د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

سرچینې وايي، څو شېبې وړاندې د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

سرچینې وايي، څو شېبې وړاندې د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، دمګړی د یادې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې د پاکستان د پوځ عملیات هم روان دي او ښايي د یادو چاودنو او ډزو غږونه د همدې عملیاتو وي.
د بلوچستان ځايي چارواکو لا تر اوسه د دغو پېښو په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د هېواد ملي لوبډلې د اتصالات جام په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د زړه راښکونکې او برلاسې لوبې له لارې د بنګلهدېش ملي لوبډلې ته د ۲۰۰منډو په توپیر ماته ورکړه.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، لومړۍ توپ وهنه افغانستان وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۳ منډې جوړې کړې.
بنګلهدېش د یادې لوبې په ۲۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۳ منډې جوړې کړې.
په دغه لوبه کې چې نن ترسره شوه، افغان لوبغاړو د لوبې په ټولو اړخونو کې بېسارې هڅه ښودلې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې د ټیټ هدف تعقیب په هڅه کې وسوځول.
په دې بریا سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو درې واړه لوبې وګټلې او د اتصالات جام یې ۳-۰په خپل نوم ثبت کړ.
د افغانستان تکړه توپ اچونوونکی بلال سمیع چې د بنګلهدېش ۵ لوبغاړي یې وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی او همداشان ابراهیم ځدراڼ د سریز د غوره لوبغاړي په توګه له نورو مخکښ شول.
د افغانستان کرېکټ بورد په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بریا د افغان اتلانو د سخت زیار، د لوبډلې د یووالي او د هېوادوالو د ملاتړ پایله ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا ترینګلتیا زیاته شوې ده. د طالبانو امنیتي سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي، چې د پکتیکا ولایت د انګور اډې په سیمه کې خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر شوی.
سرچینې زیاتوي، له دې وروسته چې سیمه له ملکي وګړو خالي شوه، د طالبانو امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مستقیمه نښته نه ده شوې، خو دواړه لوري په بشپړ پوځي چمتووالي کې دي.
له بلې خوا، د خوست ولایت ځايي سرچینو هم ویلي چې د ځاځي میدان په سیمه کې له ماښامه پیل شوې نښته اوس پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه د دواړو لورو چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.
خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.
د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.
د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطفالله خیرخواه ویلي، له ټيټيپي د ملاتړ بحث مغالطه ده او د پوښتنې په توګه مطرح کوي، چې پاکستانی پوځ د ټيټيپي د جګړې د علتونو په اړه ولې بحث نه کوي؟
لطفالله خیرخواه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د ملاتړ بحث مغالطه ده. امريکايانو هم زموږ جهاد پرديو ته منسوباوه خو د جګړې علتونه يې پټول.»
نوموړی د کوم شخص یا هېواد له نوم اخیستلو او خطاب کولو پرته د پوښتنې په توګه مطرح کوي، چې ولې جګړه حل لار وګڼل شي؟ [ټيټيپي] ولې په کې ځان «شهيد» ګڼي؟
د نوموړي په باور: «د ستونزو ريښه په ديني، سياسي او ټولنيزو علتونو کې ده. که اصل بحث نه کوئ نو هلم جرا»
هلم جرا عربي کلمه ده او نږدې معنای یې «دلته راشه» ده.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې له ټيټيپي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا دغه تور په کلکه رد کړی او د دغه هېواد امنیتي ستونزې یې داخلي چاره ګڼلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې دیوبند مدرسه نه یوازې دا چې د سیمې په کچه معتبر دیني مرکز دی، بلکې د افغانستان مخکينیو حکومتونو هم دې مدرسې ته د ستر علمي مرکز په سترګه کتلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دیوبند فکري او مذهبي اغېز نه يوازې د افغان علماوو او شرعي علومو په طالبانو کې ژورې ريښې لري، بلکې د پخوانيو افغان حکومتونو له نظره هم دیوبند ته د معتبر علمي مرکز په سترګه کتل شوي دي.
ذاکر جلالي دې مدرسې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورتګ ته په اشارې سره لیکي: «په ورته وخت کې دواړه هېوادونه کولای شي د دیوبند د دې اړیکې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي».
د تاريخي اسنادو له مخې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ډېر طالبان د دیني زده کړو لپاره دیوبند مدرسې ته تلل.
شواهد ښيي، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغان طالبانو لپاره د دیوبند مدرسه کې ځمکه رانیولې چې اوس هم په (باب ظاهر) سره یادېږي.
دغه ډول محمد ظاهر شاه د دې مدرسې د یوه عالم دوه اثار (کابلی تفسیر) او (سیرت النبي) له اردو ژبې څخه په پښتو او دري ژبو وژباړل او د دې کتابونو لیکوال ته یې نغدي انعام هم ورکړ.
شنونکي وايي، چې د هند حکومت د مسلمانانو مدرسې په ځير سره څاري او د افراطیت مخه یې نیسي. باورونه دا دي، که د تېر جمهوریت پر مهال افغان طالبان د زده کړو لپاره دیوبند ته استول شوي وای، په پاکستاني مدرسو کې به د افغانستان پر ضد نه روزل کېدای او اوس به افغانانو له ديني ادرس څخه هم ملي روایت درلودای.