د طالبانو د چاپیریال ساتنې مشر:نړۍوال په چاپېریالي مسالو کې له افغانستان سره همکاري نه کوي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر وایي، چې نړۍوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي. حافظ عزیزالرحمان دغه خبرې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف او د غه سفارت له سلاکار تاریل اسماعیلوف سره په کتنه کې وکړې.