• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلالي: هبت الله د نورزيو له قوم څخه د سپاه پاسداران په څېر ځانګړی مذهبي ځواک جوړ کړی

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۱

د افغانستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا دفاعي پوهنتون استاد، علي احمد جلالي، وایي چې د طالبانو اوسنی رژيم د ایران لپاره ستراتیژیکه پانګه ده، او ملا هبت‌الله اخندزاده د ایراني رژيم څخه په الهام، د نورزیو قوم څخه د سپاه پاسداران په څېر ځانګړی مذهبي نظامي ځواک جوړ کړی دی.

علي احمد جلالي،دا څرګندونې افغانستان انټرنیشنل سره د مرکې پر مهال کړې دي. نوموړی باور لري چې د طالبانو دښمني له امریکا او لویدیځ سره، د ایران لپاره ځانګړې ارزښت لري.

د هغه په وینا، د دواړو رژيمونو تر منځ نه یوازې امنیتي بلکې اقتصادي اړیکې هم جوړې شوې دي.

جلالي وایي، ایران طالبانو ته د یوه ګواښ په سترګه نه ګوري او نه یې هم پر ضد اقدام کوي، بلکې له دې ډلې سره د لویدیځ ضد دریځ له امله همغږي لري.

هغه دا هم وویل،چې طالبانو د داعش پر وړاندې مبارزه کړې، او دا کار د تهران د علاقې یو بل ښکاره دلیل دی.

نوموړي،د طالبانو او ایراني رژیم ترمنځ پر ورته‌والي تمرکز وکړ او زیاته یې کړه: «دواړه رژیمونه دیکتاتور دي، پریکړې یې د یوه رهبر له خوا کېږي، واحده ایډیالوژي لري او ځانګړې نظامي جوړښتونه لري.»

د جلالي په وینا، هبت‌الله اخندزاده نه یوازې د حکومت ټولې چارې په خپل لاس کې لري، بلکې د نورزيو قوم څخه یې یو ډول مذهبي ځواک راایستلی، چې ورته والی یې د سپاه پاسداران سره ښودل کېږي.

خو له بلې خوا د نړیوالو امنیتي مطالعاتو څېړونکی، ارین شریفي، د جلالي له څرګندونو سره همغږی ندی او وایي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ دا ډول ژور ستراتیژیک ائتلاف نشته او د دواړو ترمنځ اړیکې زیاتې محدودې دي.

د شریفي په باور، که څه هم طالبان پخوا د ایران او پاکستان نیابتي ډلې بلل کېدلې، خو دا نفوذ اوس د جمهوریت دورې په پرتله ډېر کم شوی.

هغه ټینګار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ایران د افغانستان په حکومتي ادارو، دیني مدارسو، فرهنګي مرکزونو او رسنیو کې پراخ حضور درلود، خو د طالبانو تر راتګ وروسته دا فضا محدوده شوې ده.

شریفي دا هم وایي چې د یوه افراطي شیعه رژیم (ایران) او یوه افراطي سني رژيم (طالبان) ترمنځ ستراتیژیک اتحاد غیر واقعي دی، ځکه د دواړو ایډیالوژيکې بنسټونه یو له بل سره تضاد لري.

د یادولو وړ ده،چې طالبانو تر اوسه د علی احمد جلالي د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران د رژيم له‌خوا هم د طالبانو پر وړاندې نه یوازې انتقادي دریځ نه ترسترګو کېږي، بلکې د یو شمېر سیاسي او اقتصادي همکاریو نښې هم لیدل کېږي.

د شنونکو په باور، که څه هم د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکېروښانهنه دي، خو د دواړو خواوو تکتیکي ګټې ښایي د یو بل د زغم سبب شوې وي. خو دا معلومه نه ده چې دا "تکتیکي زغم" به تر کومه دوام ومومي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې د نشه يي توکو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱
په هلمند کې د نشه يي توکو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي
100%

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هلمند په دوو ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې د نشه یي توکو د جوړولو نږدې ۹ ټنه ډول ډول مواد کشف او نیولي دي.

د سرچینو په وینا، ځينې طالب چارواکي د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي او کله نا کله د ګټې پر سر د جنجال له رامنځته کېدو وروسته د کاروبار یو اړخ ځايي طالبانو ته د نشه يي توکو له شته والي خبر ورکوي.

د طالب ویاند حقاني په وینا، د هلمند له باغران او ګرشک ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار څخه ۴۳۹۵ کیلوګرامه اهاک، ۳۳۰۰ کیلوګرامه سوډا، ۶۹۰ کیلوګرامه اکسیل، ۱۲۸ لیتره تېزاب، ۲۵۰ کیلوګرامه سود، ۱۴۰۰ ګرامه خام چرس او ۳۴ ګرامه ټابلېټK کشف او ترلاسه شوي دي.

دغه ټول ترلاسه شوي کیمیايي مواد د نشه يي توکو په پروسس کې کارول کېږي او په دغه ولایت کې د دومره ډېرو موادو موجودیت د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس چارې روانې دي.

ویل کېږي د دغو توکو په تړاو ۴ کسان له درېیو موټرو سره هم نیول شوي خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ځینو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د طالبانو ځینې سیمه ییز چارواکې د نشه یي توکو په پروسس او قاچاق کې لاس لري.

هلوټرسټ موسسه په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه پاکوي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱
هلوټرسټ موسسه په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه پاکوي
100%

د ماین پاکونې هلوټرسټ نړۍوالې موسسې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سره د څه باندې ۲ میلیونه او ۷۶ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په بامیان، لوګر، غزني، هلمند او غور ولایتونو کې په لاس جوړ شوي ماینونه لمنځه یوړل شي.

طالبانو د جمهوري نظام د حاکمیت پر مهال له کیمیاوي او نورو توکو څخه په لاس جوړ شوي ماینونه د تخریبي چارو په موخه جوړول او ډېری وخت د چاودنې پر مهال پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

د هلو ټرسټ نړۍوالې موسسې مرستیال احمدالله ویلي، د دغې پروژې د عملي کولو پر مهال به په یادو ولایتونو کې نږدې ۸ زر کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته به په غیرمستقیم ډول ګټه ورسېږي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادارې مشر د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۱۴مه) د یادو هوکړو د لاسلیک پر مهال وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو لپاره یو ستر ګواښ دی او باید خلکو ته عامه پوهاوی او ماینونه له منځه یوړل شي.

ملګرو ملتونو د پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو نوي ضرب الاجل په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو د پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو نوي ضرب الاجل په اړه اندېښنه څرګنده کړې
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي، د هغو افغانانو چې د کډوالۍ کارتونه(پي او ار) لري ستنول ودروي او د دې کارتونو د اعتبار موده تمدید کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) ویلي، چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د کډوالۍ کارتونو لرونکو ته خبر ورکړی، چې د اګست تر ۳۱مې پورې وخت لري چې افغانستان ته د لېږولو لپاره تیاری ونیسي.

دا پریکړه په پاکستان کې میشت شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان کډوال اغیزمنوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ د سې شنبه په ورځ په جینیوا کې خبرداری ورکړ: «د کډوالو چټک او پراخ راستنیدل به د خدماتو او ملاتړ اړتیا ډیره کړي او همدارنګه به په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ ګواښ رامنځته کړي او په دې سره بیا د کډوالۍ نوې څپه هم راتلای شي.»

هغه وویل، چې له پاکستان څخه د کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته توګه تر سره شي.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه، چې «UNHCR»افغانستان ته د ښځو، نجونو او زیان منونکو خلکو د ستنیدو په اړه اندیښمن دی، ځکه چې هلته د دوی حقونه د ګواښ لاندې دي

د دغو کارتونو لرونکو لپاره قانوني ضرب الاجل د جون په پای کې پای ته ورسېد او تمه کېده چې د پاکستان حکومت به دا ضرب الاجل د تیرو کلونو په څیر د یو بل کال لپاره وغځوي؛ خو دا ځل د کارتونو د نوي کولو پر ځای یې د کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې کارتونو نه تمدید د ۱.۴ میلیونه کسانو لپاره د نامعلوم برخلیک مانا لري.

دې سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ودروي او د دوی د استوګنې کارتونو د نوي کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مخکې د راستنیدونکو کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو نجونو په وړاندې د خطرونو او ننګونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د نوم لیکنې کارتونو لرونکو تر څنګ شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د «افغان تابعیت» کارتونه لري.

د پاکستان پولیس وايي چې دا خلک هم په هیواد کې «په غیر قانوني ډول» ژوند کوي او باید افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ژوند کولو لپاره یوازینۍ د منلو وړ سند د اعتبار وړ ویزه اعلان کړې ده.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې سږ کال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې تر څنګ په پاکستان کې افغان کډوالو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وه، چې د هیواد د کډوالۍ ادارې د ویزې د نوي کولو پروسه هم ځنډولې او پاکستاني پولیس هغه افغانان نیسي او بیرته یې شړي چې د خپلو ویزو د نوي کولو په تمه دي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو پروسه شاوخوا یوه میاشت ځنډول شوې ده او په ورته وخت کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره په لویه کچه د پولیسو عملیات هم ګړندی شوي دي.

ریچارډ لینډسي: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱
ریچارډ لینډسي: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی
100%

دا چې طالبان واک ته د رسېدو د څلورم کال په درشل کې دي، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي، د بشري حقونو د وضعیت په تړاو مهمه بدلون اعلان کړې او ټینګار یې کړی چې اوس د هغو کسانو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

لینډسي،دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ کړي او زیاته کړې یې ده: «نن په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه وشوه. اوس د حساب ورکولو وخت دی».

نوموړي دا هم ویلي،چې نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو، او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکو له خوا د افغانستان د بشري وضعیت مستندسازي او څارنه یوه مهمه لاسته‌ راوړنه ده، او په ځانګړي ډول یې د بشر حقونو د څار سازمان، الین پیرسون، فرشته عباسي، شمیمه عالم‌زي او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارد بېنیټ ستایلي دي.

سره له دې چې لینډسي د دې «مهمې پېښې» جزیات ندي افشا کړي، خو څارونکي وایي چې ښايي دا اشاره د طالبانو د رژيم پر ضد د احتمالي نړیوالو قانوني اقدامونو، یا تازه اسنادو له خپرېدو سره تړاو ولري.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، پر ښځو د زده‌ کړو او کار بندیز، د بشري ازادیو محدودول، د مخالفینو ځپنه، او پراخې سرغړونې د نړیوالې ټولنې ژوره اندېښنه راپارولې ده.

نړیوالو بنسټونو له اوږدې مودې راهیسې د دې سرغړونو د مستندسازۍ، اسنادو راټولولو او د عدالت د تامین لپاره د میکانېزمونو پر جوړېدو ټینګار کړی، خو دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا یو لوړپوړی استازی دا ډول څرګندونې کوي.

تر اوسه طالبانو د ریچارډ لینډسي د څرګندونو په اړه کوم رسني غبرګون نه دی ښودلی.

د حساب نابغه ماشوم ته د طالبانو ډالۍ؛ خو میلیونونه نجونې له زده‌ کړو بې برخې دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱
د حساب نابغه ماشوم ته د طالبانو ډالۍ؛ خو میلیونونه نجونې له زده‌ کړو بې برخې دي
100%

په داسې حال کې چې طالبان لا هم پر نجونو د زده‌کړو سخت بندیزونه لګولي، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له یوه ذکاوت لرونکي اووه کلن افغان ماشوم سمیع‌الله سره ځانګړې لیدنه کړې، او هغه یې په نغدو پیسو او ډالیو نازولی دی.

سراج‌الدین حقاني د سې‌شنبې په ورځ له سمیع‌الله سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هغه ته به د زده‌کړې زمینه او په افغانستان کې د باعزته ژوند لپاره لازم امکانات برابر کړي.

په دې لیدنه کې حقاني یاد ماشوم ته نغدي پیسې او یو لپ‌ټاپ ډالۍ کړی دی.

سمیع‌الله چې د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی، دا مهال له خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کوي او د ریاضي په حسابونو کې ځانګړی استعداد لري.

د طالبانو چارواکو هغه ته د «حساب ماشین» لقب ورکړی او د ده مهارتونه یې د هېواد لپاره د «ارزښتمنې بشري پانګې»په توګه ستایلي دي.

خو یاد ماشوم ته د طالبانو له خوا دا دروند درناوی او ورکړل شوي امکانات یوه بنسټیزه پوښتنه راپورته کوي، چې ایا یوازې هلکان حق لري چې استعداد وښيي او زده‌کړې وکړي؟

په ورته وخت کې، زرګونه ذکاوت لرونکې، ځیرکې او استعداد لرونکې افغان نجونې د طالبانو د سخت‌دریځو پالیسیو له امله له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې دي.

دا نجونې نه یوازې چې له علمي ودې بې‌برخې پاتې شوي، بلکې د یوې روښانه راتلونکې هیلې هم ترې اخیستل شوې دي.

بل‌خوا، د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق د سمیع‌الله استعداد «نابغه‌ګي» بولي او وايي چې هېواد ورته اړتیا لري، خو دا یې نه‌دي ویلي چې ولې د همداسې استعداد لرونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

پوښتنه دا ده، که طالبان د استعدادونو وده غواړي، نو ولې د نفوس نیمایي برخې، یعني نجونو ته د زده‌کړې حق نه ورکوي؟

داسې ښکاري چې د طالبانو دا کړنه د بشپړ دوه‌مخیتوب څرګندونه کوي؛ له یوې خوا له یوه هلک سره ظاهري مینه، مرستې او تشویق، خو له بلې خوا پر نجونو مطلق بندیز، چوپتیا او ټولنیز محدودیت. دا نه یوازې د زده‌کړې د حق نقض دی، بلکې د اساسي بشري ارزښتونو او عدالت پر ضد چلند هم دی.

د دې تناقضونو تر شا دا پیغام نغښتی دی، چې طالبان په ریښتیني معنا پر زده‌کړو باور نه لري، بلکې یوازې د خپلو سیاسي موخو د پلي کولو او د عامه ذهنیت د کنټرول لپاره ځانګړي موارد ستایي.