د جیوپالیټکس له نظره؛ د افغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان هېڅکله د افغانستان ثبات ته د مثبتې زاویې نه دي کتلي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر څخه په امن کې وي.
د جیوپالټیکس له نظره؛ ایران او پاکستان همېشه افغانستان ته د منفي زاویې څخه کتلي دي، چې څنګه افغانستان کې خپل نفوذ او کنټرول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د افغانستان منابع لوټ کړي.
په تېرو پنځو لسیزو کې تر زیاته حده دوی د افغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په پرځولو کې ګټه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هېوادونه د تېرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.
د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د دغه هېواد امنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژويي جنګونو نه شي چلیدلی.
د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلو ګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي.
د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دېوالي کېدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامنځته کړي، چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکن نه دي.
دا چې د پاکستان بې ثباتي به په افغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی؛ ځکه د پاکستان د بې ثباتۍ سره د پاکستان ټوټه کېدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتېدل او د اټومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړۍوالو هېوادونو لپاره د تشویش وړ خبرې دي.
د ایران د جمهور رییس، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپټر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي، چې ایا دا پېښه طبیعي پېښه وه، چې هلیلکوپټر د هوا حالاتو له امله غورځیدلې دی، که دا پېښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پېښه د منځني ختیځ د پېښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هېواد په خاصه توګه د اسراییل لاس په دې پیښه کې شامل دی؟
دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکي عکس العمل په هکله نیسي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده، چې د دې پېښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانو څه وي؟
د غمرازۍ څخه سربېره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو د جیوپالټیسکس په چوکاټ کې فکر کړی دی او که نه؟
په هغه هېوادونو کې چې د دیکتاتورۍ، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډېر ژر ژور تغیر نه شي راتللی.