• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو امر کړی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت امر کړی، چې په خېبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ټول کمپونه باید په بېړني ډول وتړل شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه پرېکړې له مخې په کمپونو کې مېشت افغان کډوال اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو هغه پنډغالي چې په ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، مانسهره، چارسده او مالاکنډ سیمو کې جوړ شوي وو، اوس تړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د یوې رسمي لیک له لارې د خېبرپښتونخوا له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د دغو کمپونو ځمکې د حکومت ملکیت وګرځوي او په دې سیمو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، د پنجاب ایالت چارواکو هم په ورته وخت کې د هغو افغانانو د اېستلو د درېیم پړاو پيل اعلان کړی، چې په پاکستان کې غېرقانوني مېشت دي. د دې پړاو په لړ کې د هغو افغانانو د پېژندنې چارې روانې دي چې بې له قانوني اسنادو یا د اقامت له مهلت تېرېدو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو تړل کېدل د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو تازه نښه بلل کېږي. دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې د اکټوبر په ۱۰ د پاکستان جنګي الوتکو پلازمېنه کابل او ځینې نور ولایتونه په نښه کړل، تر دوه ساعتونو چوپتیا وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ کې په یوه لنډ متن کې په کابل کې چاودنه تایید کړه او ادعا یې وکړه، چې «په کابل ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د تشویش وړ نه دي او خیریت دی.»

له پېښې نږدې ۱۵ ساعتونه وروسته دې ډلې د دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي وو چې پاکستاني هوايي ځواکونه د کابل هوايي حریم ته ننوتلي او دا یې غندلې وه.

بلخوا، دوه شپې وروسته د اکټوبر په ۱۲مه بیا طالبانو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې ادعا یې کوله، دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په څو ځایونو کې د پاکستان په سرحدي پوستو برید کړی، دا برید یې د هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په پار کړی، څو پوستې یې نیولي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. برعکس، د پاکستان حکومت د شخړې تاییدولو سره ادعا وکړه، چې دوی د طالبانو څو پوستې نیولي او یو لوی شمیر طالبان یې وژلي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان له ستوني؛ په افغانستان کې د واکمنۍ‌بدلولو ځګېروی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان تر زېږون وروسته، ښايي دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.د خبرونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري!»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي نه دي، چې ولې افغانستان له هغې واکمنۍ ازادول غواړي، چې د دوی د پوځي استخباراتو مشر یې بریا په کابل سرینا هوټل کې د چایو په پیاله ونمانځله؟

د واک ته رسېدو پرمهال یې په ټول پاکستان کې مېټایان وېشل کېدل او مبارکیانې یې یوبل ته ویلې؟ څه پېښ شول؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا کې د «ریښتیني حکومت» تعریف هم نه‌شته.

د دغه وزارت په یاده ځګېروېجنه جمله کې څو ځایونه د بحث و تأمل وړ دي، خو تر دې مخکې، راځئ وګورو، چې داسې څه ولې نوي ښکاري؟

هسې خو د ډاکترنجیب الله د حکومت او ملګرو ملتونو د پلان په وړاندې د ۱۳۷۱ لمریز کال له کودتا رانیولې تر نن پورې په ټولو جګړو، حکومت ړنګونو او ناورینونو کې د پاکستان مخامخ یا نامخامخ لاس له ورایه ښکاري. خو د دغه هېواد له یوه رسمي ارګان څخه په دغه صراحت په افغانستان کې د واکمنۍ د اړولو هیله څرګندونه نوې پېښه ښکاري.

څه موده مخکې د افغانستان یو شمېر سیاسي تنظیمي څېرې په اسلام‌اباد کې سره راغونډې شوې، چې دې راټولېدنې د بشپړ اکثریت افغانانو غوسه راوپاروله. غوسه پر دې نه‌وه، چې ولې افغان سیاسیون سره راټول شوي، بلکې خلک یې د راټولېدو پرځای (اسلام‌اباد) غوسه وو. د افغانانو په تاریخي حافظه او عامه ذهنیت کې دا په یوه پوخ باور بدله شوې کلیشه Stereotype دی، چې افغانستان ته له پاکستان څخه له شر او بدۍ پرته بل څه نه‌راځي.

دا لکه لمر څرګنده ده، چې افغان ولس له اوسنۍ استبدادي واکمنۍ څخه بېزاره و ستومانه دي، خو ان د همدغې واکمنۍ په وړاندې سیاسي یا پوځي مبارزه هم د پاکستان له لارې نه‌غواړي. په افغانستان کې اوس تر ټولو بدنامه او خطرناکه ټاپه د پاکستانیت او پاکستان‌دوستۍ ده. د کابل د واکمنۍ په وړاندې د وسلوالو مخالفانو لپاره لا پخوا پاکستان د ځای او امکاناتو ورکولو لپاره شین څراغ ښوولی وو، خو په دې اړه د افغانستان د خلکو حساسیت ښايي یو لامل و، چې دغو ډلو ډلګیو هلته د ځای ځایګي غوره کولو ته زړونه ښه نه‌کړل.

ښايي پاکستان په دې خبر نه‌وي، چې دا ځل یوازې په افغانستان کې د حکومتونو د ادلون بدلون خبره مطرح نه‌ده، بلکې کیسه یوڅه لویه ده. هر بدلون به په دومره لویه جغرافیا کې پېښيږي، چې پاکستان یې هم له تاوه خوندي پاتېدلای نه‌شي. د نړیوالو زبرځواکونو ستراتيژیکې سیالۍ اوس داسې دي، چې په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو ځای‌پرځای کېدل یې د لومړي پړاو په توګه تر افغانستان زیات پاکستان پر اور اړولی دی. پاکستان ښايي خبر وي، چې دا یوازې پاکستاني طالبان نه‌دي، چې پاکستان ګواښي، بلکې د داعش و القاعدې په ګډون هلته درجنونه نورې ډلې هم هلته ځای‌پرځای شوي، چې نړیوالې موخې و اجنداوې لری. پاکستاني پوځ و حکومت نور په هغه سېک کې نه‌دی چې دوی د هېند او افغانستان په وړاندې وجنګوي او پخپله یې له شتون څخه ګټه پورته کړي. اوس په ریښتیا دغه دیو له بوتل څخه راوتلی دی.

پاکستان ولې وارخطا دی؟

هیندوستان، چین، روسیه و ایران د خپلو ګټو لپاره په چټکۍ سره پر افغانستان واکمنې ډلې ته نږدې کیږي. په هیند کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر هرکلي د پاکستان پوستین ته سپږه ورخوشې کړې ده، په تېره بیا چې پاکستان په دې هم پوهیږي، چې پر واکمنو د سیاسي پانګونې یوه پټه سیالي د انګریز – امریکايي ټلوالې له لوري له یوې‌خوا او د روسيې، چین، هیند، ایران او ان منځنۍ اسیا د ټلوالې له لوري له بلې‌خوا په شدت روانه ده. ټول غواړي کابل ته نږدې شي. امریکاضد ټلوالې په دې برخه کې نوې تیوري رامنځته کړې ده، دوی وايي: پرکابل واکمن که هرڅوک دي، خو که امریکا یې زموږ په وړاندې کارولی شي، موږ یې چې په ګاونډي کې پراته یو، ولې یې د ځان په ګټه ونه‌کارولای شو؟ روسیې خو له ډېرې بېړې د لومړني او یوازیني هېواد په توګه دغه واکمني لا په رسمیت هم وپېژندله، هیندوستان خپل مناسبات تر سفارتي بریده لوړ کړل.

هیند له هر کابل میشتي حکومت سره مناسبات غواړي او که دا حکومت د پاکستان ضد وي یا د پاکستان د ضدیت اکټ وکړلای شي، خو نورعلی نور.

دا چې د دې واکمنۍ په اړه د افغانستان خلک څه نظر لري؟ د ښځو حقوق او په لوی سر کې بشري حقونه څنګه کیږي؟ په دې اړه هیڅوک څه نه‌وايي. یویشتمه پېړۍ ده او سیاستونه له اخلاقو، ارزښتونو او عواطفو تش دي.

په دې لویو سیالیو کې پاکستان بې‌برخې و سرګردان پاتې دی. هغه پاکستان چې اوس نو د دې سیالیو د یوه لوري له خوا هم کومه ټيکه اخیستلای نه‌شي، بلکې خپله خاوره یې هم د دې سیالیو په اور کې سوزي.

پاکستان د لوبې دې پېچلتیا ته دومره وارخطا دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.

دپاکستان دا هیله به ځکه یوازې هیله پاتې شي، چې:

اول: په افغانستان کې د حکومت بدلول یا ساتل اوس نو د پاکستان تر توانه پورته خبره ده.

دویم: د پاکستان د تېرې نیمې پېړۍ چلند افغانانو ته داسې تجربې پریښي، چې که مري هم، د پاکستان له لاس څخه د ژوند اوبه نه‌څښي.

درېیم: حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې هر حکومت هغه وخت مشروعیت موندلای شي، چې د رامنځته‌کېدو اراده یې د افغانستان ملت کړې وي. د یوه ملي اساسي قانون له مخې یې ټاکلی وي او پر هغه د نظارت مسئولیتونه او صلاحیتونه یې معلوم وي.

که په افغانستان کې حکومت بدلیږي، نو ښايي دا هڅه د افغانستان ملت وکړي، پر ته له دې چې داسې یوه هڅه له پاکستان، ایران یا بل هېواد څخه راوتپل شي. د افغانستان ولس به ژر یا روسته خامخا دا کار کوي، په تېره بیا که ولس ډاډمن شي، چې استبدادي واکمنۍ په پاکستان کې د بیا ځلې پناه‌اخیستنې و ځالې جوړونې امکانات بایللي دي.

پاکستان ښايي اوس پوهېدلای وي، چې ستونزه د ده په چلند کې ده. تر هغو چې پاکستان د افغانستان په وړاندې د ستراتيژيک عمق او Forword Policy یا راڅښېدونکي وړاندې راتللو سیاست بدل نه‌کړي، په ارګ کې هره واکمنۍ به یې په دوښمنو بدلیږي، ولو که د دوی له مدرسو څخه فارغان هم وي.

پاکستان په تېره نیمه پېړۍ کې په ډلو ډلګیو او افغانستان ضد وسله‌والو پانګونه کړې ده. هیڅکله یې د افغان ملت او ملي – مشروع حاکمیتونه باور وړ بللي نه‌دي ، ځکه خو پاکستان دوښمني اوس په افغانستان کې د ملي فکر زړی جوړوي.

پاکستان د افغانستان په ضد پنځوس کاله نړیوالې جګړې په ټېکه اخیستي او ځان یې پرې پړسولی، په دې لوبه کې یې د پينځو نسلونو په ګډه تاریخي حافظه کې د ځان په وړاندې د دوښمنۍ او بدبینۍ سونامي راپاڅولې ده، چې اوس یې خپله هم په چاره نه‌پوهیږي.د پاکستان پوځي واکمنو هغه خونړي جنګونه او ظلمونه چې تر ډیورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو پرضد کړي، هاغاړه یې د افغانانو لپاره طبیعي او هویتي همدردي پیاوړې کړې ده. ځکه خو په دې سیمو کې نه پاکستاني پوځ خوندي دی او نه یې پولیس.

پاکستان په تېرو پینځو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې د خپلې دوښمنۍ سیاست د دین تر څادر لاندې پرمخ وړ، ځان ته يې د اسلام کلا ویل او هره ډله یې افغانستان ته د جهاد په نامه رااستوله. اوس نو کیسه سرچپه شوه، نه یوازې دا چې د شته واکمنو په وړاندې له دې حربې څخه ګټه اخیستلای‌نه‌شي، چې پخپله هم د جهادي او دیني دوښمنۍ څخه کړیږي. داسې دوښمني، چې له خپلو مدرسو یې فارغان دي او تکفیر کولای یې هم نه‌شي. د پاکستاني طالبانو مدرسې او استاذان د پاکستان په سیاسي بنسټ (اسټبلېشمینټ) کې خورا مهم ځای لري.

پاکستان اوس په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره نه د تکفیر وسله کارولای شي او نه هم د لرو برو افغانانو ترمنځ کوم اعتبار ورپاتې دی.

پاکستان له ډېرې ناهیلۍ او وارخطايي څخه په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون غوښتنه کوي، خو ښايي په دې پوه شي، چې که د ملت په اراده هر مشروع او ملي حاکمیت راشي، د پاکستان په وړاندې به یې ترهغو ذهن و نظر بدل نه‌شي، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل چلند بدل کړی نه‌وي.

کرزي او عبدالله د طالبانو او پاکستان پر نښتو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۰ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو تراوسه د طالبانو او پاکستان پر وروستیو نښتو غبرګون نه دی ښودلی. څو ورځې وړاندې طالبانو د پاکستان د هوایي بریدونو په ځواب کې پر ډیورنډ کرښه پاکستانۍ پوستې په نښه کړې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شنبې ورځې له نښتې وروسته یو شمېر افغان سیاستوالو غبرګونونه وښودل، خو ځینو افغان سیاستوالو په دې تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته وویل، سره له دې چې له طالبانو سره ژور سیاسي اختلافات لري، خو د پاکستان خلاف یې بریدونه ملي مسوولیت دی.

هغه وویل، چې د خاورې دفاع د هر افغان ملي دنده او وجیبه ده.

خو د ولسمشر پخواني مرستیال احمد ضیا مسعود افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شوې مقاله کې پر افغانستان د پاکستاني بمباریو پړه پر افغان طالبانو واچوله او پاکستان ته یې هېڅ ښکاره ګوته ونه نیوله.

هغه وايي، چې طالبان په افغانستان کې بهرني جنګیالي د فشار د وسیلې په توګه ساتي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه، د تلې ۲۲مه د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه له پاکستان نه ډېره مشره او د برتانوي استعمار میراث دی، خو وايي، افغانستان او پاکستان باید دې مسالې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.

طالبانو د تلې پر ۱۹ وویل چې نږدې لس بجې یې په ۷ولایتونو کې د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني پوستو باندې بریدونه وکړل او شاوخوا ۲ساعتونو دې جګړې دوام وکړ. طالبان وایي، دغه بریدونه یې پر کابل د اسلام اباد د وروستيو هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه کړي دي.

طالبانو وویل په دې بریدونو کې یې شاوخوا ۵۸ پاکستاني سرتیري وژلي دي او ۹ تنه طالبان وژل شوي دي خو پاکستان یوازې د ۲۳ پاکستاني سرتیرو وژل کېدل تایید کړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې غبرګون ښودلی و.

متقي: نر نشته چې په ټول افغانستان کې دې یو څاڅکی شراب انتقال کړي او وڅښي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپلو تازه او توندو څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅوک د شرابو د څښلو، انتقال یا زنا کولو حق نه لري او نه هم څوک غلا کولای شی.

متقي ویلي: «نر نشته چې په ټول افغانستان کې دې یو څاڅکی شراب ښکاره کړي یا دې وڅښي. نر نشته چې د زنا خبره دې وکړي یا دې ښکاره کړي. یا دې سړکونو ته راووځي غلا دې وکړي. هېڅ زور واکی نشته چې پر نورو بدمعاشي وکړي او ځان زورور او نور کمزوري وبولي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د نقض، د ښځو د حقونو د محدودولو او د بیان د ازادۍ د ځپلو له امله د نړیوالو له پراخو نیوکو سره مخ دی.

په وروستیو کې د طالبانو د یو شمېر ټیټپوړو چارواکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، خو دې ډلې تراوسه خپل یو غړی هم د عامو خلکو په څېر په سزا نه دی رسولی.

اشرف غني: افغانستان او پاکستان باید ډیورنډ کرښې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ډیورنډ کرښه له پاکستان نه ډېره مشره او د برتانوي استعمار میراث دی، خو وايي، افغانستان او پاکستان باید دې مسالې ته د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.

ولسمشر اشرف غني په خپله اعلامیه کې، چې د هغه د ټولنیزو شبکو پر اکاونټونو خپره شوې، وايي، « ژوندي ملتونه بې‌ ځنډه او پرله ‌پسې په خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو غور کوي، ځکه پوهېږي چې نه تلپاتې دوست لري او نه تلپاتې دښمن.»

هغه د نړیوالو تجربو یادونې سره زیاته کړې چې «یوازې د خپلو ملي احساساتو سپېڅلتیا منل او د نورو احساساتو ته سپک کتل، غمجنې پایلې لري او د ملي اهدافو په ټاکلو کې دا یو مهم اصل دی.»

د ملي اهدافو په اړه اشرف غني ویلي چې«ملي اهدافو ته رسېدل رښتینولي او د هغوی د ترلاسه کولو تدبیر ته اړتیا لري.»

غني ویلي چې افغانستان به په شاوخوا ۲۲ کلونو کې د معاصر دولت د جوړېدو درې سوه کلنه کلیزه ونمانځي او پاکستان به د خپل جوړېدو سل کلنه کلیزه ونمانځي، خو نوموړی پوښتي، «په کال ۲۰۴۷ کې د افغانستان او پاکستان اړیکې به څنګه وي؟ ایا د تېرې نیمې پېړۍ رنځونه به دوام ومومي، که د ۲۱ مې پېړۍ اړتیاوو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به ګډه همکاري وشي؟»

د ډيورنډ کرښې په اړه مخکیني ولسمشر ویلي چې دا کرښه «له پاکستان نه ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث» ده.

هغه ویلي، چې ددې استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه پراخ برتانوي اسناد یې مطالعه کړي او په راتلونکو پودکاستونو کې به یې له ولس سره شریکوي.

مخکیني لسمشر د کرښې دواړو غاړو خلکو ته درې ټکي روښانه کړي او وايي، «د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکې ژورې دي او احساسات، غم، ښادي، ثبات، وده او سوله یې نه بېلېدونکي او سره پېیلي دي.»

غني ویلي، چې «له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستاني چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله ‌پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی.»

نوموړي زیاته کړې: «لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پټیږي، همداسې زموږ د ځینو کړیو اړیکې له دوی سره هم د پټېدو نه دي.»

نوموړی یادونه کوي چې «ډيورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي.»

هغه ټینګار کړی چې د کرښې د هر ډول بدلون لپاره باید د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د ولسونو د ازادې جرګې پرېکړه هم تر نظر لاندې ونیول شي.

اشرف غني خبرداری ورکړی چې «د وژنو او ورانۍ ګواښ د ځواک نښه نه ده، بلکې د تدبیر د نشتوالي نښه ده.»

هغه یادونه کړې چې افغانستان او پاکستان دواړه له جدي ستونزو سره مخ دي او هېڅ یو پر بل زور نه شي کارولای او د هر ډول تاوتریخوالي لومړۍ قرباني به د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونه وي.

نوموړي ټینګار کړی چې د استعمار میراث او لنډمهاله دریځونه د ټولو لپاره روښانه پايلې لري او بریالیتوب دا دی چې له دې ترخو تجربو عبرت واخیستل شي او د دوو مقتدرو دولتونو ترمنځ د تلپاتې سولې بنسټ کېښودل شي.

نوموړي د ملي پرېکړو په اړه لیکلي چې «موږ د یو ستر ملت په توګه هېڅکله لویې ملي پرېکړې په تړلو سترګو او کڼو غوږونو نه دي کړې»،

د نوموړي په وینا، په مهمو ملي مسایلو کې «تل د عقل جمعي او د خلکو د ارادې درناوی شوی دی»، چې د جرګو له لارې د ولس ګډون تضمین شوی دی.

غني همدارنګه د هېواد اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته اشاره کړې، ویلې یې دي، چې خلک کار غواړي او ځوانان د ښې راتلونکې لارې لټوي، خو تکراروي چې «زموږ لوږه ازلي نه ده او ابدي به هم نه وي.»

هغه وايي افغانستان «دومره پټ او ښکاره امکانات لري چې که د یوه مشروع نظام په چوکاټ کې په تدبیر وکارول شي، په یوه هوسا، باثباته او پرمختللي هیواد بدلېدای شي.»

هغه ټینګار کړی چې په ملي دولتي مسایلو کې «قدرت وسیله ده، هدف نه دی» او د ځواک هدف باید د ستونزو د زیاتولو پر ځای د هغو حل، ولس ته خدمت او د عادل نظام رامنځته کول وي.

د سالنګ لویه لار د لسو ورځو لپاره د موټرو پرمخ تړل کیږي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره به د تلې له ۲۷مې نه د لړم تر۶مې نېټې پورې د لسو ورځو لپاره د ټولو وسایطو پر مخ په بشپړ ډول بنده وي. د دغه وزارت ویاند ویلي، د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې په دې لسو ورځو کې د اړتیا له مخې د دوشي-بامیان له بدیلې لارې تګ راتګ کولی شي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس له خلکو غوښتنه کړې چې د شنبې په ورځ، د روان کال د تلې په ۲۶مه نېټه، له ماښام ۶ بجو وروسته، پر دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.