• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړي وزیر د ابراهیم رییسي په مړینه په دغه هیواد کې یو ورځنی ماتم اعلان کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ايران د مخکني ولسمشر ابراهيم ریيسي په مړينه نن دوشنبه د (غوايي ۳۱مه) په دغه هیواد کې ماتم اعلان كړ. ښاغلي شریف ويلي، د دغه ماتم له امله به د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د دې تر څنګ شهباز شریف زیاته کړې چې په تهران کې به هم د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ايران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزير په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې هغه د پاکستان ښه دوست و، چې يوه مياشت وړاندې یې پاکستان د کوربه توب ویاړ درلود.

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د ايران د مخکني ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او نورو په مړينه خواخوږي څرګنده کړې او د ابراهيم ریيسي کړنې یې وستايلې.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران د حکومت پلاوي د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو له مړېنې وروسته بیړنۍ غونډه وکړه

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د ایران حکومت پلاوي د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د مړېنې له خبر وروسته بیړنۍ غونډه وکړه. ابراهیم رییسي او ملګري یې په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې غورځېدو په پېښه کې مړه شوي. تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

لاهم د رییسي د چورلکې غورځېدو لامل نه دی څرګند خو ایراني چارواکي یې د هوا د خرابوالي له امله بولي.

تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه يي ویلي دي چې د دغه هیواد وګړي باید ډاډه و اوسي چې د ایران په ورځنیو چارو کې به هیڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کیږي.

دغه مذهبي مشر نن سهار دوشنبه (د غوايي ۳۱مه) په ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې هېله ښودلې وه چې ابراهیم رییسي او ملګري به یې ژوندي راستنیږي خو هغوی په پېښه کې مړه شوي.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

مهر خبري اژانس: د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر مړ شوی

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۱

مهرخبري اژانس چې د ایران د تبلیغاتي سازمان اړوند رسنۍ ده د ختیځ اذرربایجان په ولایت کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ابراهیم رییسي د مرګ خبر تایید کړ. مهر خبري اژانس لیکلي: «د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ زمونږ د هیواد ولسمشر د خپل پلاوي په ملتیا د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ.»

د ایران د تبلیغاتي سازمان اړوند مهر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳۱مه) په ختیځ اذربیجان ولایت کې د دغه هېواد د ولسمشر د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ابراهیم رییسي د مرګ خبر منلی.

همدارنګه مهر خبري اژانس لیکلي چې په یاده چورلکه کې له ابراهیم رییسي سره د مل پلاوي نور کسان هم مړه دي.

همدارنګه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي اجراييه مرستیال محسن منصوري او یو شمیر نورو ایراني چارواکو هم پر خپلو اېکس پاڼو د ابراهیم رییسي مړینه تایید کړې ده.

د ایران ولسمشر غورځېدلې چورلکه تر ۱۶ ساعته عملیاتو وروسته پیدا شوه.

د ایران د سرې میاشتې تر څنګ ترکيې او روسيې هم د ایران د ولسمشر د غورځېدلې چورلکې د لټون په عملیاتو کې برخه لرله.

د یو شمېر رسنیو د معلوماتو له مخې خرابه هوا د چورلکې د غورځېدو لامل بلل شوی دی.

رویټرز: د ابراهیم رییسي چورلکه په بشپړه توګه سوځېدلې ده

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي: «د ابراهیم رییسي چورلکه په پېښه کې په بشپړه توګه سوځېدلې ده.» د ایران د دولتي رسنیو په وینا، تر اوسه پورې د چورلکې د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو نښې نښانې نه دي ترلاسه شوې.

هاخوا د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند منلې چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی دی.

پیرحسین کولیوند وویل: «حالات ښه نه دي.»

تسنیم خبري اژانس د رییسي د چورلکې د موندل کېدو د شیبې انځورونه خپاره کړي دي.

ایرنا خبري اژانس: د رییسي د چورلکې غورځېدو ځای وموندل شو

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د ایران خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسی د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی دی. ایرنا خبري اژانس لیکلی: «ژغورونکې ډلې د پیښې ځای ته نږدې شوې دي»

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند هم دا خبر تایید کړی دی چې د رییسي د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی.

د ایرنا د راپور له مخې، پیرحسین کولیوند وویل: «د چورلکې ټوټې موندل شوې، موږ د چورلکې په لور حرکت کوو. حالات ښه نه دي.»

د ایران د ولسمشر د لېږد په چورلکه کې ایت الله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.

دا چورلکه له تېرې ورځې راهیسې په ځنګلي سیمو کې ورکه شوې او تردې مهاله یې د پیدا کولو عملیات نه دي بریالي شوي.

په برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېره ۱۵۵ کسانو ته رسېدلې ده

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۲۱:۱۴ GMT+۱

په برازیل کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۵ تنو ته رسېدلی او ۹۴ تنه لا هم لادرکه دي.

د برازیل په سویلي ایالت ریو ګراندې دو سول کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو په تېرو دوو اونیو کې د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه کړې ده.

د ملکي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۵ ته رسېدلی او د لادرکه شویو کسانو شمېر ۹۴ تنو ته رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېلابونو له امله د ټپيانو شمېر ۸۰۷ تنو ته رسېدلی او له ۲،۳ ميليونو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

سربېره پر دې له ۶۲۰ زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې ۸۲ زره ۶۶۶ کسان د ناورین له سیمې ژغورل شوي او ۷۷ زره ۲۰۲ کسان په پناه ځایونو کې اوسېږي.

د ریو ګرانډ دو سول والي اډوارډو لییټ وویل: "موږ خورا استثنایی وضعیت تجربه کوو. دا یوازې یوه مهمه پېښه نه ده؛ دا د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ویجاړونکې پیښه ده."

د برازیل ولسمشر لوییز اناسیو لولا دا سلوا، چې درې ځله یې له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه کړې، ژمنه کړې چې د دغو سیمو بیارغونه به وکړي.