افغان لوبغاړي اصف اخلاقي د سوېس د تکواندو اتلولي وګټله

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې پخواني غړي اصف اخلاقي د سوېس د تکواندو اتلولي وګټله. اخلاقي وتوانېد، چې د لویانو په کټګورۍ کې د ۶۸ کيلو ګرامه وزن کې خپلو ټولو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام وګتي.