د روسیې استازی: له طالبانو سره له خبرو پرته سوله او ټیکاو ناشونی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې استازي د سه شنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې دایمي سوله او ټیکاو ناشونی دی، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې. ایوګیني ویکتوروف په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.





