کریم خرم: افغانستان کې سترې جیوپولیټیک سیالۍ د سړې جګړې په شکل روانې دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس وایيو افغانستان کې سترې جیوپولیټیک سیالۍ د سړې جګړې په شکل روانې دي. کریم خرم زیاتوي، «که نړۍ طالبان په رسمیت و نه پېژني، نړیوالو سازمانونو کې حضور و نه لري او په ترهګریزو ګروپونو کې دوامدار پاتې شي، دا سړه جګړه به په نیابتي جګړو بدله شي.»