د پاکستان مخکینی ولسمشر: له عمران خانه غوښتل شوي چې د جوړجاړي له مخې دې هیواد پریږدي

د پاکستان مخکینی ولسمشر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر عارف حسین علوي ادعا کړې، له عمران خانه غوښتل شوي چې د یوې هوکړې له مخې دې له پاکستانه ووځي. ښاغلي علوي خبریالانو ته وویل چې عمران خان دغه وړاندیز رد کړی او «په هیڅ قیمت» به پاکستان نه پریږدي.