• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د استانبول په ناسته کې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په استانبول کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله نرګس هورخش وايي چې طالبانو له پاکستان سره په خبرو کې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی. نوموړې د باخبره سرچینو له قوله وویل چې پرون د طالبانو پلاوي په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو شته والی رد کړ. نن د خبرو اترو درېیمه ورځ ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ټي ټي پي ځواکونو د حضور د ردولو په ځواب کې، پاکستاني پلاوي په ناسته کې د وژل شویو جنګیالیو د جسدونو انځورونه وړاندې کړل، چې د افغانستان تذکرې هم ورسره مل وې.

د افغانستان انټرنشنل خبریالې وویل چې طالبانو ددې اسنادو ځواب نه دی ورکړی.

هغې دا هم وویل چې د استانبول د خبرو اترو منځګړو او کوربه هڅه وکړه، چې د ښه ګاونډیتوب اړیکو او سیمه ییز ثبات د رامنځته کولو لپاره د دې ډلو د ملاتړ د بندولو اړتیا په ګوته کړي.

د طالبانو سرچینې وايي، چې ددوی پلاوي په ناسته کې د جنګیالیو د نه ملاتړ له مسالې سره موافقه کړې، خو له دې ډلو سره له مخامختیا یې ډډه کړې ده.

اسلام اباد پرله يسې تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالبان دا ډول تورونه ردوي او وايي، دا د پاکستان داخلي مساله ده.

د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو دوهم پړاو د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، په استانبول کې د دریمې ورځې لپاره دوام لري.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د خپلو سرچینو له قوله وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنخ د استانبول په روانو مذاکراتو کې پر ډیری مواردو هوکړه شوې او ټاکل شوې، په یو څو محدودو موضوعاتو هم د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي.

ددغو سرچینو په وینا، ټاکل شوې د خبرو اترو په پای کې د اوربند غځېدو، د لارو خلاصون، د زندانیانو د خوشې کېدو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای د ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د طالبانوسرچینې اټکل کوي، چې دغه مذاکرات به نن شپه تر ناوخته وغځیږي.

د خبرو اترو لومړی پړاو د تلې په ۲۶مه په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو او استخباراتو مشرانو په کچه ترسره شو، چې په پایله کې یې یو تړون لاسلیک شو.

د استانبول په خبرو اترو کې د رحمت الله نجیب په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیز پلاوي ګډون کړی، چې په قطر کې د طالبانو استازی سهیل شاهین، د طالبانو یو پیژندل شوی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس نور احمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نور الرحمن نصرت، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پکې شامل دي.

د پاکستان اووه کسیز پلاوی د ډیپلوماتانو او د استخباراتي ادارې له غړو جوړ دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اتریش له فنلنډ سره د افغانانو د اخراج بهیر پر پلي کولو غږیږي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنرد دوشنبې په ورځ په هلسینکي کې له خپلې فنلنډۍ سیالې ماري رانتانن سره ګوري. د خبرو اترو تمرکز به پر دې وي چې څنګه افغانسان او سوریې ته د اخراج پروسې عملي شي.

فنلنډ د اتریش او نورو ۱۸ اروپایي هېوادونو ترڅنګ اروپایي کمېسیون ته پر یوې لیکنې لاسلیک کړی او افغانسان ته د اخراج د عملي کولو په تړاو د یوه «غښتلي اتحاد» برخه دی.

اتریش یوازې څو ورځې وړاندې د اروپا لومړی هېواد و چې یو محکوم «جنسي مجرم» یې کابل ته وشاړه.

افغانستان او سوریې ته د نورو کسانو د شړلو چارې اوس ددغه هېواد د پناه غوښتنې فدرالي دفتر له خوا تنظیمیږي.

کارنر په اعلامیه کې ویلي: «اروپایي اتحادیې ته قوي اتحاد په کار دی، چې د افغانسان او سوریې په څېر هېوادونو ته اخراج عملي کړي اود پناه غوښتنې یوه سخته او منظمه تګلاره یقیني کړي».

کارنر غواړي د فنلنډ-روسیې پوله وګوري او د پولې د خونديتوب لپاره د شته تدابیرو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.

کارنر وویل: «فنلنډ د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ساتنې لویه مرسته کوي، چې په تېرو کلونو کې د غیرقانوني مهاجرت له لارې د هایبرډ جګړې ډګر ګرځېدلې. له دې سره باید په پوره توګه مقابله وشي».

ترکیه په نږدې راتلونکي کې له هرات کونسلګرۍ نه افغانانو ته د ویزو خدمات پیلو

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د ترکیې نوي کونسل توزجان قاضي اوغلو ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر د هرات له کونسلګرۍ د افغانانو لپاره د وېزو ورکول پیل کړي. نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي احمدالله متقي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، توزجان اوغلو ویلي چې د ترکیې د نوې کونسلګرۍ د ودانیزو چارو له بشپړېدو وروسته به د وېزو ورکولو لړۍ پيل شي.

د هغه په وینا، ترکیه د افغانستان له خلکو سره د کلتوري او سوداګریزو همکاریو پراخېدو ته چمتو ده او هڅه کوي د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د علمي او دیني تجربو تبادله هم زیاته کړي.

اوغلو همداراز ویلي، ترکیه به د افغان محصلانو لپاره د تحصیلي بورسونو شمېر زیات کړي.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د بلخ والي ویاند وايي چې د یاد ولایت والي یوسف وفا د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان ترمز ښار ته لاړ. د هغه په ​​وینا، ټاکل شوې د طالبانو د بلخ والي د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د سرحدي، سوداګریزو او ټرانزیټ مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو بلخ د والي ویاند عطاء الله زید نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۵مه وویل، چې د دولتي ادارو یو شمېر مشران هم په دغه سفر کې د یوسف وفا ملتیا کوي.

د سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي خو د بلخ والي د ویاند له خواخپره شوې ویدیو کې ښکاري، چې یوسف وفا له یوه موټریز کاروان سره د ازبکستان خاورې ته داخل شوی.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا له دې مخکې تاجکستان ته په رسمي سفر تللی و او په دوشنبه کې یې ددغه هېواد د استخباراتو له رییس او یو شمېر نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې وې.

طالبانو پکتیا کې یو شمېر روغتیایي کلینیکونه د شفري نسخو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دوی څارونکو ډلو د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې څلور کلینیکونه او یو لابراتور تړلی دی. دغه وزارت وایي، ناروغانو ته یې شفري نسخې ورکړې وې او ناقانونه فعالیتونه یې کول.

د (لړم ۵مه) د‌ طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خصوصي روغتونونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه؛ څو د دوی له اصولو او مقرراتو سره سم فعالیتونه وکړي. نه یوازې په پکتیا بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ناروغان د خصوصي روغتونونو د باکېفیته خدمتونو له نشتوالي او د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو ورکړې په تړاو شکایتونه لري.

که څه هم طالبان په دې تړاو د اقداماتو خبرې کوي؛ خو څه موده وړاندې د ننګرهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې له دې ستونزو شکایت کړی و او د ځینو ډاکټرانو له لوري لیکل کېدونکې شفري نسخې یې هم شریکې کړې وې.

د معلوماتو له مخې؛ یو شمېر ډاکټران خپل درملتونونه لري او یا هم د درملو له ځینو شرکتونو سره قراردادونه لري، چې له همدې کبله ناروغان د شفري نسخو لیکلو له امله اړ باسي؛ څو د دوی له درملتونونو نه درمل واخلي. شرکتونه او درمل پلورونکي د دې چارو په بدل کې یو شمېر ډاکټرانو ته کمېشن ورکوي او همدا راز ورته بېلابېلې جایزې او سفرونه هم تنظیموي.

ندامحمد ندیم وايي، د علمي کچې لوړېدو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه پیلوي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي، په هېواد کې د علمي ودې په موخه بېلابېلو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه پیلوي. هغه هلمند ته د سفر پرمهال زیاته کړې، چې پر یو شمېر نورو تحصیلي فرصتونو هم کار کوي.

د ندیم په خبره؛ د افغانستان د ښوونیز نظام ټول درسي مواد او ښوونیز سیستم د «اسلامي او افغاني فرهنګ» له مخې تنظیم شوی دی. د نوموړي په وینا؛ د طالبانو اداره د خپلو ټولو علمي ژمنو په پوره کولو ټینګه ولاړه ده او د علومو په برخه کې د خپلو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

هغه دا هم وویل، چې وزارت به ډېر ژر د «علمي پرمختګ» لپاره نوې طرحې او پروګرامونه پيل کړي؛ خو دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پر کابل واکمنې ډلې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. دغه ډله په نړۍواله کچه د اسلامي هېوادونو له لوري پر دې کړنه غندل شوې او یادو هېوادونو دغه کړنه له «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې عمل یې بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و، چې دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو په اړه هېڅ ډول ژمنه نه‌شي کولای. همداراز په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده‌‌کړو وزارت ۶۷۹ علمي کتابونه او درسي مواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د لوست او تدریس لپاره منعه اعلان کړي دي.