طالبان: ډېر ژر به له سعودي څخه د افغان حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ پېل شي

د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت وایي، چې په مکه مکرمه کې د حج مناسک په ښه توګه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به د افغان حاجیانو د راتګ لړۍ پیل کړي. دغه وزارت وايي، د ۳۰ زرو حاجیانو د بېرته راتګ لړۍ به له مکې مکرمې څخه پیل کړي.