پوتین: که اوکراین له څلورو سیمو خپل ځواکونه وباسي، مسکو به اوربند وکړي

د روسیې ولسمشر وايي، که اوکراین له هغو ۴ سیمو پوځ وباسي چې مسکو یې خپلې بولي او هم په ناټو کې له غړیتوب تېر شي کرملین به اوربند او خبرې ور سره پیل کړي. د سولې لپاره د اوکراین له غوښتنو سره په ټکر کې د پوتین دا شرطونه د سویس د سولې کانفرنس په درشل کې دي چې مسکو ور بلل شوی نه دی.