• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۹ لکه ماشومان له وژونکې خوارځواکۍ سره مخ دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په افغانستان کې د ماشومانو پر خوراکي خوندیتوب د اقلیم د بدلون د اغېز په اړه خبرداری ورکړی. یونیسف اټکل کوي، چې دا مهال په افغانستان کې تر اته لکه ۷۵ زرو زیات ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په وژونکې خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې په اپریل میاشت کې د سختو بارانونو له امله د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکو خپل هر څه له لاسه ورکړي دي.

یونېسف زیاتوي، چې د خوړو او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی هغه څه دي، چې ماشومان ناروغوي او بیا دغه ډېری ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان د اقلیم د بدلون د اغېز په وړاندې اووم ډیر زیان منونکی هېواد دی، په داسې حال کې چې دا هېواد په نړۍ کې د ککړتیا تر ټولو ټیټه کچه لري.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي په کرڼې متکي دي، خو پرله پسې طبیعي پېښې د کورنیو په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې پر تغذیه مستقیمه اغېزه لري.
یونېسف په خپل راپور کې وايي، چې د وروستیو څو کلونو له زلزلې او وچکالۍ وروسته ویجاړوونکو سېلابونو په افغانستان کې د خوراکي توکو د سرچینو له منځه تللو ګواښ رامنځ ته کړی دي.

د یونېسف په وینا په تیرو څو اونیو کې د افغانستان په لویدیځو او شمالي ولایتونو کې د ناڅاپه سېلابونو له امله څه باندې ۷۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۵۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
همدارنګه د ماشومانو د ساتنې د دې موسسې د راپور له مخې، په بغلان کې وروستیو سېلابونو ۳۰۰۰ کورونه نړولی او ۲۲۰ نور یې ټپیان کړی او ۱۵۰ تنه یې وژلي دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۵

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»