• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ۲ زره ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه او له سلو ډېر افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه له پاکستانه اېستل شوي دي. دوی زیاتوي، چې په دغه اېستل شویو کډوالو کې ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په ایران کې مېشتت ۲۶۳۹ تنه افغان کډوال (د غويي ۳مه) په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي.

بل خوا په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي، چې د تېرو اوولس میاشتو په موده کې ۵۶۲۳۶ کورنۍ د تورخم له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راغلې دي.

نوموړی وايي؛ څه د پاسه ۳۹ کورنۍ په ننګرهار کې مېشتې شوي او له ۱۶ زره زیاتې کورنۍ د هېواد نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو ملاتړو ادارو تر فشارونو وروسته هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلي او وايي‌؛ ټول هغه افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: رسنۍ دې له «اسلامي شریعت او افغاني کلتور» ضد نشراتو څخه ډډه وکړي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایت اورېدلو وزير د طالب ویاندويانو او رسنيو له مسوولينو سره په یوه غونډه کې له هغو غوښتي، چې د « اسلامي شريعت او افغاني کلتور» ضد فعالیتونه دې نه کوي. خالد حنفي ويلي، چي رسنۍ بايد د ځوان نسل په اصلاح کې ونډه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون نن دوشنبه په کابل کې د «امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د مسولينو، طالب ویاندويانو، مشهورو څېرو او د رسنیو د مسوولینو» د ګډې غونډې خبر ورکړی.

په غونډه کې د طالبانو وزير خالد حنفي له رسنيو څخه غوښتي، چې نشرات او فعاليت د «اسلامي شریعت» په اصولو کې تر سره کړي.

نوموړي ويلي، چې رسنۍ باید د راتلونکي نسل او د ځوانانو په «اسلامي روزولو» کې خپل رول ادا کړي.

حنفي په ټينګار ويلي، چې د «اسلامي شريعت» ضد فعالیت ورته د منلو نه دی او بايد ټولو ترې ډډه وکړي.

پرون په پروان کې هم د طالبانو د اطلاعاتو او استخباراتو مسوولينو له رسنيو څخه غوښتي وو، چې «اسلامي شریعت پلی او اسلامي امارت اصولو درک او عملي» کړي.

د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکول شي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.

واک ته د طالبانو په رسېدو دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزي او غوښتني انعکاس شي.

طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې يو شمېر رسنۍ بندي کړي، خبريالان یې وهلي، بندي کړي او شکنجه کړي دي.

د رسنيو بنسټونو د طالبانو دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ ضد یادي کړي او له دې ډلې يې غوښتي، چې پر رسنيو او خبريالانو دي شته بنديزونه لرې کړي؛ خو دې ډلې لا تر اوسه په عملي ډول په خپلو چارو کې مثبت تغير نه دی راوستلی.

یونسیف: له پاکستانه د اېستل شویو ماشومانو واکسین ته لاسرسی ستونزمن شوی دی

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونیسف» اعلان وکړ چې د دغه سازمان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مشر اسټفان لاووریر د تورخم له لارې لېدنه وکړه. د دې ادارې په وینا، له پاکستان څخه د کډوالو ډله ایز اېستل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول ستونزمن کړي دي.

یونیسف په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغه سازمان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مشر د غويي په ۳۰ مه د یکشنبې په ورځ د تورخم له پولې څخه لیدنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي، چې اسټفان لاووریر په دې غونډه کې په افغانستان کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره پر لا زیاتو اقداماتو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې پولیو پکې پاتې ده.

د شري په پېښو کې زیاتوالی

د پوليو تر څنګ د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې په افغانستان کې د شري د پېښو پر زياتوالي اندېښنه ښودلې او له کورنيو يې غوښتي چې خپل ماشومان واکسين کړي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د شري له اوو زرو ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو او نورو سازمانونو له خوا وخت په وخت د واکسین کمپاینونه پیل کیږي؛ خو لا هم دغه ناروغي د افغان ماشومانو ژوند ته ګواښ بلل کیږي.

طالبان: په بادغیس کې سېلابونو له امله لږ تر لږه درې تنه مړه شول

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱

په بادغیس کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وویل د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه د هستوګني کورنه ویجاړ شوي. باري داد صابر زیاتوي یاد کسان قدس، اب کمري او جوند ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس باري داد صابر د طالبانو د واک لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې د سېلابونو له امله لسګونه کورنه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړي ده.

دغه طالب چارواکي ویلي چې د سېلابونو له امله زیانمن شویو کسانو ته لومړنۍ بېړنۍ مرستي رسولي.

په بادغیس کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان ويي؛ کورونه او کرنیزي ځمکي یې ویجاړي او څاروي یې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو دوه اونیو کې د افغانستان په شمال او مرکزي ولایتونو کې د سېلابونو له امله زرګونه کورنۍ زیانمني شوي او لسګونو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سېلاب ځپلو سیمو ته پر وخت د مرستو نه رسیدل او د اوبو نه مدریت په اړه پر طالبانو سختي نیوکي کیږي.

په بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر په اېکس پاڼه لیکلي، چې یو مساپر وړونکی بس چې له کابله پلخمري ته پر لاره و، د پلخمري ښار د ټرانسپورټ په سیمه کې یې له یو بل مساپر وړونکي بس سره ټکر کړی. چې له امله یې پنځه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي.

ويل کیږي، تر ټکر وروسته یو بس له سړک بې واکه شوی او په یوه کور ورختلی.

د طالبانو د بغلان امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د دغه کور د دېوال ړنګېدو له امله څلور د کور کسان مړه او یو کس په بس کې مړ شوی او په بس کې د سورلۍ ۱۱ کسان ټپیان شوي.

په افغانستان کې د ګاډو د ګړندي تګ او د قانوني ټکو په پام کې نه نیولو له امله پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې ډیری وخت ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي او د طالبانو حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د پاکستان لومړي وزیر د ابراهیم رییسي په مړینه په دغه هیواد کې یو ورځنی ماتم اعلان کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ايران د مخکني ولسمشر ابراهيم ریيسي په مړينه نن دوشنبه د (غوايي ۳۱مه) په دغه هیواد کې ماتم اعلان كړ. ښاغلي شریف ويلي، د دغه ماتم له امله به د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د دې تر څنګ شهباز شریف زیاته کړې چې په تهران کې به هم د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ايران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزير په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې هغه د پاکستان ښه دوست و، چې يوه مياشت وړاندې یې پاکستان د کوربه توب ویاړ درلود.

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د ايران د مخکني ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او نورو په مړينه خواخوږي څرګنده کړې او د ابراهيم ریيسي کړنې یې وستايلې.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.