د حج مراسمو پر مهال د تودوخې له امله د مړو شویو حاجیانو شمېر ۹۲۲ تنو ته لوړ شو

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې راغلي، چې په مکه کې د حج په مراسمو کې د تودوخې له امله د مړو شویو حاجیانو شمېر ۹۲۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۶۰۰ حاجیان مصریان دي.