• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هلمند تاریاک؛ هلمندي کروندګر د تاریاکو د یو بل فصل لپاره د کروندو په تیاريو بوخت دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د هلمند يو شمېر کروندګرو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې دوی د کوکنارو د کر یو بل فصل ته تیاری نیسي او کروندې ورته اماده کوي. دغه کروندګر او تارياک پلورونکي وايي، چې د پلور لوی بازارونه بند شوي؛ خو اوس کاروبار له کورنو څخه مخ ته وړي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په هلمند کې د تاریاکو له کروندګرو او پلورونکو سره تازه خبرې کړي دي.

دوی وایي، چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د کوکنارو پر کښت، پلور او قاچاق د بنديز سره - سره د هلمند په سنګین، موسی کلا، ديشو، مارجه ولسواليو او یو شمېر نورو سېمو کې کروندګر د «مني موسم» لپاره د کوکنارو یو بل نوي فصل ته تیاری نيسي.

علي محمد او حاجي شېر چې په سنګين ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې لري وايي، چې يوه میاشت مخکې يې د پسرلي موسم د کوکنارو حاصلات ټول کړي او د مني موسم لپاره د کوکنارو د نوي تخم لپاره کروندې اماده کوي.

هغوی زياتوي: «د جنوبي ولایتونو په خاصه توګه د هلمند په ولسوالیو کې د کوکنارو کرنه د هوا له امله توپير لري، همدا شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ډېری سیمو کې د کوکنارو حاصلات ټول شول. له اوس څخه ډېری خلک د مني موسم د کوکنارو لپاره ځمکې جوړوي او په نږدې دوو اونیو کې د کوکنارو نوي فصلونه کرل کیږي.»

د دوی په خبره، چې په ډېرو سېمو کې ځايي اوسېدونکو د کوکنارو له کښتونو ګېرچاپېره دېوالونه جوړ کړي او يا يې هم په کورنو کې کرلي دي.

دوی زياتوي، چې د کوکنارو د تېر فصل پر مهال په ډېری سیمو کې کروندګرو سیمه ییزو طالبانو ته د کوکنارو د حاصل نیمه برخه ورکړې تر څو هغوی یې کروندې خرابې نه کړي او له کمپاین څخه یې پټ وساتي.

100%
د هلمند د سنګين ولسوالۍ په يوه کور کې د تارياکو پلور

که څه هم په هلمند او نورو جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کر کچه نه ده معلومه؛ خو د اټکل له مخې له دېرش څخه تر څلوېښت سلنه خلکو په کمه اندازه کوکنار کرلي وو؛ خو د کروندګرو په خبره راتلونکی کال بیا تر پنځوس سلنه ډېر خلک په پام کې لري، چې کوکنار وکري.

د سنګين ولسوالۍ د تارياکو د پلور بازار «شرافت بازار» د تړلو پر مهال ځايي طالب استخباراتو خلکو ته ويلي وو، چې دوی د تاریاکو د پلټنو لپاره د خلکو په کورنو کې د تالاشۍ اجازه نه لري او کولی شي، چې تاریاک په خپلو کورنو کې پټ وساتي.

حاجي ولی شاه چې د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی او د تاریاکو د پلور کاروبار لري وايي، چې د بازارانونو او عمومي لارو په بندېدو اوس دوی دغه چارې په خپلو کورنو کې مخ ته وړي او پر فرعي لارو یې له یوه ځايه بل ته انتقالوي.

هغه زياتوي: « موږ اوس د تاریاکو کاروبار په خپلو کورنو کې تر سره کوو او په لویو سوداو اکثره سیمه ییزه طالبان هم خبر دي، موږ ته ویل شوی، چې پر عمومي لار او د تلاښيو مرکزونو تګ راتګ ونه کړو.»

د نوموړي په خبره، چې د همدې بنديزونو له امله د تارياکو بيې پر پخواني حالت ولاړې دي او د تاریاکو د يوه افغاني من بيه له ۴ لکو کالدارو څخه تر ۹ لکو کالدارو پورې ده.

100%
د هلمند د تاریاکو د تېر فصل حاصل

څه موده مخکي ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې له افغانستانه په خپل یوه راپور کې لیکلي وو، چې د کوکنارو او نورو نشه ‌یي توکو د بیې له لوړېدو سره افغان کروندګر د کوکنارو د پټو کښتونو په لټه کې دي.

د ټېلګراف په وینا؛ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یو کیلو تریاکو بیه له ۳۰ پونډو څخه تر ۸۰۰ او ۱۰۰۰ پونډو پورې لوړه شوه چې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي ترې ګټه پورته کوي.

تېره مياشت د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نشه يي توکو پلورنکي د اعتراض په ډول راټول شوي وو او له طالبانو څخه یې د هغه بازار د بیا پرانيستلو غوښتنه کړې، چې شل کاله د طالبانو د عایدو سرچینه بلل کېده.

خو طالبانو یې غوښتنه ونه منل او دا بنديز يې د خپل مشر د امر عملي کول ياد کړه.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کروندګرو یې ۴ فصله تاریاک ټولوي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه