• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: امریکا پاکستان ته د متقي د سفر مخه ونیوله

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۱

یوې امریکایي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې متحده ایالاتو پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر مخه نیولې ده، ځکه چې طالبانو د افغان‌الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو په اړه هر ځل انکار کړی. د سرچینې په وینا پر طالبانو د امریکا فشار تازه پیل شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی، خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

ټاکل شوې وه، چې متقي د دوشنبې په ورځ پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پيل کړي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر نن ورځې پورې پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی.

دا معافیت معمولا د کوربه هېواد له خوا وړاندیز کیږي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه پورې د سفر معافیت ترلاسه کولو لپاره اړینه رسمي غوښتنه نه ده وړاندې کړې او یا هم د معافیت په اخیستلو نه دی بریالی شوی.

په همدې حال کې، یوې امریکایي سرچینې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا پاکستان ته د امیر خان متقي د سفر مخه نیولې ده، هغه همدراز زیاتوي چې امریکا داسې سندونه ترلاسه کړي، چې تاییدوي طالبانو محمود شاه حبیبي نیولی او هغه یې د دې ډلې د استخباراتو په اداره کې ساتلی دی.

سرچینې ویلي چې اوس دطالبانو پر وړاندې ټرمپ ولاړ نه بایډن او ټرمپ هغه کس نه دی چې د امریکایي وګړو په بیرته راوستلو کې بې پامي وکړي او که طالبان په اړیکو کې کوم پرمختګ غواړي، نو دوی باید د حبیبي توقیف ومني.

سرچینې خبرداری ورکړ:«د هغه څه څخه انکار کول چې متحده ایالات یې په اړه باور لري هغه لوبه ده چې طالبان به یې له لاسه ورکړي.»

100%

د جنګاښ ۲مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني توکمه امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي و چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.

محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېر پور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.


ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

کابل مېشتي: برېښنا په نشت حساب ده، خو طالبان یې بیا پر دېوالونو د سپما پیغامونه کاږي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۱
کابل مېشتي: برېښنا په نشت حساب ده، خو طالبان یې بیا پر دېوالونو د سپما پیغامونه کاږي
100%

طالبانو خبر ورکړی، چې د کابل په دېوالونو یې د برېښنا د سپمولو پیغامونو لیکلو یوه طرحه تصویب کړې ده. یوشمېر کابل مېشتو بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په پلازمېنه کې برېښنا په نشت حساب ده؛ خو طالبان یې بیا پر دېوالونو د سپما پیغامونه کاږي.

دغه کابل مېشتو ویلي، دا چې برېښنا نه وي؛ نو د سپما په اړه یې د پیغامونو لیکل او خپرول بې ګټې او خندونکی کار دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سې‌شنبه (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل په دېوالونو او رسنیو کې د برېښنا د سپمولو پیغامونو د خپرولو طرحه یې تصویب کړې ده.

که څه هم یاد دفتر د دغې طرحې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو کابل مېشتي بیا وايي، طالبان باید د داسې اضافي کارونو پرځای په کابل کې د برېښنا د کمښت ستونزو ته اساسي پاملرنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې فرشته «مستعار نوم» وايي، اوس دوی په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لري او هغه هم په داسې وخت کې راځي چې ډېره ګټه ترې نه‌ اخېستل کېږي.

هغه وایي:« د برېښنا پرچاوي بیخي ډېره ده. د طالبانو د طرحې په اړه معلومات نه لرم؛ خو که برېښنا کمه وي او یا هم نه وي، نو خلک به له څه شي سپما وکړي؟»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی قهار «مستعار نوم» بیا وايي، طالبان دې لومړی خلکو ته برېښنا ورکړي او که وروسته چا سپما نه کوله؛ نو جریمه دې کړي.

هغه وایي:« که رښتیا ووایم یو څه موده کېږي، چې د برېښنا له نشتوالي سره عادت شوی یم، اوس چې دوی وايي په ښار کې پیغامونه لیکو او رسنیو کې یې خپروو؛ ماته خندا راشي. برېښنا نشته ؛خو دوی وايي کمه یې مصرف کړئ.»

د کابل ښاریان په داسې حال کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي، چې افغانستان سږکال د تودوخې له ګرمې څپې سره هم مخامخ دی.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي او هره ورځ شاوخوا ۷۶۰ مېګاواټه وارد شوې برېښنا ترلاسه کوي.

د راپورونو پربنسټ؛ په کابل کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ د خلکو پر ژوند اغېز او د هغوی پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی او دغه فعالیتونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۱
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي. د دغه وزارت مسولوینو ویلي، چې ډېری دغه حاجیان په خپل مرګ مړه شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مسوولینو نن سې‌شنبه (د زمري ۱۴مه) په کابل کې د اماراتي ادارو د لاسته راوړنو په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې د حج پروسه په بریالۍ توګه بشپړه شوې او د تېرو کلونو پرتله پکې ستونزې کمې وې.

د دغه وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي، د سږني حج لپاره له شاوخوا ۳۰زره حاجیانو څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې چې نږدې ټولې مصرف شوې دي.

سږکال له هر حاجي دوه لکه او ۸۲زره افغانۍ اخېستل شوې وې، چې د مولوي ثاقب د معلوماتو له مخې نږدې دوه لکه او ۷۸ زره افغانۍ مصرف شوې دي.

په ورته وخت کې په دغه غونډه کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او د زیارتونو مشر محمد نبي محمدي بیا ویلي، چې سږکال د حج په مراسمو کې ۲۰ حاجیان مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره ۱۷ حاجیان په خپل مرګ مړه شوي او درې نور د ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ویلي، چې سږکال د حج مراسم د تېرو هغو پرتله په ښه توګه سرته رسېدلي.

تیرکال له افغانستانه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ افغان حاجیانو ګډون کړی و.

که څه هم د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب ادعا کوي، چې افغانستان ته ټاکل شوې سهمیه یې په عادلانه ډول د خلکو ترمنځ ویشلې ده؛ خو د طالبانو په حکومت نیوکه ده، چې د حج د فریضې ادا کولو لپاره یې په ټاکل شوې سهمیه کې تر ډېره د خپل حکومت د مامورینو او د خپلو پلویانو کورنیو ته پام کړی دی.

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان له څلور کلنې واکمنۍ وروسته لا پسې سخت دریځه شوي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱
د بشري حقونو څار سازمان: طالبان له څلور کلنې واکمنۍ وروسته لا پسې سخت دریځه شوي دي
100%

د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په درشل کې ویلي، چې دغې ډلې د افغان ښځو پر وړاندې خپل ظلمونه او تاوتریخوالی لاپسې پراخ او ژور کړی دی.

دغه سازمان نن سې شنبه (د زمري ۱۴مه) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور شوي بیان کې په لوی شمېر کې د افغانستان له ګاوڼدیو هېوادونو د کډوالو د ستنولو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

په بیان کې د دغه سازمان د څېړونکې فرشته عباسي له حوالې راغلي، چې د ښځو پر وړاندې په سیسټماتیکه جنسیتي ځورونه، د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د شاوخوا ۱.۹ مېلیونه افغان کډوالو جبري ستنول د افغانستان بشري وضعیت له خورا ګواښونکي وضعیت سره مخ کړی.

نوموړې ویلي: « د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه د دوی د پراخو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند تور یاد دی.»

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ افغانستان دا مهال په نړۍ کې تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی. د بشري حقونو څار سازمان یو وار بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي.

اغلې عباسي نیوکه کړې، چې د دوی له دوامداره غوښتونو او فشارونو سره، سره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د طالبانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ او ګټور ګامونه نه‌دي اخیستي.

د بشري حقونو څار سازمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو اندېښنې ناسمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۱
د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه فرمان په صادرولو ویلي، چې په دغه هېواد کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې ده. له دې سره هم‌مهاله پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پراخه شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو خبره هغه مهال توده شوه، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د افغانانو ستنولو په اړه د (Statutory Regulatory Order) په نوم فرمان لاسلیک شو.

د دغه فرمان له مخې؛ په پاکستان کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو موده د روان کال (د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه) پای ته ورسېده او دوی نور په پاکستان کې ناقانونه وبلل شول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو ترمنځ د پاکستان حکومت له افغانانو غوښتنه کړې وه، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي؛ که نه له جبري شړلو سره به مخ شي.

تر هغه وروسته د پاکستان حکومت بل اعلان وکړ، چې د ناقانونه بهرینو وګړو د ستنولو پلان دویم پړاو پيلېږي. په دې پړاو کې د بې اسناده کډوالو په ګډون افغان تابعیت لرونکي (ACC) کارټ لرونکي افغانان هم له پاکستانه اېستل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) په خپل یوه راپور کې د افغان کډوالو ستنېدنې بهیر ته یوه عمومي کتنه کې ويلي، چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه د PoR کارټ لرونکي افغانان اوسېږي.

ملګرو ملتونو او برېتانیا په افغانستان کې د ۱۰ مېلیون پونډو په ارزښت د کرنې پروګرام پیل کړ

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱
ملګرو ملتونو او برېتانیا په افغانستان کې د ۱۰ مېلیون پونډو په ارزښت د کرنې پروګرام پیل کړ
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خوړو خوندیتوب د لا ښه‌والي لپاره د برېتانیا په مالي ملاتړ د ۱۰ مېلیون پونډو په ارزښت د یوه پروګرام له پیلېدو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې به څه باندې ۱۵۰ زره کسان د دغه پروژې تر پوښښ لاندې راشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه کې به تر راتلونکو لسو میاشتو پلي شي چې تر ډېره به په‌کې بزګرانو، بې‌وزله کارګرو، مېرمنو او ماشومانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د کرنیزو حاصلاتو او لبنیاتو د تولید لوړول، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش، د څارویو لپاره د اغېزمنو واکسینونو ورکړه، د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، کونډو مېرمنو ته د چرګانو د فارمونو جوړول، له طبیعي افتونو څخه زیانمنو سره مرسته او په ټوله کې د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا د دغه پروژې لویې موخې بلل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان ویلي، چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او دغه نوې پروژه به تر ډېره د خوړو خوندیتوب «غذايي امنیت» په برخه کې ګټوره تمامه شي.