• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سالنګ لویه لار د لسو ورځو لپاره د موټرو پرمخ تړل کیږي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره به د تلې له ۲۷مې نه د لړم تر۶مې نېټې پورې د لسو ورځو لپاره د ټولو وسایطو پر مخ په بشپړ ډول بنده وي. د دغه وزارت ویاند ویلي، د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې په دې لسو ورځو کې د اړتیا له مخې د دوشي-بامیان له بدیلې لارې تګ راتګ کولی شي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس له خلکو غوښتنه کړې چې د شنبې په ورځ، د روان کال د تلې په ۲۶مه نېټه، له ماښام ۶ بجو وروسته، پر دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

حقاني: هیچا باور او تصور نه کاوه چې طالبان به بریالي شي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايی داسې ورځ یې په ژوندانه کې راغله، چې هېڅ عقل تصور او باور نه کاوه، چې طالبان به بریالي شي. حقاني ټینکار کوي، چې د شخصي ګټو پر ځای باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي او دین او د ابادۍ کارونو دواړو ته پاملرنه وشي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه شنبه، د تلي ۲۲مه په اېکس کې د پکتیکا ډیلې ولسوالۍ ته ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین د سفر خبر ورکړی.

‏سراج الدین خقاني خلکو ته په وینا کې له بې اتفاقي پر ځان ژغورنې او د حکومت او ولس پر يووالي ټينګار کړی دی.

‏هغه ویلي، چې افغانانو ته دين او وطن دواړه مهم دي او زياته کړې یې ده، چې د پياوړې اسلامي عقيدې په لرلو سره بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وشي.

حقاني وویل، چې دین او ابادي دواړه باید موازي سره پرمخ لاړ شي.

هغه زیاته کړه، چې « دین به ساتو، شریعت به ساتو، د وطن ابادي به هم ورسره غواړو، چې هم دین وي او هم ابادي وي، دواړه وي ورسره».

سراج الدین حقاني طالبانو ته سپارښتنه وکړه، چې ولس باید په نرمۍ سره د خپلو اسلامي ارزښتونو درناوي ته سوق شي.

هغه وویل:« د جهاد بدله به اخرت کې غواړو او موږ باید د حاکمانو په توګه خلکو ته امتیاز ورکړو، ترڅو وطن مو سوکاله او ابادشي.»

سراج همدراز ټینګار وکړ، چې له ولس سره ښه چلند وشي او طالبانو باید له غرور څخه ځان وساتي.

د یادونې وړ ده، چې ددې سفر دقیقه نېټه معلومه نه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی په داسې مهال پکتیکا ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر یاد ولایت هوايي برید وکړ.

د حقانی په دې وینا کې هغه د طالبانو او پاکستان وروستیو نښتو ته هېڅ اشاره نه ده کړې او نه یې هم تراوسه کوم رسمي غبرګون ښودلی دی.

طالبان په ننګرهار کې راستنو شويو کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره ځمکې وېشي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۱

په ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي چې ډېر ژر به هغو راستنو شويو کورنيو ته د سرپناه لپاره ځمکې وويشي، چې د دغه ولايت تذکرې لري او تازه له کډوالۍ راستانه شوي دي. دا اقدام د طالبانو رياست‌الوزرا عالي مقام د حکم له مخې ترسره کېږي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي ملا محمد نعیم اخوند په لارښوونه ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د ځمکو ویش تنظیم کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ولايت د حقوقي او امنيتي چارو کارپوه حافظ عبدالصمد سعيد ويلي، چې ځمکې به يوازې هغو کورنيو ته ووېشل شي، چې د ننګرهار تذکرې لري او له کډوالۍ وروسته خپل اصلي ټاټوبي ته راستانه شوي دي.

سعيد زياته کړه، د کړنلارې له مخې به د هرې کورنۍ د غړو شمېر ته په پام سره، مناسبه اندازه ځمکه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د راستنو شويو کورنيو لپاره په ننګرهار کې يوه ځانګړې سيمه ټاکل شوې، چې د ښارګوټي د جوړېدو پنځوس سلنه کارونه پکې تر اوسه بشپړ شوي دي.

طالبانو نه دي ویلي چې د کډوالو لپاره د ننګرهار په کومه سیمه کې د ښارګوټي چارې روانې دي.

په خبرپاڼه کې همدا رازراغلي، چې د نورو ولايتونو راستنو شويو کورنيو ته هم په خپلو ولايتونو کې نومرې او ځمکې ورکول کېږي.

پاکستانۍ سرچینې وايي اسلام اباد نور د طالبانو د ادارې ملاتړ نه کوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو له قوله ویلي، چې تر څو طالبان د پاکستان امنیتي اندېښنو ته ځواب ونه وايي، اسلام اباد د طالبانو د رژیم ملاتړ نه کوي. دغه سرچینې، دا یوه محاسبه شوې پرېکړه ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، چې پاکستان د یو سوله‌ییز، باثباته، دوست، ټولشموله، او بډایه افغانستان هیله لري.

یاد وزارت وویل، « پاکستان تمه لري چې د طالبانو رژیم په مسوولانه توګه عمل وکړي، خپلې ژمنې پوره کړي، او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په ګډ هدف کې مثبت رول ولوبوي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو ادارې د افغان لنډمهالي حکومت پرځای د افغان طالبانو رژیم اصطلاح وکاروله او ویې ویل، چې هیله لري یوه ورځ افغانان ازاد او د یوه ریښتیني استازي حکومت تر واک لاندې راشي.

د پاکستان رسمي سرچینو ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې دا بدلون د پاکستان د ښې محاسبه شوې تګلارې برخه ده، چې د اوسني وضعیت انعکاس دی.

طالبانو ددې اعلامیې په غبرګون کې په پاکستان کې د تحریک لبیک پر اعتراضي ناستې د پاکستاني ځواکونو عملیات زور زیاتی وباله او له اسلام اباد نه یې وغوښتل چې له خپلو خلکو سره د خبرو او مفاهمې لاره غوره کړي

د پاکستان او طالبانو اړیکې له څو کلونو راهیسې لوړې او ژوې لري او ددې اړیکو د ترینګلتیا یو ستر لامل د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ټي ټي پي فعالیتونه دي، چې طالبان یې ردوي.

د شنبې په شپه د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې دطالبانو د ځواکونو ځوابي بریدونو اسلام اباد دې ته هڅولی، چې د یادې ډلې په اړه په خپله پالیسي کې تغییر راولي، خو تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې دغه پالیسي تاکتیکي عمل دی او که اسلام اباد نور له طالبانو نهیلی شوی دی.

پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ تورن دی او ګڼ افغان سیاستوال لا هم د پالیسۍ دغه تغییر ته د شک په سترګه ګوري.

خو ظاهرا د پاکستان او طالبانو اړیکې تر ټولو په ځوړ حالت کې دي او ښيي چې ددې اړیکو بیا رغېدل ښايي په لنډ وخت کې شوني نه وي.

په چین کې د طالبانو سفیر د پاکستان حاکمه طبقه «شریره کړۍ» وبلله

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د پاکستان واکمن پاړکی «شریره کړۍ» وبلله او ویې ویل تر هغه چې کنټرول نه شي، په سیمه او پاکستان کې ثبات نشي راتلای. د طالبانو سفیر لیکلي: «دا حلقه د سیمې د ثبات او امن پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په توګه ثابته شوې ده.»

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي نن د سې شنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه په خپل اېکس کې ولیکل چې د پاکستان د پوځ مشران «خپل ولس یرغمل کړی او پاکستان یې د داعش، مخدره توکو او نورو خطرناکو لوبو لپاره د لوبې ډګر ګرځولی دی.»

خو هغه له څو ساعتونو وروسته له وضاحت پرته خپل یادښت لرې کړی دی.

100%

طالبان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې څلور نیم زره افغان کډوال جبري راستانه شوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا څلور نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د دوشنبې د ورځې په راپور کې راغلي، چې د اسلام‌کلا، ورېښمو لار، تورخم او سپین‌بولدک له لارو ټولې ۷۸۰ کورنۍ هېواد ته بېرته راستنې شوي، چې د غړو شمېر یې نږدې ۴۴۰۰تنه ښودل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې یادو کډوالو ته د بیړنیو مرستو ترڅنګ نغدې پیسې، د لېږد لګښت او د لنډمهاله استوګنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د راپور له مخې، یوازې د کندهار له لارې له درې نیم سوه ډېرو کورنیو ته د لېږد لپاره ۲،۸میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو د لارې د کډوالو لپاره هم روغتیايي خدمتونه برابر شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د تورخم له لارې ستانه شوي افغانان د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۱۷۸ کورنیو سره له یو نیم میلیونه افغانیو زیاته مرسته شوې ده.