حکمتیار: با شعوره او روڼ اندي کسان د ښځو د حقونو او د دوی د تعلیم د مخالفانو ملاتړ نه کوي

د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو له نوم اخیستو پرته وایي، چې با شعور او روڼ اندي کسان د ښځو د حقونو او د د دوی تعلیم د مخالفانو ملاتړ نه کوي. حبیب الرحمان حکمتیار زیاتوي، د اسلامي نړۍ رښتیني علماء او لوستي مخور شخصیتونه داسې حالت نه غواړي چې ملت یې د مشورې او پرېکړې حق ونه لري.