• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: په بغلان کې د سېلاب له امله ۶۰ زره کسان زیانمن شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت اعلان وکړ، چې د دغه دفتر د بشردوستانه چارو مرستیال اندریکا راتوت بغلان ولایت ته سفر کړی. یوناما وايي؛ په بغلان کې ۶۰ زره کسان د سېلاب له امله اغېزمن شوي دي.

یوناما په اېکس ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، مړه شوي دي.

د یوناما د بشري چارو مرستیال وویل؛ د ملګرو ملتونو بشري ټیمونه په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره استول شوي دي.

اندريکا راتوت وايي، چې تر اوسه پورې د افغانستان په شمال کې له شاوخوا پنځلس زره سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو او د هغوی د همکارانو له خوا مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې او اړتیاو د پوره کولو لپاره همکاري وکړي.

په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د راپورونو له مخې؛ د وروستیو سېلابونو له امله په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ هم د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د هند لومړی وزیر: ډیلي هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي؛ ډيلي به هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي. په دې وروستیو کې هند او ایران د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون لاسلیک کړ.

ښاغلي مودي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې له ایران سره د چابهار بندر د عملي کولو لپاره د ۱۰ کلن تړون لاسلیکول یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې ډیلي به افغانستان او د منځنۍ اسیا سیمې سره د نښلولو لپاره کار وکړي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳۱ مه) د نرېندرا مودي له قوله لیکلي دي: «هند د چابهار بندر له لارې نه یوازې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او سوداګرۍ ته وده ورکولو ته ژمن دی، بلکې د شمال-جنوب د نړۍوال ټرانسپورت دهلېز له لارې د منځني ختیځ - اروپا اقتصادي دهلېز ته هم ژمن دی.«

د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) ډیلي او تهران یو لس کلن دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې هند کولای شي خپل سوداګریز توکي افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر کړي.

د دې له لارې به هند د شمال-جنوب نړۍوال ټرانسپورت دهلیز او ریل پټلۍ سره وصل شي.

د چابهار بندر پراخول د ایران، هند او افغانستان تر منځ یوه له درې اړخیزو پروژو څخه ده، چې تړون یې په ۲۰۱۶ کال کې د نرېندرا مودي، حسن روحاني او محمد اشرف غني تر منځ په تهران کې لاسلیک شو.

د تړون یو مهم هدف د ایران له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه له نړۍوالو اوبو په ځانګړې توګه له هند سره نښلول وو.

له دې قرارداد وروسته د دغه بندر عملیاتي مسوولیت یوې هندي کمپنۍ پر غاړه واخیست. په دې موده کې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو لویه برخه له همدې لارې شوې ده.

په وروستیو کلونو کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې په کافي اندازه ثبات نه لري، د چابهار بندر د افغانستان او هند له انتخابونو څخه دی، چې له پاکستان څخه تېر شي.

پر افغان سوداګرو د پاکستان له سختو بندیزونو وروسته یو شمېر سوداګر د کراچۍ بندر پر ځای چابهار بندر ته لومړیتوب ورکوي.

اتمر او صالح د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو د وزیر په مړینه خواشیني ښودلې

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

امر الله صالح پر اېکس لیکلي، چې ایران د تاریخ له حساسو ازموینو څخه د تېریدو پر مهال خپل هېواد په پوره اعتماد سره اداره کړی دی.

نوموړي لیکلي؛ «د ایران اسلامي جمهوریت داسې ظرفیت او کافي تجربه لرونکي بشري سرچیني لري، چې د تاریخ له حساسو ازموینو څخه د تېریدو پرمهال به خپل هېواد په پوره اعتماد سره اداره کړي.»

همدارنګه د افغانستان د تېر حکومت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د ایران د لومړۍ درجې چارواکو د چورلکې د غورځېدو او مړیني په اړه اندېښنه ښودلې.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه دروند غم کې د ایرانیانو او د پېښي د قربانیانو د کورنیو تر څنګ ولاړ دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم پر خپله اېکس پاڼه د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر په مړینه خواشیني ښودلې.

نوموړی لیکلي: «هغه هېوادونه چې تلپاتې ثبات غواړي؛ نو باید د فرد محورۍ پر ځای قانوني او د ملي ګټو ضامن سیسټمونه پیاوړي کړي.»

د سیمې هېوادونه هم په منځنې ختیځ کې د رامنځته شوې پيښې په اړه خواشیني دي.

طالبانو هم د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي د مړینې په اړه خواشیني ښودلې او پاکستان د یوې ورځې لپاره په خپل هېواد کې یوه ورځ ماتم اعلان کړی.

طالبان: له ۲ زره ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه او له سلو ډېر افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه له پاکستانه اېستل شوي دي. دوی زیاتوي، چې په دغه اېستل شویو کډوالو کې ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په ایران کې مېشتت ۲۶۳۹ تنه افغان کډوال (د غويي ۳مه) په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي.

بل خوا په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي، چې د تېرو اوولس میاشتو په موده کې ۵۶۲۳۶ کورنۍ د تورخم له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راغلې دي.

نوموړی وايي؛ څه د پاسه ۳۹ کورنۍ په ننګرهار کې مېشتې شوي او له ۱۶ زره زیاتې کورنۍ د هېواد نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو ملاتړو ادارو تر فشارونو وروسته هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلي او وايي‌؛ ټول هغه افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

خالد حنفي: رسنۍ دې له «اسلامي شریعت او افغاني کلتور» ضد نشراتو څخه ډډه وکړي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایت اورېدلو وزير د طالب ویاندويانو او رسنيو له مسوولينو سره په یوه غونډه کې له هغو غوښتي، چې د « اسلامي شريعت او افغاني کلتور» ضد فعالیتونه دې نه کوي. خالد حنفي ويلي، چي رسنۍ بايد د ځوان نسل په اصلاح کې ونډه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون نن دوشنبه په کابل کې د «امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د مسولينو، طالب ویاندويانو، مشهورو څېرو او د رسنیو د مسوولینو» د ګډې غونډې خبر ورکړی.

په غونډه کې د طالبانو وزير خالد حنفي له رسنيو څخه غوښتي، چې نشرات او فعاليت د «اسلامي شریعت» په اصولو کې تر سره کړي.

نوموړي ويلي، چې رسنۍ باید د راتلونکي نسل او د ځوانانو په «اسلامي روزولو» کې خپل رول ادا کړي.

حنفي په ټينګار ويلي، چې د «اسلامي شريعت» ضد فعالیت ورته د منلو نه دی او بايد ټولو ترې ډډه وکړي.

پرون په پروان کې هم د طالبانو د اطلاعاتو او استخباراتو مسوولينو له رسنيو څخه غوښتي وو، چې «اسلامي شریعت پلی او اسلامي امارت اصولو درک او عملي» کړي.

د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکول شي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.

واک ته د طالبانو په رسېدو دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزي او غوښتني انعکاس شي.

طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې يو شمېر رسنۍ بندي کړي، خبريالان یې وهلي، بندي کړي او شکنجه کړي دي.

د رسنيو بنسټونو د طالبانو دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ ضد یادي کړي او له دې ډلې يې غوښتي، چې پر رسنيو او خبريالانو دي شته بنديزونه لرې کړي؛ خو دې ډلې لا تر اوسه په عملي ډول په خپلو چارو کې مثبت تغير نه دی راوستلی.

یونسیف: له پاکستانه د اېستل شویو ماشومانو واکسین ته لاسرسی ستونزمن شوی دی

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونیسف» اعلان وکړ چې د دغه سازمان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مشر اسټفان لاووریر د تورخم له لارې لېدنه وکړه. د دې ادارې په وینا، له پاکستان څخه د کډوالو ډله ایز اېستل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول ستونزمن کړي دي.

یونیسف په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغه سازمان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مشر د غويي په ۳۰ مه د یکشنبې په ورځ د تورخم له پولې څخه لیدنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي، چې اسټفان لاووریر په دې غونډه کې په افغانستان کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره پر لا زیاتو اقداماتو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې پولیو پکې پاتې ده.

د شري په پېښو کې زیاتوالی

د پوليو تر څنګ د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې په افغانستان کې د شري د پېښو پر زياتوالي اندېښنه ښودلې او له کورنيو يې غوښتي چې خپل ماشومان واکسين کړي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د شري له اوو زرو ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو او نورو سازمانونو له خوا وخت په وخت د واکسین کمپاینونه پیل کیږي؛ خو لا هم دغه ناروغي د افغان ماشومانو ژوند ته ګواښ بلل کیږي.