• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پروفایل\ژوندلیک

«د خاموشه شوي هنر فریاد»؛ د اګسټ ۱۵مه د افغانستان د فرهنګي فضا د تورې ورځې پیلامه ده

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته د هنر ډګر له رنګ، غږ او حرکت نه بې‌برخې شوی دی. افغانستان د موسیقي‌والو، تیاترانو، سینماګرانو او انځوګرانو لپاره نور د الهام او تخلیق کور نه‌دی.

افغان هنرمندان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ننه دوی د وېرې، بې‌وزلۍ او چوپتیا په یوې تنګې فضا کې ژوند کوي.
که څه هم له هېواده بهر افغان موسیقي‌وال هڅه کوي، چې خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو په کور دننه افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د موسیقۍ غږ چوپ شوی دی. د نغمو هغه وطن چې یو وخت د موسیقۍ او سازونو له شوره ډک و، اوس د طالبانو د ترانو پروډکشن ګرځېدلی. د موسیقۍ ژبه چې د بیان او سولې نښه وه، له سانسور، وېرې او بندیزونو سره مل ده او هنرمندان تر بل هر وخت ډېر سخت او دردونکي وضعیت کې ایسار دي.
ګڼ هنرمندان د خپل هنر د پاللو په نیت نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او یو شمېر نورو بیا په کور دننه د هنري چارو د ځوړ له امله نورو کارونو ته مخه کړې ده. په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له منفي اغېزو د نورو هنري برخو تر څنګ انځورګرۍ هم زیان لیدلی او ګڼ انځورګران د خپل هنر د ودې او په دې برخه کې د پرمختګ په موخه له هېواده وتلي دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو پوره څلور کاله تېرېږي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه ډېر کم شوي دي.
صدیقه (مستعار نوم) له هغو انځورګرانو څخه ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او ګاونډي هېواد پاکستان ته یې پناه وړې ده. نوموړې وايي، اوسنی حاکمیت، د هنرمندانو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر غوړېدو ته پاملرنه نه‌کوي او په وینا یې دا حالت د دې لامل شوی، چې د انځورګرۍ هنر ورځ تر بلې د ودې پر ځای لا پیکه شي.

100%

هغه وايي: «په پاکستان کې موږ د انځورګرۍ کورس ته ځو؛ خو هلته وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږو. دوی راته وايي، «نن پولیس راځي، افغانانو پسې ګرځي او نیسي یې؛ دا حالت د انسان وضعیت نور هم خرابوي.» نوموړې هنرمنده زیاتوي، چې کورنۍ یې د دې د هنر ملاتړ کوي؛ خو په وینا یې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یواېن‌اېچ سي‌ار ورسره د نندارتون جوړېدو ژمنه کړې وه؛ خو دغه ژمنه یې تراوسه سرته نه ده رسولې.
د کابل پوهنتون استاد محمود (مستعار نوم) له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وايي، چې اوسنی حالت د هنر لپاره «ډېر دردونکی» دی. دی خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام ومومي؛ نو «ښايي د هنر رنګ او بوی له‌منځه لاړ شي». نوموړی زیاتوي، چې هنرمندان نه یوازې اقتصادي ستونزې لري؛ بلکې «رواني فشار» هم ورباندې ډېر شوی او که ملاتړ یې ونه‌شي، افغان ټولنه به خپله «فرهنګي شتمني» له لاسه ورکړي.
دی وړاندې وايي، پخوا که څه هم د هنر ودې لپاره تر ډېره حده کار کېده او د غوړېدا لپاره یې زمینه برابره وه؛ خو سره له دې هم د انځورګرانو مالي وضعیت ښه نه و. محمود د انځورګرۍ په برخه کې د کار د نشتوالي خبره هم کوي او وايي، په ښوونځیو کې د رسامۍ یوازې یو استاد وي او هغه د خپل تقاعد تر پایه همالته وي.
هغه زیاته کړه، چې دمګړۍ په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر وده نه‌شي کولای او هنرمند نه شي کولای د چا انځور جوړ کړي، د انځورونو یا تابلوګانو د پلور زمینه نه ده برابره او بله دا چې دغه هنر ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
د کابل پوهنتون یاد استاد په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ملي ګالرۍ کې د ډېرو هنري اثارو د تخریب په اړه هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې د دغو اثارو ډېری هغه غلا شوي دي. د هغه په خبره؛ په هېواد کې د هنر د ودې لپاره مهمه دا ده، چې اوسنی حاکمیت دغه هنر ته پاملرنه وکړي او ارزښت ورکړي. دی وايي، چې د هنر د ودې لپاره د نړۍ له اوسنیو هنري فعالیتونو خبرېدل او ورسره یو ځای کېدل په کار دي. د ده په وینا؛ هنرمندان باید د هنر له اوسنیو باریکیو ځانونه خبر کړي او په دې برخه کې د کار لپاره ورته زمینه برابره شي.
دې سره جوخت، په افغانستان کې د انځورګرۍ یو شمېر هنرمندان د هنر د محدودیتونو او بې‌پاملرنې له امله اندېښنه څرګندوي. افغانه انځورګره او ډاکټره ماڼو وزیري له هغو کسانو نه ده چې په باور یې، روان وضعیت د انځورګرۍ او نورو هنري برخو پر راتلونکي ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړې وایي، اوس‌مهال ډېری هنرمندان له هېواده د وتلو په حال کې دي؛ ځکه نه یوازې خلک، بلکې اوسنی حاکمیت هم د هنر ارزښت نه‌دی درک کړی. وزیري زیاتوي: «تشویق نشته، ملاتړ نشته او د هنر پر ارزښت څوک پوهېږي. انځورګرانو ته ویل شوي، چې انځورونه مه جوړوئ. دغه ډول بندیزونه د انځورګرۍ فضا نوره هم تنګوي. اوسنی وضعیت ډېر مایوسه کوونکی دی.»

100%

ډاکټره ماڼو انځورګري یوازې یو مسلک نه؛ بلکې د خپلې روحي درملنې تر ټولو ګټوره لاره بولي. هغې وویل: «کله چې انځورګري کوم، روحاً د ارامښت احساس کوم. همدغه هنر دی چې زه یې له ژور خپګان څخه ژغورلې یم.» هغې له نړۍوالو بنسټونو، کلتوري مرکزونو او د هنر ملاتړ کوونکو نه غوښتي، چې له افغان هنرمندانو سره مرسته وکړي؛ څو دوی وکولای شي د هنر د خدمت لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

شرنګېدلې موسیقي؛ هغه غږ چې پوره څلور کاله کېږي خاموشه شوی
د طالبانو تر بیاځل واکمنېدو وروسته موسیقي د افغانستان په فرهنګي فضا کې تر ټولو ډېره ځپل شوې برخه ده. افغان هنرمندان وايي، چې موسیقي نه‌یوازې له عامو محفلونو اېستل شوې؛ بلکې هنرمندان له خپلو غږونو، سازونو او ان له هویت نه جلا شوي دي.
په کابل کې مېشت افغان سندرغاړی نواز (مستعار نوم) وايي، چې ۲۰۲۱ کال د موسیقۍ د ازادۍ لپاره وروستی څپرکی و. هغه له افغانستان انټرنشنل سره-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د ۲۰۲۱ وروسته زموږ د موسیقۍ تارونه پرې شوې دي. له هماغه ورځې هنر او هنرمند پر مرۍ پښه اېښودل شوې ده.» نواز زیاتوي، چې طالبان د موسیقۍ ژبه «غېراسلامي او ګناه» بولي او هنرمند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
دی وايي، چې تر ۲۰۲۱ وروسته نه‌ یوازې د موسیقۍ غږ خاموشه شو؛ بلکې د ده د ژوند ډوډۍ هم ورسره بنده شوې ده. نوموړی زیاتوي، تر سقوط مخکې یې د هنري پروګرامونو، شخصي محفلونو او فرهنګي ناستو له لارې د خپل ژوند چارې برابرولې؛ خو اوس هېڅ کاروبار نه‌لري.
ده زیاته کړه: «نه یوازې زموږ پر موسیقي بندیز ولګېده او د کفر په سترګه ورته کتل کېږي؛ بلکې د دسترخوان ډوډۍ مو هم ورسره بنده شوې ده او خدای شته چې د سهار او ماښام ډوډۍ پسې حیران یو. اوس کله ناکله په سلماني کې کار کوم او کله هم رېکشا چلوم. دا موسیقي مې د زړګي برخه ده؛ خو افسوس چې د غږېدو اجازه یې نه‌لرو.»
ناصر (مستعار نوم) بل افغان سندرغاړی دی، چې دا مهال په پېښور کې ژوند کوي، دی وايي چې طالبان د موسیقۍ پر وړاندې هماغه دریځ لري چې د ۱۹۹۰ لسیزې په دویمه نیمایي کې یې لاره. ناصر زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د موسیقۍ ناوړه وضعیت ته سخت خپه دی او په وینا یې؛ د موسیقۍ په برخه کې ۲۰ کلنې لاسته‌راوړنې له صفر سره ضرب شوې دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وویل: «موږ به د موسیقۍ له لارې سیاسي او ټولنیز دردونه انځورول. اوس وطن د ترانو پر پروډکشن بدل شوی دی.» ناصر زیاتوي، چې له وطنه بهر افغان هنرمندان هڅه کوي خپل غږ ژوندی وساتي؛ خو د وطن د چوپتیا درد ترې نه‌شي لرې کولای.

د طالبانو تر بیا ځل واکمنېدو وروسته افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه:
۱- د موسیقۍ ښوونځي، کنسرټونه او هنري پروګرامونه بند شوي.
۲- ښځینه موسیقي‌والې له بشپړې چوپتیا سره مخ دي.
۳- د موسیقۍ وسایل ضبط یا مات شوي دي.
۴- د ملي ارکستر فعالیتونه درېدلي.
۵- په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې د موسیقۍ پروګرامونه بشپړ ډول بند شوي دي.
۶- ګڼ هنرمندان مجبور شوي، چې له هېواده ووځي.

100%

کلتورپوهان څه وايي؟
کلتورپوهان وايي، روان وضعیت یوازې هنرمندانو ته نه؛ بلکې د یوه ملت فرهنګي حافظه زیانمنوي.
کلتور پوه عبدالغفور لېوال وایي، د طالبانو تر سیوري لاندې افغانستان کې هنري تولید په نشت حساب دی او واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته د هنر ګڼې برخې په قصدي ډول له منځه وړل شوې دي.
ښاغلی لېوال طالبان په افغانستان کې د هنري اثارو او کلتور پر ټول وژنې تورنوي؛ خو په خبره یې ډاډ شته چې په تبعید کې د ټولو هنرونو شته هنرمندان به هنري او هنري فعالیتونه ژوندي ساتي او د افغان هنر او کلتور دا بېړۍ له سینده پورې باسي. نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې اکثریت هنرونه له خپل بومي چاپېریال کډوال شوي؛ ځکه چې طالبان د ژوندیو موجوداتو انځورګري ناروا ګڼي، موسېقي حرامه بولي، مشاعرې نه جوړېږي، تیاتر خو تقریباً بېخي وجود نه لري، دې ټولو ته په کتو موږ اوس د هنر وژنې په زمانه کې ژوند کوو، تېر څلور کاله د هنر د قتل عام کلونه وو. مګر له دې ټولو سره، سره بیا هم هیلې شته، چې په تبعید کې ګڼ هنرمندان او فرهنګي فعالان د دغو برخو د ژوندي ساتلو لپاره پر خپلو شخصي لګښتونو هڅې کوي. زه هیله‌من یم، چې یو وخت بېرته د هنر او فرهنګ له مسلخ بدل شو، د هنر د ودې او فرهنګي ارزښتونو پر ځای ځایګي بدل شو.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمني ټینګه کړې، د فرهنګي او هنري فعالیتونو بهیر له سختو محدودیتونو سره مخ شوی دی. اوسنی حاکمیت موسیقي، سینیما، انځورګري، نقاشي او ګڼې نورې هنري برخې د اسلامي ارزښتونو خلاف بولي او له همدې امله ورته لېوالتیا نه ښيي. د هنري ازادۍ دغه محدویتونه نه یوازې د هنرمندانو مسلکي کار فضا محدوده کړې؛ بلکې د هغوی فزیکي او رواني امنیت یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر هنرمندان یا له هېواده وتلي، ځینو یې خپل فعالیتونه بند کړي او یا هم اړ شوي چې له هنر سره خدای‌پاماني وکړي. دغه چاره فرهنګي تنوع ته یو جدي ګواښ بلل کېږي. په دغه وضعیت کې د افغانستان د هنر راتلونکی تت، بې‌باوره او د سترو ناخوالو سره مخ ښکاري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی پاکستانی وزیر: پاکستان باید اسلام اباد ته د متقي د سفر د ځنډېدو په اړه وضاحت ورکړي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱
پخوانی پاکستانی وزیر: پاکستان باید اسلام اباد ته د متقي د سفر د ځنډېدو په اړه وضاحت ورکړي
100%

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر ځنډېدل مبهم بللی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

شېرپاو د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) په خپلې اېکس پاڼې ولیکل: «دغه سفر یقیناً د دوه اړخیزې سوداګرۍ، سولې، امنیتي وضعیت او د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره خورا مهم وو، حکومت باید د ابهام او شک د رامنځته کېدو مخه ونیسي او ولس ته وضاحت ورکړي چې ولې دغه سفر منسوخ شوی او لامل یې څه وو.»

ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) د اسلام اباد په بلنه د یوه ۳ ورځني سفر په موخه پاکستان ته ولاړ شي.

پاکستان ته د امیرخان متقي سفر وځنډېد | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ظاهره پاکستاني لوري د دغه سفر د ځنډېدو لامل «تخنیکي ستونزې» په ګوته کړي او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به د متقي د سفر نوې نېټه اعلان شي، خو د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د معافیت نشتوالي له امله ځنډېدلی دی.

ملګرو ملتونو تراوسه پاکستان ته د متقي د سفر معافیت نه دی صادر کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه معافیت معمولا کوربه هېواد وړاندیزوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه د متقي د سفر معافیت نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر دوشنبې ورځې پورې پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی او یا هم پرې نه دی بریالی شوی.

د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل وي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته بهر ته سفر وکړي. دا معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا عاجلو درملنو لپاره ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي تر دې وړاندې څو ځله د همدغې کمېټې له خوا د سفر معافیت ترلاسه کړی او بېلابېلو هېوادونو ته تللی دی.

د برېتانیا لومړي وزیر پر جنسي تېري د دوو تورنو افغانانو په تړاو د شفافیت غوښتنه وکړه

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱
د برېتانیا لومړي وزیر پر جنسي تېري د دوو تورنو افغانانو په تړاو د شفافیت غوښتنه وکړه
100%

په برېتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکي چې احمد ملاخېل او محمد کبیر نومېږي، ۲ ورځې مخکې په میډلینډز کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور تورن شول او ځايي پولیسو په یاد ښار کې د کړکېچ له رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره د تورنو کسانو د هویت او ځای د نه افشا کولو پرېکړه کړې وه.

خو د برېتانیا لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۳مه) له پولیسو وغوښتل، چې د شکمنو جنسي تیري کوونکو د هویت په اړه تر ممکنه حده شفاف واوسي.

نوموړی وروسته له هغې ځواب ورکړې ته اړ شو، چې د میډلینډز ښار سیمه ییزو شوراګانو او ټولنو له پولیسو وغوښتل، چې د جنسي تیري په تور د تورنو کسانو هویت او نور ټول جزییات افشا کړي.

د برېتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې د تېرې یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، ادعا کېږي چې احمد ملاخېل د سې شنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه له خپل یوه ملګري سره پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی او له پېښې وروسته د یوې اوونۍ په لړ کې یاد تورن کسان د پولیسو له لوري ونیول شول.

دوه افغانان په انګلستان کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د انګلستان د لومړي وزیر ویاند د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۳مه) وویل، «زموږ دریځ دا دی، چې ټول چارواکي له پولیسو څخه تر مرکزي حکومت پورې باید د دغه ډول قضیو په اداره کولو کې د امکان تر حده شفاف وي.»

ویل کېږي، د دغې پېښې قرباني لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او دغه دوه تورن کسان به د روانې اګست میاشتې تر ۲۶مې په توقیف کې وي او بیا به محکمې ته وړاندې شي.

د طالبانو د ورزش اداره او د پوهنې وزارت د سپورټ ودې لپاره نوې هوکړه کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۳ GMT+۱
د طالبانو د ورزش اداره او د پوهنې وزارت د سپورټ ودې لپاره نوې هوکړه کوي
100%

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمد الله وثیق وایي، چې د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اغا سره یې کتلي چې له مخې یې دواړو خواوو د ښوونځیو او مدرسو په کچه د ورزش د ودې پر اړتیا خبرې کړې دي.

وثیق پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي، چې اداره‌ یې چمتو ده څو په ښوونځیو کې د بدني روزنې او ورزش د پراختیا لپاره همکاري وکړي او په نږدې راتلونکې کې به د همکاریو دوه اړخیز تړون هم لاسلیک کړي.

احمد الله وثیق چې مخکې یې د طالبانو د فرهنګي چارو ویاند په توګه هم کار کړی، ویلي: «موږ د پوهنې له وزیر سره پر دې هوکړه وکړه، چې د ورزش د ارزښت په اړه ګډ کار وکړو او چمتو یو د مکتبونو سره مرسته وکړو.»

بلخوا، د پوهنې طالب وزیر مولوي حبیب الله اغا هم د بدني روزنې ارزښت تایید کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت به د ورزش له ادارې سره په دې برخه کې "بشپړه" همکاري وکړي.

د یادولو ده، چې دواړه خواوو بیا د خبرو پر مهال د نجونو د زده کړو یا د هغوی د بدني روزنې یادونه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه شي تللی او ښځینه ورزش په بشپړه توګه بند شوی دی.

د ښځو د حقونو فعاله لیلو افغان افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «د طالبانو دا ډول غونډې د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې د نړۍوالو د قناعت لپاره صحنه جوړونه ښکاري. تر هغو چې نجونې ښوونځي ته نه شي تللی، د ورزش خبرې یو ډول ټوکې ښکاري.»

لیلو زیاتوي: «بدني روزنه د زده‌کوونکو لپاره ډېره مهمه ده، خو یوازې د نارینه زده‌کوونکو لپاره یې ترویج کول نابرابري ده. ترڅو چې نجونې هم ګډون و نه لري، دا کړنې به نیمګړې پاتې وي.»

د وثیق په مشرۍ ادارې، د نارینه‌وو لپاره د څو ورزشي ټورنمنټونو خبرونه خپاره کړي دي؛ خو د ناظرینو په وینا، دا هڅې محدودې، غېر شفافې او یوازې د ځینو خاصو افرادو د نندارې لپاره تنظیم شوې دي.

یوه افغان ورزش کار چې په کابل کې یې د روزنې یو کلپ درلود او اوس د طالبانو له لوري بند کړای شوی دی، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: «په اوسني وضعیت کې د طالبانو له لوري د ورزش ملاتړ یو تضاد لري. هغوی د ښځو ورزش منع کړی، نړۍوال معیارونه نه مني، خو بیا هڅه کوي چې خپل ځان د سپورټ ملاتړی وښيي».

د طالبانو د ورزش ادارې او د پوهنې وزارت تر منځ دا نوې "هوکړه" ښايي یو مثبت ګام ښکاره شي، خو د عملي اقدام، شفافو تګلارو او د ټولنې ټولو قشرونو (په ځانګړي ډول ښځو او نجونو) د ګډون پرته دا هڅې بې معنا دي.

طالبانو په ننګرهار کې د یوناما دفتر بند کړ او کارکوونکو ته یې د «مرتدینو» خطاب کړی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۱
طالبانو په ننګرهار کې د یوناما دفتر بند کړ او کارکوونکو ته یې د «مرتدینو» خطاب کړی
100%

د یوناما دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې نن دوشنبه د والي ملا نعیم بړیڅ په امر طالب ساتونکو د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دروازه تړلې او کارکوونکو ته یې د «مرتدینو» خطاب کړی دی.

دغه سرچینه چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې افشا شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «مونږ نن سهار غوښتل چې خپل دفتر ته لاړ شو، خو د ننګرهار ولایت طالب ساتونکو مونږ ته له لومړني امنیتي کمربند څخه د تېرېدو اجازه رانکړه، زمونږ د دفتر او د ولایت امنیتي کمربند یو دي، نه یوازې دا چې موږ ته یې د ننوتلو اجازه رانکړه، بلکې سپکې سپورې او ان چې راته یې وویل، تاسې «مرتدین» او د کفارو لاسپوڅي یاست.»

سرچینه زیاتوي، دوی ته طالب ساتونکو ویلي چې مونږ ته والي «ملا نعیم بړبڅ » امر کړی چې د یوناما کارکونکو ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.

یوې بلې سرچینې همداراز وویل: «طالبانو مونږ ته ډېرې سپکې خبرې وکړې، د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته د «مرتدینو» خطاب کول نه یوازې له قانوني اړخه جرم ګڼل کېږي، بلکې دا د نړۍوالو سازمانونو پروړاندې د کرکې خپرول هم دي. طالبان باید د نړۍوالو قوانینو له مخې مسوول وبلل شي. دا عمل د ژنیو کنوانسیونونو خلاف دی.»

هغه وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له خوا په ننګرهار کې د یوناما دفتر تړل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم بړیڅ د دوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

سرچینه زیاتوي، چې ملا نعیم تر دې مخکې هم یوناما ته امر کړی و چې ښځینه کارکوونکې دې کار ته نه پرېښودل کېږي، خو دا بندیز وروسته بیا د طالبانو او یوناما د مرکزي ادارې ترمنځ د خبرو له لارې نرم شو.

د سرچینې په خبره، د والي غوښتنه دا وه چې د ملګرو ملتونو اړوند ټول دفترونه دې له دغه کمپاونډ څخه ووځي، ځکه یاده ساحه د ولایت ملکیت ګڼل کېږي.

یاد کمپاونډ چې د ننګرهار ولایت مقام پورې اړوند دی، له شاوخوا ۱۵کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو کوربه توب کوي. تر دې وړاندې یوناما او نورو مرستندویه ادارو له همدې ځایه خپل فعالیتونه تنظیمول. د والي تر فشار وروسته، ادارو هڅه وکړه چې خپلې ښځینه کارکوونکې نورو دفترونو ته ولېږدوي او له نورو ځایونو څخه خپلې چارې پر مخ یوسي.

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر تړل په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ټاکل شوې وه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان ته د سفر لپاره لاړ شي، خو د ملګرو ملتونو له لوري ورته د سفر د بندیز له امله دا سفر تر نامعلوم وخت ځنډول شوی. سیاسي شنونکي دا دوه پېښې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو خرابېدو نښه ګڼي.

پر یوناما دفتر بندیز او د کارکوونکو توهین، نه یوازې د طالبانو د داخلي سخت دریځې پالیسۍ استازیتوب کوي، بلکې دا ښيي چې دوی له نړۍوالو ادارو سره اصولي او ډیپلوماټیک تعامل ته تیار نه دي. دغه عمل له یوې خوا د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي او له بلې خوا هغه هڅې له خنډ سره مخ کوي، چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره روانې دي.

ملګري ملتونه چې په افغانستان کې د بشري مرستو، سولې، ښوونې، روغتیا او د ښځو د حقونو برخه کې کار کوي، له دې امله له جدي فشارونو سره مخ دي. دا ډول محدودیتونه نه یوازې د دوی فعالیتونه ګواښي، بلکې په مستقیم ډول د میلیونونو افغانانو ژوند هم اغېزمنوي.

یوناما او همداراز طالبانو تراوسه په رسمي ډول د دې عمل توضیح نه ده ورکړې، خو د طالبانو چارواکي تل هڅه کوي، چې پر نړۍوالو ادارو خپل محلي او سیاسي تفسیرونه وتپي، یوه لاره چې نه قانوني مشروعیت لري او نه نړۍوال ملاتړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: مېندې باید وهڅول شي چې خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: مېندې باید وهڅول شي چې خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي په غونډه کې د دغه وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي رييس له همکارو ادارو د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مېندې باید وهڅول شي، څو خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د زمري۱۳مه) په کابل کې د روغتیا د نړۍوال سازمان، یونېسف او د خوړو د نړۍوال پروګرام د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د مور شیدې د ماشوم لپاره لومړنۍ غذا، واکسین او درمل وبلل او ماشومانو ته یې د مور د شېدو پر ورکړې هم ټينګار وکړ.

د دغه وزات د عامه تغذیې رييس حکمت الله معصومي بیا وویل، د مور شیدې نه یوازې بشپړه، ارزانه او خوندي غذا ده، بلکې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړی رول لري.

په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په رکود کېدو سره کورنۍ نشي کولی، امیندواره مېندې په سمه توګه تغذیه کړي نو ماشومان یې کمزوري وي او مېندې د سمې تغذیې د نشتوالي له امله نشي کولی خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» څه موده مخکې په همدې مناسبت خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.