملتونه هغه دي، چې د بخار دیګ چاودنې ته پرې نه ږدي او د خپل ملت په خیر، د خپل ملت د ځپلو په عوض، د ملت دردونو ته ملهم ولګوي او د ولسواکۍ لپاره شرایط برابر کړي؛ ځکه حکومتونه همېشه د ولس حمایت لپاره اړتیا لري.
هېڅ حکومت او هېڅ ډول رژیم د ولس د حمایت څخه په غیر دوام نه شي کولې.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي د دوشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو پاڼو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د ایران له خلکو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
د جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او یو شمیر نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو په یوه هوایي پېښه کې د مرګ په اړه د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړې: " په هغه کتنه کې چې ما له ښاغلي رییسي سره د ایران د نوي ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې درلوده، ما هغه یو وطنپال، د ایران د ګټو ساتونکی او په عین حال کې د سیمې او نړۍ له سولې او ثبات سره پکې لېوالتیا وموندله."
همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا لیکلي: “په ډېرې خواشینۍ او خپګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب سید ابراهیم ريیسي؛ د بهرنيو چارو وزير ډاکټر حسين اميرعبداللهیان او ملګري يې د چورلکې د لوېدو له امله شهيدان شوي."
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، د خپل ژور خپګان او خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او حکومت ته د دغې سترې ضایعې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوم او هیله لرم چې د ایران ورور هېواد په صبر سره له دغه سخت پړاو څخه تېر شي.
ابراهیم رییسي او ملګري یې په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي.
تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.
لا هم د رییسي د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند؛ خو ایراني چارواکي د دغې پېښې لامل د هوا خرابوالی بولي.

د طالبانو د چارو ادارې له لورې په خپره شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ملا محمد حسن په مشری د دغه ډلې د وزیرانو شورا په غونډه کې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو موسوده تایید کړه.
د طالبانو د چارو ادارې له لورې په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي؛ نن دوشنبه (د غويي ۳۱مه) د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د یادې ډلې د کابینې دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه.
د طالبانو د چارو ادارې په خبرپانه کې لیکلي؛ په یاده غونډه کې د ټرانسپورټ وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید شوه او د ریاست الوزرا له لورې د ټرانسپورټ وزارت ته دنده سپارل شوي؛ تر څو د عامه پوهاوي تر څنګ د لویو لارو په اوږدو کې د سړک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې ونښلوي.
د طالبانو کابینې په یاده غونډه کې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه هم خبرې شوي او د سېلابونو له امله یانمنو شویو کسانو ته په ښه توګه د مرستو پر سولو ټینګار شوی.
یو شمېر هېوادوال د طالبانو له لورې د یادې ډلې د کابینې د دغه ډول مهمو ناستو د موضوعاتو په اړه نیوکي کوي.
ځیني هېوادوال وايي؛ طالبان د کابینې په غونډو کې اولیتونه په پام کې نه نیسي او د عادي موضوعاتو په اړه پرېکړي او ناستې تر سره کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت اعلان وکړ، چې د دغه دفتر د بشردوستانه چارو مرستیال اندریکا راتوت بغلان ولایت ته سفر کړی. یوناما وايي؛ په بغلان کې ۶۰ زره کسان د سېلاب له امله اغېزمن شوي دي.
یوناما په اېکس ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، مړه شوي دي.
د یوناما د بشري چارو مرستیال وویل؛ د ملګرو ملتونو بشري ټیمونه په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره استول شوي دي.
اندريکا راتوت وايي، چې تر اوسه پورې د افغانستان په شمال کې له شاوخوا پنځلس زره سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو او د هغوی د همکارانو له خوا مرسته شوې ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې او اړتیاو د پوره کولو لپاره همکاري وکړي.
په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې؛ د وروستیو سېلابونو له امله په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ هم د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي؛ ډيلي به هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي. په دې وروستیو کې هند او ایران د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون لاسلیک کړ.
ښاغلي مودي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې له ایران سره د چابهار بندر د عملي کولو لپاره د ۱۰ کلن تړون لاسلیکول یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې ډیلي به افغانستان او د منځنۍ اسیا سیمې سره د نښلولو لپاره کار وکړي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳۱ مه) د نرېندرا مودي له قوله لیکلي دي: «هند د چابهار بندر له لارې نه یوازې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او سوداګرۍ ته وده ورکولو ته ژمن دی، بلکې د شمال-جنوب د نړۍوال ټرانسپورت دهلېز له لارې د منځني ختیځ - اروپا اقتصادي دهلېز ته هم ژمن دی.«
د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) ډیلي او تهران یو لس کلن دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې هند کولای شي خپل سوداګریز توکي افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر کړي.
د دې له لارې به هند د شمال-جنوب نړۍوال ټرانسپورت دهلیز او ریل پټلۍ سره وصل شي.
د چابهار بندر پراخول د ایران، هند او افغانستان تر منځ یوه له درې اړخیزو پروژو څخه ده، چې تړون یې په ۲۰۱۶ کال کې د نرېندرا مودي، حسن روحاني او محمد اشرف غني تر منځ په تهران کې لاسلیک شو.
د تړون یو مهم هدف د ایران له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه له نړۍوالو اوبو په ځانګړې توګه له هند سره نښلول وو.
له دې قرارداد وروسته د دغه بندر عملیاتي مسوولیت یوې هندي کمپنۍ پر غاړه واخیست. په دې موده کې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو لویه برخه له همدې لارې شوې ده.
په وروستیو کلونو کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې په کافي اندازه ثبات نه لري، د چابهار بندر د افغانستان او هند له انتخابونو څخه دی، چې له پاکستان څخه تېر شي.
پر افغان سوداګرو د پاکستان له سختو بندیزونو وروسته یو شمېر سوداګر د کراچۍ بندر پر ځای چابهار بندر ته لومړیتوب ورکوي.
