د ایران د پارلمان مشر: د بهرنیو وګړو موضوع له پامه غورځول امنیتي پایلې لري

د ایران پارلمان مشر او د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته احتمالي نوماند وویل چې هغه د «ناقانونه بهرنیانو د څو اړخیزو ستونزو» د هواری په لټه کې دی. محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړ چې دغو ستونزو ته نه پاملرنه به «امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې» ولري.