د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: تر ۳۰۰زرو زیات کډوال له دغې صوبې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی وایي، چې حکومت د تېر کال راهیسې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي. علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د ستنېدو دغې لړۍ ته دوام ورکوي.