سهیل شاهین له یوې بهرنۍ رسنۍ په مرکه کې ویلي، په استانبول کې د پاکستان پلاوي یوه «غیر منطقي» غوښتنه دا وه چې افغانستان باید په پاکستان کې له نا امنیو مخنیوی وکړي.
شاهین زیاته کړې، «یوه غوښتنه یې [پاکستان] چې زما په نظر غیر عملي وه او هغه دوی ته راجع کېده، دا وه چې باید پاکستان داخل کې امنیتي پېښه ونهشي، نو دا خو د دوی هېواد دی او مسوولیت یې هم د دوی دی، افغانستان څنګه کولی شي چې په یوه بل هېواد کې د هغوی د امنیت مسوولت په غاړه واخلي، نو دا زما په نظر غیر عملي او غیر منطقي وه.»
د نوموړي په وینا، په دا ځل خبرو کې هم د طالبانو غوښتنه دا وه، چې د افغانستان حریم نقض نهشي او په پاکستان کې د داعش په ګډون د افغانستان خلاف له وسله والو ډلو ملاتړ ودرېږي او اجازه ورنهکړل شي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.
خو دغه دواړه غوښتنې د استانبول غونډې په ګډه اعلامیه کې نه دي راغلي او سهیل شاهین یې د لامل په تړاو وايي، ځکه تر اوسه یې په اړه ورستۍ پرېکړه نه ده شوې خو د عناوینو په توګه چې په راتلونکې کې به پرې بحث کېږي یادونه شوې ده.
په استانبول کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو په تړاو وايي، لارې د پاکستان له لوري بندې شوي او په وینا یې پاکستان لوري ان په دوحه غونډه کې هم ژمنه کړې وه، چې لارې به پرانېزي، خو له ۲۱ ورځو راهیسې تړلې دي.
سهیل شاهین په ټينګار سره وایي، «سوداګري او سیاست باید سره جلا وي، دواړو خواو ته عام ولس او تجاران باید قرباني نه وي.»
د نوموړي په وینا، په استانبول غونډه کې پر مسایلو باندې په یوه وخت تر ۱۶ ساعتونو هم بحث شوی او په وینا یې کله کله به دغه خبرې هم جدې کېدلې.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او د پاکستان تر منځ د سولې خبرې له ۵ ورځو وروسته پرون (۵شنبه د لړم ۸مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پایته ورسېدې او راتلونکې ۵شنبه بیا بیا سره کیني.
ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د خبرو ګډه اعلامیه: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو
د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې ویل شوي، «ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه، د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.»