د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د عملي هڅو غوښتنه کړې

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د دوشنبې په ورځ په اتریش کې د یوې غونډې پر مهال د افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو له حقونو ملاتړ وکړ او له نړۍوالو یې غوښتنه وکړه، چې له دغې ستونزې څخه د وتلو لپاره دې عملي ګامونه واخلي.