• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند ګجرات ایالت په یوه تفریحي ځای کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۸ GMT+۱

هندي چارواکي وايي، په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د یوه تفریحي ځای دننه په اورلګېدنې کې د نهو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي. تر اوسه پورې د دې اور لګېدنې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.

دغه پېښه د شنبې په ماښام د (غبرګولي پنځمه) رامنځته شوې چې د پېښې خپرو شويو انځورونو ته په کتو دغه اور د اور وژنې ډلو له لوري مهار شوی.

د انډیا ټوډي د راپور له مخې تر اوسه پورې د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم او د ګجرات ایالت وزیر ویلي دي چې پولیسو په دې برخه کې خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې په دغه تفریح ځای کې د کمپیوټر کیمونو کلب و چې تر ډېره بریده به پکې ماشومانو ګېمونه کول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اسراييل د نړيوالې محکمې د پرېکړې سربیره پر غزې بريدونو ته زور ورکړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۳ GMT+۱

فلسطیني ډاکټرانو د شنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په نویو بریدونو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ملګرو ملتونو د عالي محکمې قاضیانو اسراییلو ته امر وکړ چې د غزې په سویلي ښار رفح خپل بریدونه ودروي.

که څه هم اسراییل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس پر ضد خپل برید ته زور ورکړی، خو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به راتلونکې اونۍ بیا پیل شي.

سرچینو ورویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د خبرو اترو دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد مشر د سي آی اې له مشر او د قطر له لومړي وزیر سره وکتل.

سرچينې زياته کړه: "د غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د مصر او قطر په منځګړيتوب، او د امريکا د فعالې ونډې پر بنسټ خبرې اترې پيل شي."

حماس سمدستي د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې د اوو میاشتو جګړې وروسته، منځګړي هڅه کوي چې د خبرو اترو په برخه کې پرمختګ وکړي او دغه جګړه پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل غواړي هغه کسان چې د حماس له خوا یرغمل شوي، خوشي، خو حماس به د اسراییل په زندانونو کې د بندي فلسطینیانو د ازادولو په لټه کې دی.‌

سره له دې چې د جکړې د درولو لپاره د منځګړو هڅې روانې دي او د ملګرو ملتونو د عالي محکمې قاضیانو اسراییلو ته امر کړی چې په رفح کې خپل پوځي عملیات سمدستي ودروي، خو بیا هم په غزه کې جګړه روانه ده. اسراییل وايي، د حماس ډلې د لمنځه وړلو په موخه یې جګړه جالري ساتلې ده.‌

پاکستان کې پر عیسویانو مذهب ته د سپکاوي له تورونو وروسته برید وشو

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د پاکستان په پنجاب صوبه کې پولیسو او یو سیمه ییز مشر ویلي، مذهب ته د سپکاوي له تورو وروسته یې د مسلمانانو ډلې د لږکیو مسیحي ټولنې پر استوګنځیو برید وکړ، خو دوی ترې پنځه عیسویان وژغورل.

د پنجاب سرګودها ولسوالۍ امنيه قوماندان شارق کمال وويل،کومو خلکو چې مسيحي ډله په کفر تورنه کړې پر پوليسو يې هم د ډبرو او خښتو وار ونه کړي دي.

هغه وویل، د پولیسو یوې لویې ډلې د عیسویانو مېنې کلابند کړې او مسلمانان یې په شا تمبولي دي.

په همدې حال کې په اخو ډب کې پنځه ژوبل شوي عیسویان روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیسو او د یو عیسوي مشر اکمل بټي په وینا، توندلارو مسلمانانو یو کور او د بوټانو یوه کوچنۍ فابریکه وروسته له هغه وسوځوله چې مسلمانو ګاونډیانو یې د مسلمانانو سپیڅلي کتاب قرآن کریم ته په سپکاوي تورن کړل.

ښاغلی بهټي وايي: "هغوی یو کور وسوځاوه او څو عیسویان یې ووژل".

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیې چې لاریونوال له سوځیدلو ملکیتونو توکي لوټي. یو شمیر نور بیا لیدل شوي چې توکي یې په یوه کوڅه کې په اور کې اچول.

بهټي وویل، چې دغه ویډیوګانې د پېښې له ځایه اخیستل شوې دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د مسیحي ټولنې د غړو ژوند د "دغو لاریونوالو له خوا جدي خطر سره مخامخ دی".

مذهب ته سپکاوی د پاکستان په شان په محافظه کاره ټولنه کې چې اکثریت غړي یې مسلمان دي، یوه حساسه موضوع ده او د یوازې یو تور له امله په سړک خلک وژل کیدای شي.

د بشري حقونو ډلې وايي، چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي له سختو قوانینو ډیری د شخصي ګټو د ترلاسولو لپاره ناوړه ګټه پورته کېږي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د مذهب توهین کوونکي ته د مرګ سزا ورکول کیږي، خو د دولت له خوا هیڅوک په دې تو نه دي اعدام شوي.

په همدې حال کې ډیری تورن کسان د قهرجنو خلکو له خوا وژل شوي دي.

تېر کال د پاکستان په ختیځ کې د مسلمانانو یوې ډلې پر یوې عیسوۍ ټولنې وروسته له هغه برید وکړ، چې د دغه ټولنې دوه غړي یې د قران کریم پر سپکاوي تورن کړل.

په دغه برید کې مسلمانانو څو کلیساګان ویجاړې کړل او ډیر شمیر کورونو ته یې اور واچوه.

ایرانۍ رسنۍ: د سعودي عربستان ولیعهد ایران ته ځي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د ایران د جمهوري اسلامي خبری اژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دغه هېواد ته د سفر لپاره د تهران بلنه منلې ده. له بلې خوا ایرنا اژانس وايي، محمد بن سلمان هم د ایران له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره ټليفوني خبرو کې نوموړي ته د سعودي د سفر بلنه ورکړه.

محمد مخبر ویلي، چې مخکې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي، چې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوی، هم محمد بن سلمان ته بلنه ورکړې وه، چې تهران ته سفر وکړي.

له دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و، چې د سعودي عربستان ولیعهد د ایران له سرپرست ولسمشر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو په مړینه تسليت او خواشيني څرګند کړې ده.

محمد بن سلمان په دغو ټیلیفونی خبرو کې د سیمې او اسلامی نړۍ لپاره د ایران او سعودی عربستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل تهران او ریاض په اسلامی نړۍ او سیمه کې مرکزي رول لري.

د سعودي عربستان ولیعهد هیله څرګنده کړه،چې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې لپاره روښانه راتلونکې رامنځته کړي.

محمد مخبر همداراز وویل،چې د رییسي نه شتون به د ایران ډیپلوماټیکه لاره بدله نه کړي او د دواړو هیوادونو اړیکې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ګاونډیتوب د پالیسۍ دوام او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا «زموږ یوازینی انتخاب دی.»

ایران او سعودي عربستان له اوو کلونو خرابو اړیکو وروسته د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۹ مه په چين کې د يوه تړون په لاسلیکولو سره د ډيپلوماټيکو اړیکو د بيا پیلولو موافقه وکړه.

دا موافقه د ابراهیم رییسي د جمهوري رياست په وخت کې شوې وه.

د عدالت نړیوالې محکمې اسراییلو ته امر کړی چې پر رفح ښار د برید مخه ونیسي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د عدالت نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره امر وکړ چې اسراییل باید سمدستي په رفح ښار کې پوځي عملیات او نور اقدامات ودروي.

دغې محکمې ویلي، چې پر رفح ښار برید د فلسطیني ولس لپاره بیړنۍ خطر پيښوي.

د ملګرو ملتونو عالي محکمې هم ویلي، چې له مصر سره د رفح ښار پوله باید د بشري مرستو لپاره پرانیستل شي.

دا محکمه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د شخړو په اړه قانوني حکم صادر کړي، خو د خپلو حکمونو پلي کولو لپاره لږ اجرایوي واک لري.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له پرېکړې څو دقیقې وروسته، جنګي الوتکو د رفح ښار په مرکز کې د شبورا په کمپ یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د يوې سختې چاودنې غږ يې اوریدلی او لیدلي یې دي چې له ودانيو څخه د لوګي هوا ته پورته کېدل.

په قرغزستان کې پر بهرنيو محصلینو د ډله ییز برید وروسته په سلګونو محصلینو دغه هیواد پریښی

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

وروسته له هغه چې په قرغزستان کې يوې قهرجنې ډلې په روانه مياشت کې د بهرنیو محصلینو پر لیلیې باندې بريد وکړ، د پاکستان او نورو اسيايي هېوادونو سلګونوو زده کوونکو دغه هیواد پریښی دی. ځينې محصلین هيله مند دي چې د حالاتو له ارامیدو وروسته به بیرته دغه هیواد ته راستانه شي.

په سلګونو قرغزی ځوانانو د می پر ۱۷مې نیټې په پلازمینه بشکیک کې د بهرنیو محصلینو پر یوې لیلیې برید کړی و. دغه برید د څو بهرنیو محصلینو او قرغزیانو تر منځ رامنځ د یوې شخړې وروسته شوی و.

سره له دې چې پولیس په سیمه کې حاضر و،‌ خو د شخړې مخه یې ونشوه نیولی.

د قرغزستان په نړیوال پوهنتون کې د رنځپوهنې استاد عمران یوسف وویل: "هغوی زموږ پر لیلیې یرغل وکړ او دا زموږ د ټولو لپاره یوه وېروونکې شېبه او بد وضعیت و."

هغه زياته کړه، سره له دې چې د محصلينو د پټولو هڅې وشوې، خو بريدګرو د يو شمېر ښځو په ګډون يو شمېر زده کوونکي ووهل او ټپيان یې کړل.

یوسف وویل: "موږ ډیر حیران وو او موږ په هغه وخت کې ډیره ذهني صدمه ولیده. زه نه پوهیږم چې د دې نفرت د پارولو مسوول څوک و."

د پاکستان حکومت هره ورځ له بشکیک څخه د تخلیې اضافي الوتنې تنظیم کړي او ډیری زده کونکي لږترلږه د اوس لپاره بیرته پاکستان ته د راستنیدو له دغه فرصت څخه کار اخلي.

د قرغزستان د طب پوهنځي په تیرو څو لسیزو کې د نسبتا ارزانه فیسونو او د ژوند د کم لګښتونو له امله د هند، پاکستان او ځینو نورو آسیایي او عربي هیوادونو د طب زده کړو ته د لیواله کسانو ترمنځ شهرت پیدا کړی و.

یوسف وویل، چې د قرغزستان حکومت هڅه کړې چې د بهرنیو محصلینو ویره کمه کړي او د هغوی له مشرانو سره یې غونډې کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې هغه کسان چې له هیواده وتلي په څو میاشتو کې به بیرته راستانه شي. پولیسو تر اوسه تر شلو زیات مشکوک برید کوونکي نیولي دي.