د آزادو سیالیو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه

حقپرست تېره شپه د «يو ایف سي» سازمان په سیالیو کې چې سعودي عربستان کې پیل شوې وې امريکايي جیرډ ګارډن ته کلکه ماتې ورکړه او د یادي سیالۍ ګټوونکی شو. د دې بري په ګټلو سره حقپرست د ازادو سیالیو په لړ کې خپل ۱۷م بری ترلاسه کړ.