د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي. د دغه وزارت مسولوینو ویلي، چې ډېری دغه حاجیان په خپل مرګ مړه شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي. د دغه وزارت مسولوینو ویلي، چې ډېری دغه حاجیان په خپل مرګ مړه شوي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مسوولینو نن سېشنبه (د زمري ۱۴مه) په کابل کې د اماراتي ادارو د لاسته راوړنو په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې د حج پروسه په بریالۍ توګه بشپړه شوې او د تېرو کلونو پرتله پکې ستونزې کمې وې.
د دغه وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي، د سږني حج لپاره له شاوخوا ۳۰زره حاجیانو څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې چې نږدې ټولې مصرف شوې دي.
سږکال له هر حاجي دوه لکه او ۸۲زره افغانۍ اخېستل شوې وې، چې د مولوي ثاقب د معلوماتو له مخې نږدې دوه لکه او ۷۸ زره افغانۍ مصرف شوې دي.
په ورته وخت کې په دغه غونډه کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او د زیارتونو مشر محمد نبي محمدي بیا ویلي، چې سږکال د حج په مراسمو کې ۲۰ حاجیان مړه شوي دي.
د نوموړي په خبره ۱۷ حاجیان په خپل مرګ مړه شوي او درې نور د ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ویلي، چې سږکال د حج مراسم د تېرو هغو پرتله په ښه توګه سرته رسېدلي.
تیرکال له افغانستانه د حج په مراسمو کې ۳۰۳۱۶ افغان حاجیانو ګډون کړی و.
که څه هم د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب ادعا کوي، چې افغانستان ته ټاکل شوې سهمیه یې په عادلانه ډول د خلکو ترمنځ ویشلې ده؛ خو د طالبانو په حکومت نیوکه ده، چې د حج د فریضې ادا کولو لپاره یې په ټاکل شوې سهمیه کې تر ډېره د خپل حکومت د مامورینو او د خپلو پلویانو کورنیو ته پام کړی دی.


د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په درشل کې ویلي، چې دغې ډلې د افغان ښځو پر وړاندې خپل ظلمونه او تاوتریخوالی لاپسې پراخ او ژور کړی دی.
دغه سازمان نن سې شنبه (د زمري ۱۴مه) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور شوي بیان کې په لوی شمېر کې د افغانستان له ګاوڼدیو هېوادونو د کډوالو د ستنولو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
په بیان کې د دغه سازمان د څېړونکې فرشته عباسي له حوالې راغلي، چې د ښځو پر وړاندې په سیسټماتیکه جنسیتي ځورونه، د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د شاوخوا ۱.۹ مېلیونه افغان کډوالو جبري ستنول د افغانستان بشري وضعیت له خورا ګواښونکي وضعیت سره مخ کړی.
نوموړې ویلي: « د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه د دوی د پراخو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند تور یاد دی.»
د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ افغانستان دا مهال په نړۍ کې تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی. د بشري حقونو څار سازمان یو وار بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي.
اغلې عباسي نیوکه کړې، چې د دوی له دوامداره غوښتونو او فشارونو سره، سره د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د طالبانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ او ګټور ګامونه نهدي اخیستي.
د بشري حقونو څار سازمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو اندېښنې ناسمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه فرمان په صادرولو ویلي، چې په دغه هېواد کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده پای ته رسېدلې ده. له دې سره هممهاله پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پراخه شي.
له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو خبره هغه مهال توده شوه، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لهخوا د افغانانو ستنولو په اړه د (Statutory Regulatory Order) په نوم فرمان لاسلیک شو.
د دغه فرمان له مخې؛ په پاکستان کې د (PoR) کارټ لرونکو افغانانو موده د روان کال (د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه) پای ته ورسېده او دوی نور په پاکستان کې ناقانونه وبلل شول.
تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو ترمنځ د پاکستان حکومت له افغانانو غوښتنه کړې وه، چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي؛ که نه له جبري شړلو سره به مخ شي.
تر هغه وروسته د پاکستان حکومت بل اعلان وکړ، چې د ناقانونه بهرینو وګړو د ستنولو پلان دویم پړاو پيلېږي. په دې پړاو کې د بې اسناده کډوالو په ګډون افغان تابعیت لرونکي (ACC) کارټ لرونکي افغانان هم له پاکستانه اېستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) په خپل یوه راپور کې د افغان کډوالو ستنېدنې بهیر ته یوه عمومي کتنه کې ويلي، چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه د PoR کارټ لرونکي افغانان اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خوړو خوندیتوب د لا ښهوالي لپاره د برېتانیا په مالي ملاتړ د ۱۰ مېلیون پونډو په ارزښت د یوه پروګرام له پیلېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې به څه باندې ۱۵۰ زره کسان د دغه پروژې تر پوښښ لاندې راشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه کې به تر راتلونکو لسو میاشتو پلي شي چې تر ډېره به پهکې بزګرانو، بېوزله کارګرو، مېرمنو او ماشومانو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د کرنیزو حاصلاتو او لبنیاتو د تولید لوړول، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو وېش، د څارویو لپاره د اغېزمنو واکسینونو ورکړه، د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، کونډو مېرمنو ته د چرګانو د فارمونو جوړول، له طبیعي افتونو څخه زیانمنو سره مرسته او په ټوله کې د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا د دغه پروژې لویې موخې بلل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان ویلي، چې کرنه او مالداري د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او دغه نوې پروژه به تر ډېره د خوړو خوندیتوب «غذايي امنیت» په برخه کې ګټوره تمامه شي.

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اسلاماباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر ځنډېدو په اړه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې د دغه سفر مخه نیولې ده.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. ښاغلی صالح وایي:« نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»
نوموړي د خپل یادښت په یوې برخه کې ویلي، چې دوی «طالبان او پاکستان» په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي.
ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون دوشنبه (د زمري ۱۳مه) اسلام اباد ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی؛ خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر دې دمه پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په نوملړ کې نه دی شامل کړی.
دغه معافیت معمولا د کوربه هېواد لهخوا وړاندیز کېږي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه پورې د سفر معافیت ترلاسه کولو لپاره اړینه رسمي غوښتنه نه ده وړاندې کړې او یا نه دی پرې بریالی شوی.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې ریاست هم پرغاړه لري.
د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل وي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته له افغانستانه بهر سفر وکړي. دغه معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا بېړنیو درملنو لپاره ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي تر دې وړاندې څو ځله د همدغې کمېټې لهخوا د سفر معافیت ترلاسه کړی او بېلابېلو هېوادونو ته تللی دی.
د ۲۰۲۵ کال (د جون پر ۱۸مه) متقي ته د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره معافیت ورکړل شوی و. همداراز (د مئ پر ۱۶مه) نوموړي ته د چین په بیجینګ او چنګدو ښارونو کې د «لویدیځ چین نړۍوال نندارتون» کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.
تر دې وړاندې (د اپرېل په ۲۵مه) هم د متقي لپاره قطر ته د سفر معافیت منظور شوی و، چې هلته یې له قطري چارواکو سره لیدنې لرلې. همداراز (د مارچ په ۲۱مه) سعودي ته د عمرې لپاره، (د مارچ په ۷مه) عمان ته او (د جنورۍ په ۲۶مه) متحده عربي اماراتو ته د سفرونو لپاره معافیتونه ورکړل شوي وو.
تر اوسه د پاکستان او طالبانو رسمي سرچینو سالاماباد ته د امیرخان متقي د سفر ځنډېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته د هنر ډګر له رنګ، غږ او حرکت نه بېبرخې شوی دی. افغانستان د موسیقيوالو، تیاترانو، سینماګرانو او انځوګرانو لپاره نور د الهام او تخلیق کور نهدی.
افغان هنرمندان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ننه دوی د وېرې، بېوزلۍ او چوپتیا په یوې تنګې فضا کې ژوند کوي.
که څه هم له هېواده بهر افغان موسیقيوال هڅه کوي، چې خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو په کور دننه افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د موسیقۍ غږ چوپ شوی دی. د نغمو هغه وطن چې یو وخت د موسیقۍ او سازونو له شوره ډک و، اوس د طالبانو د ترانو پروډکشن ګرځېدلی. د موسیقۍ ژبه چې د بیان او سولې نښه وه، له سانسور، وېرې او بندیزونو سره مل ده او هنرمندان تر بل هر وخت ډېر سخت او دردونکي وضعیت کې ایسار دي.
ګڼ هنرمندان د خپل هنر د پاللو په نیت نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او یو شمېر نورو بیا په کور دننه د هنري چارو د ځوړ له امله نورو کارونو ته مخه کړې ده. په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له منفي اغېزو د نورو هنري برخو تر څنګ انځورګرۍ هم زیان لیدلی او ګڼ انځورګران د خپل هنر د ودې او په دې برخه کې د پرمختګ په موخه له هېواده وتلي دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پوره څلور کاله تېرېږي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه ډېر کم شوي دي.
صدیقه (مستعار نوم) له هغو انځورګرانو څخه ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او ګاونډي هېواد پاکستان ته یې پناه وړې ده. نوموړې وايي، اوسنی حاکمیت، د هنرمندانو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر غوړېدو ته پاملرنه نهکوي او په وینا یې دا حالت د دې لامل شوی، چې د انځورګرۍ هنر ورځ تر بلې د ودې پر ځای لا پیکه شي.

هغه وايي: «په پاکستان کې موږ د انځورګرۍ کورس ته ځو؛ خو هلته وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږو. دوی راته وايي، «نن پولیس راځي، افغانانو پسې ګرځي او نیسي یې؛ دا حالت د انسان وضعیت نور هم خرابوي.» نوموړې هنرمنده زیاتوي، چې کورنۍ یې د دې د هنر ملاتړ کوي؛ خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یواېناېچ سيار ورسره د نندارتون جوړېدو ژمنه کړې وه؛ خو دغه ژمنه یې تراوسه سرته نه ده رسولې.
د کابل پوهنتون استاد محمود (مستعار نوم) له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وايي، چې اوسنی حالت د هنر لپاره «ډېر دردونکی» دی. دی خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام ومومي؛ نو «ښايي د هنر رنګ او بوی لهمنځه لاړ شي». نوموړی زیاتوي، چې هنرمندان نه یوازې اقتصادي ستونزې لري؛ بلکې «رواني فشار» هم ورباندې ډېر شوی او که ملاتړ یې ونهشي، افغان ټولنه به خپله «فرهنګي شتمني» له لاسه ورکړي.
دی وړاندې وايي، پخوا که څه هم د هنر ودې لپاره تر ډېره حده کار کېده او د غوړېدا لپاره یې زمینه برابره وه؛ خو سره له دې هم د انځورګرانو مالي وضعیت ښه نه و. محمود د انځورګرۍ په برخه کې د کار د نشتوالي خبره هم کوي او وايي، په ښوونځیو کې د رسامۍ یوازې یو استاد وي او هغه د خپل تقاعد تر پایه همالته وي.
هغه زیاته کړه، چې دمګړۍ په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر وده نهشي کولای او هنرمند نه شي کولای د چا انځور جوړ کړي، د انځورونو یا تابلوګانو د پلور زمینه نه ده برابره او بله دا چې دغه هنر ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
د کابل پوهنتون یاد استاد په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ملي ګالرۍ کې د ډېرو هنري اثارو د تخریب په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې د دغو اثارو ډېری هغه غلا شوي دي. د هغه په خبره؛ په هېواد کې د هنر د ودې لپاره مهمه دا ده، چې اوسنی حاکمیت دغه هنر ته پاملرنه وکړي او ارزښت ورکړي. دی وايي، چې د هنر د ودې لپاره د نړۍ له اوسنیو هنري فعالیتونو خبرېدل او ورسره یو ځای کېدل په کار دي. د ده په وینا؛ هنرمندان باید د هنر له اوسنیو باریکیو ځانونه خبر کړي او په دې برخه کې د کار لپاره ورته زمینه برابره شي.
دې سره جوخت، په افغانستان کې د انځورګرۍ یو شمېر هنرمندان د هنر د محدودیتونو او بېپاملرنې له امله اندېښنه څرګندوي. افغانه انځورګره او ډاکټره ماڼو وزیري له هغو کسانو نه ده چې په باور یې، روان وضعیت د انځورګرۍ او نورو هنري برخو پر راتلونکي ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړې وایي، اوسمهال ډېری هنرمندان له هېواده د وتلو په حال کې دي؛ ځکه نه یوازې خلک، بلکې اوسنی حاکمیت هم د هنر ارزښت نهدی درک کړی. وزیري زیاتوي: «تشویق نشته، ملاتړ نشته او د هنر پر ارزښت څوک پوهېږي. انځورګرانو ته ویل شوي، چې انځورونه مه جوړوئ. دغه ډول بندیزونه د انځورګرۍ فضا نوره هم تنګوي. اوسنی وضعیت ډېر مایوسه کوونکی دی.»

ډاکټره ماڼو انځورګري یوازې یو مسلک نه؛ بلکې د خپلې روحي درملنې تر ټولو ګټوره لاره بولي. هغې وویل: «کله چې انځورګري کوم، روحاً د ارامښت احساس کوم. همدغه هنر دی چې زه یې له ژور خپګان څخه ژغورلې یم.» هغې له نړۍوالو بنسټونو، کلتوري مرکزونو او د هنر ملاتړ کوونکو نه غوښتي، چې له افغان هنرمندانو سره مرسته وکړي؛ څو دوی وکولای شي د هنر د خدمت لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
شرنګېدلې موسیقي؛ هغه غږ چې پوره څلور کاله کېږي خاموشه شوی
د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته موسیقي د افغانستان په فرهنګي فضا کې تر ټولو ډېره ځپل شوې برخه ده. افغان هنرمندان وايي، چې موسیقي نهیوازې له عامو محفلونو اېستل شوې؛ بلکې هنرمندان له خپلو غږونو، سازونو او ان له هویت نه جلا شوي دي.
په کابل کې مېشت افغان سندرغاړی نواز (مستعار نوم) وايي، چې ۲۰۲۱ کال د موسیقۍ د ازادۍ لپاره وروستی څپرکی و. هغه له افغانستان انټرنشنل سره-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د ۲۰۲۱ وروسته زموږ د موسیقۍ تارونه پرې شوې دي. له هماغه ورځې هنر او هنرمند پر مرۍ پښه اېښودل شوې ده.» نواز زیاتوي، چې طالبان د موسیقۍ ژبه «غېراسلامي او ګناه» بولي او هنرمند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
دی وايي، چې تر ۲۰۲۱ وروسته نه یوازې د موسیقۍ غږ خاموشه شو؛ بلکې د ده د ژوند ډوډۍ هم ورسره بنده شوې ده. نوموړی زیاتوي، تر سقوط مخکې یې د هنري پروګرامونو، شخصي محفلونو او فرهنګي ناستو له لارې د خپل ژوند چارې برابرولې؛ خو اوس هېڅ کاروبار نهلري.
ده زیاته کړه: «نه یوازې زموږ پر موسیقي بندیز ولګېده او د کفر په سترګه ورته کتل کېږي؛ بلکې د دسترخوان ډوډۍ مو هم ورسره بنده شوې ده او خدای شته چې د سهار او ماښام ډوډۍ پسې حیران یو. اوس کله ناکله په سلماني کې کار کوم او کله هم رېکشا چلوم. دا موسیقي مې د زړګي برخه ده؛ خو افسوس چې د غږېدو اجازه یې نهلرو.»
ناصر (مستعار نوم) بل افغان سندرغاړی دی، چې دا مهال په پېښور کې ژوند کوي، دی وايي چې طالبان د موسیقۍ پر وړاندې هماغه دریځ لري چې د ۱۹۹۰ لسیزې په دویمه نیمایي کې یې لاره. ناصر زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د موسیقۍ ناوړه وضعیت ته سخت خپه دی او په وینا یې؛ د موسیقۍ په برخه کې ۲۰ کلنې لاستهراوړنې له صفر سره ضرب شوې دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «موږ به د موسیقۍ له لارې سیاسي او ټولنیز دردونه انځورول. اوس وطن د ترانو پر پروډکشن بدل شوی دی.» ناصر زیاتوي، چې له وطنه بهر افغان هنرمندان هڅه کوي خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو د وطن د چوپتیا درد ترې نهشي لرې کولای.
د طالبانو تر بیا ځل واکمنېدو وروسته افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه:
۱- د موسیقۍ ښوونځي، کنسرټونه او هنري پروګرامونه بند شوي.
۲- ښځینه موسیقيوالې له بشپړې چوپتیا سره مخ دي.
۳- د موسیقۍ وسایل ضبط یا مات شوي دي.
۴- د ملي ارکستر فعالیتونه درېدلي.
۵- په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې د موسیقۍ پروګرامونه بشپړ ډول بند شوي دي.
۶- ګڼ هنرمندان مجبور شوي، چې له هېواده ووځي.

کلتورپوهان څه وايي؟
کلتورپوهان وايي، روان وضعیت یوازې هنرمندانو ته نه؛ بلکې د یوه ملت فرهنګي حافظه زیانمنوي.
کلتور پوه عبدالغفور لېوال وایي، د طالبانو تر سیوري لاندې افغانستان کې هنري تولید په نشت حساب دی او واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته د هنر ګڼې برخې په قصدي ډول له منځه وړل شوې دي.
ښاغلی لېوال طالبان په افغانستان کې د هنري اثارو او کلتور پر ټول وژنې تورنوي؛ خو په خبره یې ډاډ شته چې په تبعید کې د ټولو هنرونو شته هنرمندان به هنري او هنري فعالیتونه ژوندي ساتي او د افغان هنر او کلتور دا بېړۍ له سینده پورې باسي. نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې اکثریت هنرونه له خپل بومي چاپېریال کډوال شوي؛ ځکه چې طالبان د ژوندیو موجوداتو انځورګري ناروا ګڼي، موسېقي حرامه بولي، مشاعرې نه جوړېږي، تیاتر خو تقریباً بېخي وجود نه لري، دې ټولو ته په کتو موږ اوس د هنر وژنې په زمانه کې ژوند کوو، تېر څلور کاله د هنر د قتل عام کلونه وو. مګر له دې ټولو سره، سره بیا هم هیلې شته، چې په تبعید کې ګڼ هنرمندان او فرهنګي فعالان د دغو برخو د ژوندي ساتلو لپاره پر خپلو شخصي لګښتونو هڅې کوي. زه هیلهمن یم، چې یو وخت بېرته د هنر او فرهنګ له مسلخ بدل شو، د هنر د ودې او فرهنګي ارزښتونو پر ځای ځایګي بدل شو.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمني ټینګه کړې، د فرهنګي او هنري فعالیتونو بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ شوی دی. اوسنی حاکمیت موسیقي، سینیما، انځورګري، نقاشي او ګڼې نورې هنري برخې د اسلامي ارزښتونو خلاف بولي او له همدې امله ورته لېوالتیا نه ښيي. د هنري ازادۍ دغه محدویتونه نه یوازې د هنرمندانو مسلکي کار فضا محدوده کړې؛ بلکې د هغوی فزیکي او رواني امنیت یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر هنرمندان یا له هېواده وتلي، ځینو یې خپل فعالیتونه بند کړي او یا هم اړ شوي چې له هنر سره خدایپاماني وکړي. دغه چاره فرهنګي تنوع ته یو جدي ګواښ بلل کېږي. په دغه وضعیت کې د افغانستان د هنر راتلونکی تت، بېباوره او د سترو ناخوالو سره مخ ښکاري.