پوتین د شمالي کوریا له سفر وروسته ویتنام ته ورسېد

د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د خپل سفر له پای ته رسولو وروسته، د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱ مه نېټه ویتنام ته ورسید. په پام کې ده چې ولادیمیر پوتین د ویتنام په پلازمینه هانوی کې د دغه هیواد له کمونیسټو مشرانو سره خبرې اترې وکړي.