د پاکستان استازی: طالبان باید د نجونو او مېرمنو د زدهکړو لپاره جدي او بېړني ګامونه واخلي

د پاکستان استازي د سه شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلی بندیز او له کاره د افغان مېرمنو راګرځولو اسلام اباد سخت نهیلی کړی دی.