د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
د ټولنې د قانونمندۍ له مخې هر تفکر، اعتقاد، روایت او ټولنیز اصل په طبیعي توګه د اعتدال په حالت کې وي، مګر دا چې له بهر څخه یو بل ځواک پرې اغېز وکړي او افراط یا تفریط ته یې بوځي.
د دې اصل له مخې اعتدال کورنی او طبیعي او افراط پردي او بهرنی وي.
له بهره راغلي دینيضد روایت پسې له بهره راغلي تکفیري چلند اعتدال له منځه یووړ، ځکه په دواړو؛ چپي تفریط او ښياړخي افراط کې بهرنیو سیاسي – استخباراتي پانګونه وکړه او ټولنه یې په شدت سره استقطاب ته ورټېلوهله.
نننی افغانستان یوازې له مذهبي افراطیت څخه نه کړیږي، بهرنیو اوږدمهالیو لاسوهنو په افغانستان کې سکتاریستي (قومي – مذهبي – ژبنی – سیمه ییز او نور)، فکري او په ایډیولوژیک مقیاس ګڼو تمایلاتو ته افراطي تګلوری ورکړی دی.
هر افراط خپله برخه عصبیت زېږولی او په دې عصبیت کې د سپکاویو، ښکنځلو، پوچو ویناوو، تخریبونو او پېغورونو اصطلاحات، مفاهیم او روایتونه داسې هره خوا شیندل شوي دي، چې د افغانستان ټوله فضا یې مسمومه کړې ده.
اوسمهالو واکمنو د انلاین ښکنځلمارو ټولي او کنډکونه ګومارلي دي، پر فیسبوک، تویتر (X) او نورو جالپاڼو لا خبره نه وي شوې، چې حتی د څو ثانیو په ترڅ کې له څو مستعارو ای ډي ګانو د ښکنځلو باران وشي، په دې سپکاویو کې دومره بېړه او سرسري چلند کیږي، چې ډېرځله یې خپل پلویان هم ښکنځلي وي. استدلال یې هم همدا دی، چې د جمهوریت پرمهال هم دولتي فیسبوک چلوونکیو ښکنځلې کولې. دا داسې یو استدلال دی، لکه اوسني واکمن چې ووایي: په جمهوریت کې ځینو لمونځ نه کاوه نو ځکه یې موږ هم نه کوو. اخلاقي چلند نسبي ارزول کیږي، خو رعایت يې مطلق دی.
موږ ویلی شو، چې احمد تر محمود زیات اخلاقي دی، خو محمود ویلی نه شي، چې دی ځکه بداخلاق دی، چې مقصود بداخلاق دی.
بله ډله افراط قومي دی، د ټولو قومونو افراطيون سپکاوی کوي. پخوا استدلال کېده، چې په افغانستان کې د بیان ازادي سمه ونه پېژندل شوه او د بیان د ازادۍ په نامه د ارزښتونو سپکاوی پیل شو، سرې کرښې ماتې شوې او هیڅه له سپکاوي بچ پاتې نهشول. فکر کېده که یو څه قانونمنده واکمني راشي دا افراط به کنترول شي.
قانونمنده واکمني رانهغله، بلکې د دین له آدرس او له یو سیاسي – استخباراتي تفسیر څخه رازېږېدلې استبدادي واکمني راغله، چې تر هرچا او هروخت ډېره دوی په سپک چلند او ښکنځلو داسې فضا ولړله، چې خلکو د جمهوریت دورې ګډوډۍ ته دعاګانې وکړې.
ښکېلاک د افغانستان ټول ارزښتونه همداسې سپک کړل، له چپي افکارو رانیولې، تر دیني، لېبرال، دیموکراسۍ او ان ملتپال تفکر پورې. دا دی اوس یې په دین پورې تړلي القاب او ټایټلونه هم له بنسټ څخه راولړزول. په ټولنیزو رسنیو کې د شیخ، ملا، حافظ، قاري، مولوي ... او داسې نورو درنو القابو شاته پټې شوې خولې وګورئ او ولولئ، چې څه لیکي؟ څه وايي؟
د افغانستان خلکو په دودیزه توګه دغو نومونو ته درناوی درلود او دا دی مردارو سیاستلوبو له دوی سره هم دا کانه وکړه، که د سیاستونو او عصبیتونو دغه دوړې کېناستلې، یادو لقبونو او دریځونو ته به هغه درناوی لس سلنه پاتې نه وي، چې پخوا به خلکوورته کاوه.
د خراسانیانو، فدرالیانو، افغانستانیانو او فرهنګي ایران هستوګنو او بیا د دوی په وړاندې د دوی د افراطي مخالفانو راپنځولي مکالمات خو لا پرځای پرېږدئ.
اصلي پوښتنه دا ده، چې د دغو افراطي چلندونو او ترې رازېږېدلیو عصبیتونو مخه څنګه نیول کېدلای شي؟
موږ هرې برخې تهد « منځګړوال/ وسطیت او اعتدال» حالت بریدونه باید وپېژنو او درناوی یې وکړو.اعتدال د ټولنې یوه مهمه فرهنګي اړتیا ده. موږ یوه پراخ ملي او فرهنګي کارستان ته اړیو، چې خپلې ټولنې ته اعتدال راستون کړو.
له یوه سپینږیري مې واورېدل: تر انقلابونو روسته له پاکیستان څخه نوې نخرې راغلې، موږ هماغه ظاهرشاهي اسلام غواړو. د دغه سپینږیرې خبرې او په تېره بیا ظاهرشاهي اسلام اصطلاح حیران کړم. باور لرم، چې د هغه هدف دا نه و، چې پخواني پاچا محمدظاهرشاه کوم ځانګړی اسلام دود کړی و، نه. د سپینږیري هېوادوال هدف تر بهرنیو لاسوهنو وړاندې زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره موافق معتدل، طبیعي او له مینې و محبت څخه ډک اسلام او د هغه افغاني تعبیر و تفسیر و، چې ټولو ته ګران او منلی و.
له ظاهرشاهي اسلام سره د چپیانو تفریطي او له پاکیستان و عربو راستنو شویو ښي اړخو افراطي چلند دواړو په دې برخه کې عامه عصبیت رامنځ ته کړ.
یوه پراخه فرهنګي هڅه په کار ده، چې موږ د پاچا په دوره کې د دیني تفسیر او تعبیر له رمز و راز څخه خبر شو. یو مهال مې په افغانستان کې مائویست تفکر ته د متمایلو لیکوالو لیکنې لوستې، چې په افغانستان کې د شعلهیانو په نامه هم پېژندل کیږي، داسې باور شته، چې د ستم ملي ډلګۍ هم له دې جریان څخه بېله شوې وه، ستم ملي ډله په ضد ملي تفکر او هڅو تورنه ده، دا چې دوی څه ډول فکر کاوه هغه بېل بحث دی، خو عجیبه دا ده، چې د دغه سیاسي جریان د پلویانو په لیکلو کې مې د پښتونستان، واحد تاریخي افغانستان او تر ډيورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره د مبارزې او حقغوښتنې داسې علمي او مستدل څه ولوستل، چې حیران شوم.
د هغه سپینږیري خبره بیا رایاده شوه. د ظاهرشاه په زمانه کې زموږ ملي تفکر هم ډېر سره ورته وو. یو دلیل یې دا و، چې هغه مهال افراط عامه عصبیت نه و راپنځولی.
موږ باید د ملي مسایلو په اړه هم تر عامه عصبیت پخوانۍ زمانې ته ورستانه شو. په دې اړه که ستونزې هم وي، ښايي په معقول، معتدل او منطقي دیسکورس حل شي.
د بنسټي حللارې په توګه موږ یوه پراخ فرهنګي کار ته اړ یو، چې د افراط او اعتدال تر منځ پولې روښانه کړي او موږ ته د ملي ګټو پربنسټ او د ټولو افغانانو د خیرښېګڼې، انساني حقونو او هوساینې په نیت ځینې سرې کرښې وکاږلای شي، چې هیڅوک یې د ماتولو حق ونه لري. په دې برخه کې موږ یوه ټولنیز قرارداد ته اړ یو، داسې قوانینو ته چې ټول یې باید ومنو.
کله چې پاکستاني ژورنالستانو هغه ته وویل چې د «افپیک» په نوم کومه سیمه یا هیواد وجود نه لري او دا چې افغانستان او پاکستان دوه بیل او مستقل هیوادونه دي.
هالبروک ورته په ځواب کې وویل، چې هو دا دوه بیل هیوادونه دي خو ور سره دا د عملیاتو واحد تیاتر هم دی.
په حقیقت کې د دغه جنګي تیاتر د جوړولو کار د بریتانیا لومړي وزیر ونسټن چرچل د ۱۹۴۰ په کلونو کې پیل کړی و. هغه پلان درلود چې د شوروي اتحاد په جنوب کې د شوروي د محاصره کولو لپاره اسلامزم او جهاد را ژوندی کړي.
پاکستان د هم دغه هدف د تر لاسولو لپاره جوړ شو، خو افغانستان په خپلې مثبتې بیطرفۍ او عدم انسلاک ټینګ ولاړ پاتې شو او هغه د غرب په پوځي پاکتونو کې ګډون و نه کړ.
د افغانستان د دې سیاست په غبرګون کې غرب تصمیم ونیو چې په افغانستان کې د پاکستاني جنرالانو د ستراتژیکې ژورتیا د ماجراجوۍ پشتیباني وکړي، تر څو د پاکستان د هژمونۍ لاندې غرب د خپلو مخالفو زبر ځواکونو په ضد د افغانستان ستراتیژیکه جغرافیا وکاروي. د طالبانو پروژه او د دوحې معامله د هم دغې لوبې برخه ده، چې اوس هم روانه ده.
غرب د طالبانو د اداره کولو لپاره چاکلیټ او کوتک دواړه په لاس کې لري.
که هغوی د روس او چین په ضد د غرب په لوبه کې ګډون کوي نو ډالري تمویل به ادامه وکړي او د تروریزم، د بشري حقونو او په خاصه توګه د جنسیتی اپارتاید په باره کې به زباني شور او غوغا وي، خو بندیزونه او تحریمونه به نه راځي. که طالبان د غرب د ستراتیژۍ په مقابل کې ودریږي، نو بیا به تروریزم پسې ډرونونه راشي او داعش به هم د طالبانو لپاره پوځي او ایدیلوجیک تهدید وګرځي او ملل متحد به نوي بندیزونه تحمیل کړي.
روسیه او منځنۍ اسیا
روسیه او چین افغانستان او پاکستان کې وسلوال د ځان لپاره ګواښ بولي
بلې خوا ته روسیه هم په مرکزي اسیا کې د خپلې هژمونۍ د تامین د لوبې زوړ لوبغاړی دی. د ۲۰۰ کلونو نه زیات وخت یې مرکزي اسیا د خپل اشغال لاندې ساتلې ده. په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته که څه هم د مرکزي اسیا پنځه جمهوریتونه په ظاهري توګه په ازادو مملکتونو بدل شوي دي، خو په دوی کې اکثر د تروریزم پر ضد مبارزه کې په روسیې اتکا کوي او د روسیې سره نږدې اقتصادي او کلتوري اړیکې هم لري.
روسان او چینایان په طالبانو باندې د ډالرو د باران د تنظیمولو په کار کې له امریکا سره د سیالۍ جوګه نه دي، خو دوی په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدلو سره د خپل ژور تشویش سره سره د طالبانو د واکمنۍ هر کلی په دې وجه وکړ، چې د افغانستان څخه د امریکايي قواوو اخراج د هغوي تر ټولو غټه موخه وه.
چین او روس تلاش کوي چې د سیاسی ژستونو (gestures) په وسیله د طالبانو امرت راضي وساتي، نو ځکه چین په بیجنګ کې د طالبانو سفیر ته موقع مساعده کړه چې هغه پر سره تشریفاتي قالین د پاسه ولاړ شي او خپل سفارتي اسناد د چین د ولسي جمهوریت زعامت ته وړاندې کړي. دا هغه کار دې چې د طالبانو د امرت لپاره د نړۍ بل یو هیواد هم نه دی کړی.
جالبه دا ده چې تر څو کاله وړاندې له طالبانو سره د ارتباط د تامین لپاره د چینایانو ټوله اتکا په پاکستان وه، چین اوس د تیرو دریو کلونو د ترخې تجربې په رڼا کې د پاکستان نه ډیره توقع نه لري.
چین غواړي له طالبانو سره د نیغ په نیغه تجارتي او مالي اړیکو له لارې هفوی دې ته وادار کړي چې د ټوپک په ځای د مالیاتي حساب کتاب راجستر په لاس کې واخلي، خو داسې نه ښکاری چې چینایان به په نزدې راتلونکي کې د دغه هدف په ترلاسه کولو کې بریالي شي.
که طالبانو کې لږ ډیر بدلون را هم شي نو داعش د پاکستان او افغانستان څخه د چین د ویستلو د یکي یوې نکتې د اجندا سره په صحنه کې موجود دی.
روسیه هم د طالبانو د امرت د راضي ساتلو لپاره د هغوی نوم د ترورستانو د لیست نه اوباسي او پر هغوی لګیدلي بندیزونه اوچتوي.
البته د روسیې د دفاع وزارت او د هغوی پوځي جنرالان بیا بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودیت او فعالیت په خطر تشویش څرګندوي، خو د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف د خپلو جنرالانو برعکس د طالبانو صفتونه کوي. روسیه د مرکزي اسیا جمهوریتونه هم د طالبانو سره د ښو اړیکو د ساتلو لپاره تشویقوي.
چین او روسیه په دې خبره پوهیږي چې په افغانستان کې د دولتي نظام سقوط او د تروریستي سازمانونو تبارز د دې لپاره شوی چې له یوې خوا د چین د کمربند او لارې د عظیمې اقتصادي او ستراتیژکې پروژې مخه ونیول شي او له بلې خو د اوکراین د جنګ په څنګ کې روسیې ته په مرکزي اسیا کې د جنګ دویمه جبهه پرانستل شي. د طالبانو جامد دریځونه او د ټي ټي پي، داعش او د ځینی نورو ترهګر سازمانونو مخ په زیاتیدونکي فعالیتونه ښايي چې د افغانستان نه چاپیره اوضاع به د روسیې او چین د خواهشاتو او غوښتنو سره سم پاته نه شي.