• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ظاهر اغبر: تاجکستان کې هغو افغان ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیا برابروم چې مالي توان نه لري

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۳ GMT+۱

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت سفیر ظاهر اغبر وایي: «هغو زده‌کوونکو ته د وړیا زده‌کړو اسانتیاوې برابروم چې مالي توان نه لري او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.» ورته مهال د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز زر ورځې بشپړې شوې.

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت سفیر ظاهر اغبر نن پنج شنبه د (غبرګولي ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو هغو زده‌کوونکو ته د وړیا زده‌کړو اسانتیاوې برابروي چې مالي توان نه لري او غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
دغه افغان ډيپلوماټ وايي، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې یې د افغانانو هغه ښوونځی چې د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ و د سفارت مرکزي دفتر ته لیږدولی او اوس هم فعالیت کوي.
هغه وايي، د دغه ښوونځي د زده‌کړو بهیر د لا ښه والي لپاره یې د ښوونکو د زیاتولو اعلان کړی و چې یو لوی شمېر افغان ښوونکي ورغلي او ښوونې او روزنې په برخه کې یې د مرستې چمتووالی ښودلی.
ښاغلي اغبر په خپله ایکس پاڼه په دوشنبه کې د افغان سفارت په انګړ کې د هغو افغان ښوونکو انځورونه خپاره کړي چې د وړیا ښوونې لپاره یې چمتووالی ښودلی.
یو شمېر بهر مېشتو افغان فعالان پر افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز د ۱۰۰۰ ورځو له پوره کېدو سره د (اقراء) په نامه کمپاین پیل کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د افغان نجونو لپاره دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

ډېر لیدل شوي

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»
۱

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۲

ایران د سلګونو پخوانیو افغان پوځیانو د استوګنې موده نه ده غځولې

۳

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۴

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۵

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې