• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې د یوناما دفتر بند کړ او کارکوونکو ته یې د «مرتدینو» خطاب کړی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د یوناما دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې نن دوشنبه د والي ملا نعیم بړیڅ په امر طالب ساتونکو د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دروازه تړلې او کارکوونکو ته یې د «مرتدینو» خطاب کړی دی.

دغه سرچینه چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې افشا شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «مونږ نن سهار غوښتل چې خپل دفتر ته لاړ شو، خو د ننګرهار ولایت طالب ساتونکو مونږ ته له لومړني امنیتي کمربند څخه د تېرېدو اجازه رانکړه، زمونږ د دفتر او د ولایت امنیتي کمربند یو دي، نه یوازې دا چې موږ ته یې د ننوتلو اجازه رانکړه، بلکې سپکې سپورې او ان چې راته یې وویل، تاسې «مرتدین» او د کفارو لاسپوڅي یاست.»

سرچینه زیاتوي، دوی ته طالب ساتونکو ویلي چې مونږ ته والي «ملا نعیم بړبڅ » امر کړی چې د یوناما کارکونکو ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.

یوې بلې سرچینې همداراز وویل: «طالبانو مونږ ته ډېرې سپکې خبرې وکړې، د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته د «مرتدینو» خطاب کول نه یوازې له قانوني اړخه جرم ګڼل کېږي، بلکې دا د نړۍوالو سازمانونو پروړاندې د کرکې خپرول هم دي. طالبان باید د نړۍوالو قوانینو له مخې مسوول وبلل شي. دا عمل د ژنیو کنوانسیونونو خلاف دی.»

هغه وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له خوا په ننګرهار کې د یوناما دفتر تړل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم بړیڅ د دوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

سرچینه زیاتوي، چې ملا نعیم تر دې مخکې هم یوناما ته امر کړی و چې ښځینه کارکوونکې دې کار ته نه پرېښودل کېږي، خو دا بندیز وروسته بیا د طالبانو او یوناما د مرکزي ادارې ترمنځ د خبرو له لارې نرم شو.

د سرچینې په خبره، د والي غوښتنه دا وه چې د ملګرو ملتونو اړوند ټول دفترونه دې له دغه کمپاونډ څخه ووځي، ځکه یاده ساحه د ولایت ملکیت ګڼل کېږي.

یاد کمپاونډ چې د ننګرهار ولایت مقام پورې اړوند دی، له شاوخوا ۱۵کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو کوربه توب کوي. تر دې وړاندې یوناما او نورو مرستندویه ادارو له همدې ځایه خپل فعالیتونه تنظیمول. د والي تر فشار وروسته، ادارو هڅه وکړه چې خپلې ښځینه کارکوونکې نورو دفترونو ته ولېږدوي او له نورو ځایونو څخه خپلې چارې پر مخ یوسي.

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر تړل په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ټاکل شوې وه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان ته د سفر لپاره لاړ شي، خو د ملګرو ملتونو له لوري ورته د سفر د بندیز له امله دا سفر تر نامعلوم وخت ځنډول شوی. سیاسي شنونکي دا دوه پېښې د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو خرابېدو نښه ګڼي.

پر یوناما دفتر بندیز او د کارکوونکو توهین، نه یوازې د طالبانو د داخلي سخت دریځې پالیسۍ استازیتوب کوي، بلکې دا ښيي چې دوی له نړۍوالو ادارو سره اصولي او ډیپلوماټیک تعامل ته تیار نه دي. دغه عمل له یوې خوا د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي او له بلې خوا هغه هڅې له خنډ سره مخ کوي، چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره روانې دي.

ملګري ملتونه چې په افغانستان کې د بشري مرستو، سولې، ښوونې، روغتیا او د ښځو د حقونو برخه کې کار کوي، له دې امله له جدي فشارونو سره مخ دي. دا ډول محدودیتونه نه یوازې د دوی فعالیتونه ګواښي، بلکې په مستقیم ډول د میلیونونو افغانانو ژوند هم اغېزمنوي.

یوناما او همداراز طالبانو تراوسه په رسمي ډول د دې عمل توضیح نه ده ورکړې، خو د طالبانو چارواکي تل هڅه کوي، چې پر نړۍوالو ادارو خپل محلي او سیاسي تفسیرونه وتپي، یوه لاره چې نه قانوني مشروعیت لري او نه نړۍوال ملاتړ.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: مېندې باید وهڅول شي چې خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي په غونډه کې د دغه وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي رييس له همکارو ادارو د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مېندې باید وهڅول شي، څو خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د زمري۱۳مه) په کابل کې د روغتیا د نړۍوال سازمان، یونېسف او د خوړو د نړۍوال پروګرام د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د مور شیدې د ماشوم لپاره لومړنۍ غذا، واکسین او درمل وبلل او ماشومانو ته یې د مور د شېدو پر ورکړې هم ټينګار وکړ.

د دغه وزات د عامه تغذیې رييس حکمت الله معصومي بیا وویل، د مور شیدې نه یوازې بشپړه، ارزانه او خوندي غذا ده، بلکې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړی رول لري.

په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په رکود کېدو سره کورنۍ نشي کولی، امیندواره مېندې په سمه توګه تغذیه کړي نو ماشومان یې کمزوري وي او مېندې د سمې تغذیې د نشتوالي له امله نشي کولی خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» څه موده مخکې په همدې مناسبت خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.

ایران له طالبانو د «وژلو نوملړ» غوښتی څو له مخې یې د MI6 جاسوسان ونیسي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ایران د وسله والو ځواکونو مشرانو له طالبانو په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د همکارو افغانانو د افشا شوي نوملړ غوښتنه کړې، چې له مخې یې د MI6 جاسوسان ونیسي.

د برېتانیا د ټېلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، تهران هڅه کوي چې د نږدې ۲۵۰۰۰هغو افغانانو نوملړ وڅېړي، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی ځکه دوی غواړي د اټومي پروګرام په تړاو له خبرو مخکې هغوی د لوېدیځ پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

دغه په اصطلاح د «وژلونوملړ» کې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د هغو افغان همکارانو نومونه شامل دي، چې په برېتانیا کې د پناه غوښتنې په بهیر کې وو. ویل کېږي ځينې یې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تښتېدلي او لا هم په دغه هېواد کې شپې او ورځې تېروي.

ټېلګراف ویلي، لږ تر لږه یو افغان چې نوم یې په یاد نوملړ کې وو، په تېرو څو ورځو کې له ایران څخه کابل ته شړل شوی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه لوري په دې برخه کې سره همکاري لري.

په تهران کې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د دې پخلی کړی، چې د ایران د وسله والو ځواکونو مشرتابه (IRGC) په رسمي ډول له طالبانو غوښتي، چې یاد افشا شوی نوملړ له تهران سر شریک کړي.

د نوموړي په وینا، ایران هڅې کوي چې دغه نوملړ ترلاسه کړي او د دې کار لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه هم ګومارلې ده. په دې مساله کې د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو په اړه بحثونه شوي او که چېرې یوې پایلې ته ورسېږي، نو دا کولی شي له لوېدیځ سره د خبرو اترو په برخه کې دواړه هېوادونه لاسبري کړي.

د ټېلګراف د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو مشرتابه هم په کابل کې افسرانو ته امر کړی، چې د افشا شوي سند له مخې د امکان تر حده کسان ونیسي څو د لندن پر وړاندې یې د ډيپلوماټيک فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو اړوند معلومات یا یاد نوملړ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د انګلستان د شاهي سمندري ځواکونو د ناغېړیو له امله خپور شو.

په دغه نوملړ کې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو او نورو حکومتي کارکوونکو او د کورنیو د غړو نومونه او نور ټول جزییات شته. په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته ټاکل شوې وه، چې دغه افغانان د برېتانیا د یوه پروګرام له مخې دغه هېواد ته ولېږدول شي.

په دغه نوملړ کې د برېتانوي ځواکونو او د MI6 د څه باندې سلو کسانو نومونه او نور جزییات شامل وو، چې برېتانیا ته یې د افغان پناه غوښتونکو ضمانت کړی وو.

د طالبانو یوه چارواکي ټېلګراف ته ویلي، چې دغه نوملړ یا معلومات یې په ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه کړي دي.

له طالبانو د یاد نوملړ په تړاو د ایران غوښتنه وروسته له هغې ده، چې برېتانیې، فرانسې او جرمني تهران وګواښه چې که د روانې میاشتې تر وروستیو پورې د اټومي پروګرام په خبرو کې پرمختګ ونه شي، نو دوی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانۍ پرېکړې بېرته پلي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر ټولو مهمه پرېکړه ۱۹۲۹ ده، چې د ۲۰۱۰ کال په جون کې تصویب شوې وه او بندیزونه یې له تخنیکي اټومي محدودیتونو هاخوا د ایران پر ټول اقتصاد هم ولګول شي.

د زرګونه افغان کډوالو جبري شړل؛ اندېښمنونکی بشري وضعیت، خو طالبان یوازې شمېرې خپروي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې زرګونه افغان کډوال د ایران او پاکستان له لوري په جبري ډول هېواد ته استول کېږي، طالبانو د راستانه شویو کسانو د شمېر راپور خپور کړی، خو د دغو کډوالو د ژوند اصلي وضعیت، د بې‌سرپناهۍ ستونزې، د خدماتو کموالی او د نړۍوالو بشري اصولو نه رعایت له پامه غورځولی دی.

د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت په خپلې اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو زرګونه افغان کډوال په جبري ډول راستانه شوي دي.

د فطرت په وینا، دغو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي، خو د بشري حقونو فعالان، مدني ټولنې او د کډوالو د ملاتړ ادارې وایي، چې دا راپورونه واقعیت نه لري او د یوې ادارې ځان‌سپینولو ته ورته دي.

د دغه طالب چارواکي د خپرو شویو شمېرو له مخې، له اسلام‌کلا څخه ۹۳۲ کورنۍ (۵۶۶۰ تنه)، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۵ کورنۍ او ۷۶۲ تنه مسافر، د سپین‌بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ (۱۱۰ تنه)، د تورخم له لارې ۷۰ کورنۍ (۳۳۶ تنه)، او له بهرامچې څخه ۱ کورنۍ (۴ تنه) بېرته راستانه شوې ده.

په ټولییزه توګه «۷۲۳۰» تنه افغانان یوازې په یوه ورځ کې راستانه شوي، چې اکثریت یې جبري اېستل شوي دي. طالب چارواکو بیا دا واضیح کړې نه ده، چې ایا دا کډوال داوطلبانه راستانه شوي، که جبراً اېستل شوي دي.

د شواهدو له مخې، ډېری دغه کسان د پاکستان یا ایران پولیسو نیولي، بندي کړي او بیا یې سرحد ته لیږلي دي، چې دا چاره د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف ده.

طالب چارواکي وایي، «اړین خدمات» یې برابر کړي، خو نه یې د خدماتو نوعیت، نه کیفیت، نه موده، او نه هم د کډوالو له اړتیاوو سره د مطابقت معلومات وړاندې کړي. په تېرو ورته مواردو کې ګڼ شمېر کډوال د استوګنې ځای، خوراک، طبي پاملرنې او ان د خپلو ماشومانو د درملو له کمښت شکایتونه کړي دي.

له ایران او پاکستانه راستانه شوي ډېری افغانان یا سرپناه نه لري، یا هم له خپلو کلیو څخه د جګړو، وچکالۍ او بې‌کاري له امله راوتلي دي. د طالبانو چارواکي د دې واقعیتونو یادونه نه کوي او یوازې شمېرې وړاندې کوي.

سره له دې چې د کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو تړونونو له مخې باید د نړۍوالو ادارو له څارنې او همکارۍ سره ترسره شي، لا هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، لکه UNHCR، یا د بشري مرستو نور بنسټونه ښکاره دریځ نه لري او دا چوپتیا پوښتنې راولاړوي.

د افغان کډوالو په زور ستنول، په داسې حال کې چې د ژوند شرایط یې لا هم خوندي نه دي، نه یوازې چې بشري بحران پراخوي، بلکې د حکومتدارۍ په نوم د بې‌ځایه تبلیغ لپاره کارول کېږي. تر هغه چې د راستانه شويو کډوالو لپاره حقیقي، دوامداره او خوندي خدمات نه وي برابر شوي، دا ډول راپورونه یوازې کاغذي تسلي ده، نه د خلکو د درد دوا.

خلیلزاد: طالبان د کان کېندنې پر میتودونو نه پوهېږي او چینایان د اثارو په اړه بې تفاوته دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د مس عینک له سیمې کابل ته د ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثارو د لېږدېدو په تړاو خواشيني څرګنده کړه او ویې ویل، چینایان د افغانستان د تاریخي میراثونو په اړه بې تفاوته دي او ښايي طالبان د کان کېندنې د بدیلو لارو او میتودونو په اړه پوهه ونه لري.

زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي، مس عینک یو لوی بودايي ښار دی او د لرغونو اثارو د ساتنې په تړاو نورې لارې چارې هم شته، څو ورسره په خوندي ډول د کان د استخراج چارې پیل شي.

خلیلزاد د یادې لرغونې ساحې د خوندینې په تړاو د نورو لارو چارو په اړه توضیحات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې بدیلې لارې چارې ښایي د لنډ مهال لپاره نسبتا ډېر لګښت ولري، خو که چېرې د دغې تراژیدۍ مخنیوی ونه شي، نو افغانستان به په اوږدمهال کې د ایټالیا پومپي په کچه د ګرځندوی لپاره یو لوی ظرفیت له لاسه ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د مس عینک دغه لرغوني اثار یې تر لومړنیو پاک کاریو او ترمیم وروسته د لابراتواري معایناتو او ثبت لپاره د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې لرغونتوب یې ۵ زره کلونو ته رسېږي.

د طالبانو دویمه واکمني؛ د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ جګړه

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

له بده‌مرغه، افغانان له څو لسیزو راهیسې د ایډیالیزم او ریالیزم ترمنځ په یوه نه ختمېدونکې مبارزه کې ښکېل دي.

ایډیالستان هڅه کوي چې خپل فکر او ذهن د ټوپک، برچې او زور له لارې د "واقعیت" په نوم پر نورو وتپي؛ خو ریالستان باور لري چې واقعیتونه د انسان له فکره بهر هم شتون لري او باید د ټولنې د عیني شرایطو له مخې درک، تحلیل او ورته د حل لارې ولټول شي.

دې کې شک نشته چې د هر هېواد په سیاسي تحولاتو کې داخلي، سیمه‌ییز او نړۍوال عوامل اغېز لري او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی. ډېر هېوادونه چې له ستونزو سره مخامخ وو، ویې کولای شول د حل لارې پېدا کړي؛ له همدې امله نن د نړۍ پرمختللي یا لږ تر لږه باثباته هېوادونه ګڼل کېږي.

هغه ملتونه او سیاسي مشران چې تر اوسه نه دي توانېدلي خپلې ستونزې حل کړي، لا هم په داخلي کشمکشونو، جګړو او د نظامونو په پرله‌پسې بدلون کې راګیر دي. زیاتره سیاسي ډلې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو رقابتونو د لوبې وسیله ګرځېدلې دي او ولسونه یې د دغو رقابتونو قرباني شوي دي.

په نړۍ کې هېڅ هېواد د مطلق ایډیال حالت خاوند نه دی. حتا پرمختللي هېوادونه خپلې ستونزې لري، خو توپیر دا دی چې دوی هڅه کوي د خپلو خلکو د خیر او رفاه لپاره واقعي حل‌لارې پیدا کړي. په مقابل کې، په هغو ټولنو کې چې استبدادي رژیمونه واکمن دي، چې تمرکز یې یوازې د قدرت پر بقا دی، نه د ولس د ستونزو پر حل.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې واکمنو یې تر اوسه ونه‌شو کولای داسې لارې چارې ومومي چې د خلکو د سوکالۍ، پرمختګ او دایمي ثبات لامل شي. د دې یو لوی دلیل دا دی چې نه په واکمنو، نه په سیاسي مشرانو او نه هم په ولس کې د مثبت بدلون قوي اراده لیدل کېږي. ولس یوازې د "تغییر د تغییر لپاره" شعار ورکوي، نه د دوامدارې اصلاح لپاره. مشهور متل دی: که غر هر څومره لوړ وي، خو پر سر یې لار حتمي شته. که اراده د اصلاح او جوړونې وي، که څه هم وضعیت پېچلی وي، حل‌لارې یې شونې دي.

د افغانستان د تاریخي شالید په کتو، هر تحول له فرصتونو، ننګونو او ستونزو سره مل و. خو نه ولس او نه واکمنو د دغو فرصتونو نه ګټه واخیسته؛ بلکې اکثر فرصتونه یې په بحران بدل کړل. واکمنو که هر نوم او بڼې لرلې، نه دي توانېدلي چې د افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره داسې میکانېزم یا تګلاره جوړه کړي چې هېواد له بحران وباسي او د سوکالۍ او تلپاتې سولې په لور یې بوځي.

د ناکامیو پړه پر بهرنیانو اچول، د واکمنو اسانه پلمه

د افغان واکمنو تر ټولو اسانه حربه دا ده چې خپل ولس تر فشار لاندې راولي او د خپلو ناکامیو پړه پر بهرنیانو واچوي. البته، دا نه ردیږي چې بهرني ځواکونه د افغانستان په برخلیک کې رول لري، خو دا رول تر ډېره د افغان واکمنو د بې‌کفایتۍ له امله رامنځته شوی دی.

د هرې ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم ګام دا دی چې ستونزه په ګوته او ومنل شي. تر هغو چې افغانان، په ځانګړې توګه واکمنان، خپلې ستونزې و نه مني، د کاذب غرور له قیده خلاص نشي، او د انکار (Denial) حالت پرې غالب وي، نه شي کولای چې حل‌لارې پیدا کړي. له بده‌مرغه، زیات افغانان او ډېر واکمنان لا هم دا ذهنیت لري چې بهرنیان به یې د ستونزو حل شي، حال دا چې دا تر ټولو ستره تېروتنه ده او لا هم دوام لري.

100%

د منصفانه ارزونې اړتیا

د منصفانه قضاوت لپاره اړینه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر څلورو کلونو ژوره رڼا واچول شي. د ارزونې لپاره باید لاندې پوښتنې مطرح شي:

  1. په تېرو څلورو کلونو کې طالبان څومره امنیت او مشروعیت ترلاسه کړی؟
  2. افغانان، که دننه دي او که بهر، له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟
  3. د طالبانو وسله وال او سیاسي مخالفین په څه وضعیت کې دي؟
  4. د سیمې او نړۍ سیاست د افغانستان په اړه کوم لوري ته روان دی؟
  5. د اکثریت افغانانو فکر د هېواد د ثبات او د ولس د هوساینې لپاره څه دی؟
  6. د عامو افغانانو ستر اهداف کوم دي؟
  7. د دغو اهدافو د تحقق لپاره څه باید وشي؟

د دغو پوښتنو بشپړ ځوابونه ژور تحقیق او وخت غواړي، خو زه به دلته خپل لیدلوری اجمالي توګه شریک کړم؛ دا نظر مې د تېرو څلورو کلونو تجربو، لیدنو، کنفرانسونو، سفرونو، بحثونو، رسنیزو څارنو او ټولنیزو اړیکو له مخې جوړ شوی دی.

د طالبانو د څلور کلنې دورې امنیت او مشروعیت

څلور کاله د هرې واکمنې ډلې لپاره سیاسي پلوه کافي موده ده. ډېری ډیموکراتیک نظامونه د مشر ریاست لپاره څلور یا پنځه کلنه موده ټاکي. که یو مشر یا ګوند په لومړۍ دوره کې مثبت بدلون رامنځته نه کړي، نو تمه نه کېږي چې په بله دوره کې به ډېر څه وکړي.

د مثال په توګه، د شیرشاه سوري پنځه کلنه دوره، سره له دې چې لنډه وه، خو تر شپږو پېړیو وروسته هم د هغه کړنې د یادونې وړ دي، ځکه هغه په هندوستان کې مهم بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل.

برعکس، د طالبانو لومړنۍ پنځه کلنه واکمني د ناکامۍ ښکار وه، ځکه دوی د حکومتولۍ لپاره عملي نقشه یا "فرموله" نه لرله. دا دوره تر ډېره د شخصي احکامو، تشدد، محدودیتونو او د ټولنیز ژوند پر بندیزونو متمرکزه وه. د اوسني حاکمیت حالت هم ورته بڼه لري، خو توپیر دا دی چې دا ځل د داخلي جنګ پر ځای یو لړ منظم واکمن سیستم رامنځته شوی، که څه هم په‌کې د خلکو د ښېرازۍ او مشروعیت نښې نه تر سترګو کېږي.

تېر ځل د طالبانو پر وړاندې د خلکو تمې هم ډېرې ټیټې وې، ځکه ولس د محلي زورواکو او ناقانونه ټوپکسالارۍ له ظلم سره مخ و. خو اوس چې له تېرو شلو کلونو د خلکو توقعات لوړې شوې دي، او د حکومت‌دارۍ معیار بدل شوی، طالبانو ته له همدې امله د خلکو نیوکې هم زیاتې دي.

له توقعاتو تر مایوسۍ

د طالبانو دویم ځل واک ته د رسېدو دوره له لومړۍ دورې سره ژور تفاوت لري. دا ځل هغوی یو جوړ نظام ته ننوتل، داسې نظام چې که څه هم نیمګړتیاوې یې لرلې، خو د هېوادوالو لپاره یې د ژوند په ټولو برخو کې خدمات وړاندې کول. طالبان خپله هم، په غیررسمي او خصوصي مجالسو کې دا خبره مني چې د جمهوریت پر مهال د پراختیایي او رغنیزو کارونو کچه د دوی له تصور پورته وه. له همدې امله، د خلکو توقعات هم د پخوا پرتله خورا لوړ شول.

د واک ته رسېدو نه مخکې طالبانو خلکو ته مبالغه‌امیزې ژمنې ورکړې، کاذب امیدونه یې ور پیدا کړل او د یو ښه، منصفانه او شرعي نظام تصویر یې وړاندې کړ. خو کله چې واک ته ورسېدل، دا ټولې ژمنې د یخ پر مخ لیکل ثابتې شوې – لنډمهاله، مبهمې او بې‌اساسه.

امنیت او مشروعیت – مبهم اصطلاحات؟

په دې موده کې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو له‌خوا "امنیت" او "مشروعیت" دوه ډېر کارېدونکي اصطلاحات دي. دا دوه مفاهیم سره تړلي دي؛ ځکه مشروعیت هغه مهال رامنځته کېږي چې یو نظام د قانون له مخې د خلکو له ارادې راوتلی وي – نه د زور له لارې او نه د بهرنیانو د ملاتړ یا مخالفت پر بنسټ.

امنیت یوازې فزیکي امنیت نه دی، بلکې د فکري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب معنا هم لري. هغه ټولنه امنه ګڼل کېږي چې وګړي یې له وېرې، ګواښ، لوږې، بېکارۍ، تعصب، تبعیض او انزوا پرته ژوند وکړي.

ښه حکومتولي؛ بنسټیز شرط

د اسلامي او غیر اسلامي معاصرو او پخوانیو پوهانو له نظره، امنیت او پرمختګ هغه مهال رامنځته کېږي چې حکومتولي معیاري وي. حکومتولي یعنې داسې نظام چې پریکړې د قانون له مخې، د ولس په ګډون او د حساب ورکولو پر اصل ولاړې وي. ولس باید یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پریکړو برخه وي، او چارواکي د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وي.

په اوسني حالت کې طالبان د حکومت‌دارۍ لپاره کوم جامع پلان نه لري. یوازینی تمرکز یې د ولس سرکوب، کنټرول او د مطلق واک پر تمثیل دی. دا چې طالبان د ولس توقعاتو ته ځواب نه شي ویلای، له همدې ځایه سرچینه اخلي. البته، د دې دورې یو نوی توپیر دا دی چې طالبان اوس د مخالفینو پر وړاندې شکنجه، تعقیب او ګواښ ته نوې تکتیکونه کاروي.

د تجربې نشتوالی؛ د مشروع ادارې نه موجودیت

په اکټوبر ۲۰۲۱م کال کې د امریکا د سولې انستیتوت (USIP) په یوه مقاله کې لیکلي وو: "طالبانو ته حکومت‌ولي تر جګړې ډېره سخته ده." دا خبره نن هم رښتیا ده.

د واک له نیولو څلور کاله وروسته، د طالبانو اداره لا هم یوه مؤقته اداره بلل کېږي. د نظام جوړښت د کابل او کندهار ترمنځ وېشل شوی، د واک کلیدي مرکزونه او پرېکړې له قانوني میکانیزمه بهر، شخصي، غیر شفاف او قبیلوي بڼه لري. زیات طالب مشران، ان د دوی د نظام دننه، د خپل رهبر د پرېکړو پر ضد ژورې نیوکې لري؛ خو چوپ پاتې دي.

اداري نظام د خپلوانو او شبکو پر بنسټ چلېږي؛ محدود شمېر کسان د ملایانو له ډلې بیا بیا د پوستونو ترمنځ "ریسایکل" کېږي. تعلیم‌یافته افغانان یا له دندو بې‌برخې دي، یا د وتلو هڅه کوي، ځکه د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر علناً ویلي چې استخدام دې د بمونو پر شمېر وي، نه د علم، تجربې یا وړتیا پر بنسټ.

د طالبانو داخلي هوښیارتیا، پټ تعاملات او د مشروعیت له بحرانه

د طالبانو واکمنۍ دوه هوښیارانه اړخونه لري. لومړی دا چې که څه هم د دوی مشران په خپل منځ کې ژور اختلافات لري، بیا هم د سخت مخالفت له وېرې سره له مستقیم ټکره ډډه کوي. دوی دا درک کړې چې که داخلي جګړه پیل کړي، نو ټول نظام به له ګواښ سره مخ شي. له همدې امله، ظاهري اتحاد ساتي، که څه هم په عمل کې یو پر بل نیوکې لري. دا وضعیت به څومره دوام وکړي، معلومه نه ده؛ خو څرګنده ده چې دا حالت د عامو افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره هیڅ ګټه نه لري.

دویمه هوښیاري د طالبانو دا ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره د خپلو استخباراتي تعاملاتو رازونه خوندي ساتي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده، چې ویل کېږي په کچلاغ کې مېشت دی، لا تر اوسه خلکو نه دی لیدلی، ان خپل وزیران او والیان هم نشي لیدلی. دا یو بې‌ساری وضعیت دی، چې نه یوازې د اسلامي تاریخ، بلکې د معاصر سیاسي تاریخ له لیدلوري هم بې‌ساری دی.

دروغ، فساد او متضادې ادعاوې

د طالبانو په دویمه دوره کې د دروغو خپرېدل، اداري او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی. ګڼ شمېر ویډیوګانې، راپورونه او مستند شواهد دا ښکاره کوي. سره له دې، چې طالبان تل دا ادعاوې ردوي.

د بېلګې په ډول، د طالبانو ویاند وايي چې د دوی له راتګ راهیسې هیچاته د حکومت له لوري مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، یا دا چې عباس ستانکزی د نیونې له وېرې نه دی تښتېدلی، بلکې "رخصتۍ" ته تللی دی.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې فساد ورو - ورو خپور شو، خو دا ځل له پیله چارواکي د فساد برخه دي. ځکه هغوی خپله راتلونکې نامعلومه بولي، خو له عایداتي سرچینو سره ښه بلد شوي. هغه څه چې پخوا یې ناروا بلل، اوس ورته مشروع ښکاري، لکه عکس اخیستل، تلویزیون، ټولنیزې رسنۍ، ټکس اخیستل او نور.

د سیاسي پرمختګ نشتوالی او نړیوال فشارونه

طالبانو د واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ سیاسي پرمختګ نه دی کړی. د دوی کابینه لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامله ده او د نجونو د زده‌کړو پر بندیز سربېره، درې نور مشران – خالد حنفي، نور محمد ثاقب، او فریدالدین محمود – د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري تورلست کې داخل شوي دي. نړۍوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیونې حکم هم صادر کړی.

طالبانو نه یوازې د ملي مشروعیت لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی، بلکې تل وايي چې دوی واک د زور له لارې ترلاسه کړی او ولس ته د حساب ورکولو مکلفیت نه لري. د طالبانو تمرکز تر ډېره نړۍوال مشروعیت ته دی او د نړۍوالو ناستو، کنفرانسونو او غونډو برخه‌وال کېدو ته خوشحاله وي، خو په هېواد کې دننه د مشروعیت بنسټونه یې له پامه غورځولي.

د استخباراتي مرستو دوام، او افغانستان په انزوا کې

طالبان اوس هم له امریکا څخه د داعش پر ضد د مبارزې په نوم استخباراتي مرسته تر لاسه کوي. دا مرستې په ځینو مواردو کې د حوالې له لارې مستقیماً طالب مشرانو ته رسېږي. که څه هم یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ طالبانو ته سپارل شوي او یوازې روسیې د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلې، خو د سیمې او نړۍ له لوري د طالبانو پر وړاندې عمومي چلند تر اوسه هم منفي دی.

افغانستان اوس هم د نړۍوالې انزوا په حالت کې دی. دا تعاملات زیاتره د افغانانو د خیر لپاره نه، بلکې د نورو هېوادونو د جیوپولیټیکو ګټو لپاره ترسره کېږي. له همدې امله، طالبان نه یوازې له داخلي فشارونو سره مخ دي، بلکې د خپل مشروعیت د نشتوالي له امله د اوږدمهاله ثبات امکان هم کمزوری ښکاري.

بشري وضعیت او فساد ارزونه

د افغانستان بانک شتمنۍ لا هم د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا کنګل پاتې دي. د دغو محدودیتونو له کبله، افغانستان اقتصادي ودې ته نه‌دی رسېدلی او د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

په فزیکي امنیت کې د طالبانو له خوا ادعا شوي پرمختګونه له دوه‌مخیو نظرونو سره مخ دي. یو شمېر طالبان‌پلوه مسافرین چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ځي، ادعا کوي چې امنیت ښه شوی، ځکه دوی له وېري پرته ګرځي، تفریح کوي، ان له طالب چارواکو سره عکسونه اخلي. خو هغه افغانان چې هلته ژوند کوي، له یو بل واقعیت سره مخ دي: د نظر ازادي محدوده ده، د فیسبوک پوسټونو له امله شکنجه او ان وژنې ثبت شوي دي. له کندهار نه د "خاشه" (فضل محمد) وژنه، د پکتیکا د ښوونکي عبدالعلیم خاموش د بند او اعدام حکم، د ښځو نیونې او سپکاوی – دا ټول د ازاد فزیکي ژوند انکار کوي.

100%

د ملګرو ملتونو یوناما ادارې د ارقامو له مخې، له اګست ۲۰۲۱ څخه تر می ۲۰۲۳ پورې له زرو زیات ثبت شوي کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷۰۰ نور ټپیان شوي. زرګونه نور بې درکه دي چې د هغوی برخلیک تر اوسه نه‌دی معلوم او کورنۍ یې د ویري له امله غږ نه‌شي پورته کولای.

د طالبانو او نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره کسان په طالب زندانونو کې دي چې تر ۱۵۰۰ پورې یې ښځې دي. طالبان وایي، ۱۶ زره نور د عفوه شوې ډلې برخه دي. که طالبان دا بندیان جنایتکاره بولي، نو دا ښيي چې جرمونه کم شوي نه دي. که سیاسي مخالفین وي، نو دا ثابتوي چې طالبان له پراخ سیاسي مخالفت سره مخ دي.

په حقیقت کې طالبان د عدالت بنسټونه هم تر پوښتنې لاندې راوستي؛ د قانوني میکانیزم پر ځای، یو وسله‌وال طالب هم پولیس دی، هم څارنوال، هم قاضي.

د امنیت ارزونه یوازې د فزیکي خوندیتوب له مخې نه بلکې رواني او بشري اړخونه هم لري. که څه هم طالبانو په ظاهري ډول د تاوتریخوالي کچه راکمه کړې، خو رواني فشارونه، ویره، تعقیب، توقیف او د خلکو پر ژوند د محدودیتونو زیاتوالی، بشري او رواني امنیت له منځه وړی. که فزیکي، رواني او بشري امنیت هر یو ته ۳۳.۳۳٪ ونډه ورکړو، نو طالبان یوازې فزیکي امنیت کې جزوي نمرې اخیستلی شي.

فساد، فقر او د شفافیت نشتوالی

فساد له واک نه د شخصي ګټې اخیستنې نوم دی. په تیرو څلورو کلونو کې د نړۍوالو مرستو، کانونو، غیر قانوني استخراج، حوالو او کورنیو پیسو سره - سره، فقر کم شوی نه، بلکې زیات شوی دی. د نړۍوال بانک د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې له بهر څخه ۱.۲ میلیارد ډالر افغانستان ته استول شوي، خو دې شتمنۍ د ولس پر ژوند اغېز نه‌دی کړی.

د شفافیت نشتوالی د بودیجې، عوایدو او تقررونو په ټولو برخو کې لیدل کېږي. د پاسپورت اخیستو رشوتونه تر ۲۰۰۰ ډالرو رسېږي. د پاکستان ویزه لا هم د ۶۰۰–۱۵۰۰ ډالرو ترمنځ خرڅېږي، چې د طالبانو او پاکستاني قونسلګریو د کارمندانو ګډ فساد دی.

100%

اخلاقي فساد او د شتمنۍ تمرکز

طالب چارواکي، چې پخوا یې څو ښځې کول غندل، اوس پخپله څو ښځې لري. د دوی ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي. راپورونه ښيي چې طالب مشران په دوبۍ، ترکیه، او پاکستان کې جایدادونه اخیستي. دا لګښتونه له مشروع عایداتو نه، بلکې له سیسټماټیک فساد څخه تمویلېږي.

د هېواد دننه افغانان د څه ډول ستونزو سره مخ دي؟

د افغانستان تعلیمي او مسلکي قشر د رواني امنیت له سخت بحران سره مخ دی. د دولت له لوړو پوړو تر ټیټو بستونو پورې، واک د طالب‌پلوه ملایانو په انحصار کې دی او د تعلیم، شایستګۍ، او تخصص ارزښت له منځه تللی.

د طالبانو له خوا پر ښځو د تعلیم او کار بندیز، د دوی د واکمنۍ تر ټولو لویه جفا بلل کېږي. هلکان هم د تعلیمي فرصتونو له جدي محدودیت سره مخ دي؛ کیفیت یې ټیټ شوی او زرګونه استادان له هېواده وتلي یا په کور ناست دي. نصاب تحریف شوی او د معاصرو علومو پر ځای شاوخوا ۲۰ زره مدرسې او دارالحفاظونه جوړ شوي، چې دا کار د افغان نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

طالبان د پخوانیو واکمنو په څېر، د خلکو پر ځای د بهرنیانو مرستو او اعتراف ته زیات ارزښت ورکوي، حال دا چې د دوی د پخوانۍ ناکامۍ یو اصلي لامل همدا په بهرنیو ته تکیه وه. کله چې افغانان پخپل وطن کې له درناوي بې برخې وي، له نړۍ هم تمه نه‌شي کېدای چې هغوی ته درناوی وکړي.

افغان کډوال له ایران، پاکستان، ترکيې او حتا لویدیځو هېوادونو کې له شکنجې، توقیف، لوټ او جبر سره مخ دي. ایران او پاکستان کې د سپکاوي او زور زیاتي پېښې، او همداراز د نورو هېوادونو له لوري د افغانانو جبري شړل، ښيي چې نه طالب واکمنان د نړیوالو له خوا د قانوني حاکمانو په سترګه لیدل کېږي او نه افغانان د درناوي وړ وګړي ګڼل کېږي.

د طالبانو مخالفین؛ چیرته ولاړ دي؟

د طالبانو پر ضد مسلح اپوزیسیون عملاً په نه‌شت حسابېږي. نه د جنګ غوښتونکي شته، نه لوجستیک، نه عقبه او نه هم ولسي ملاتړ. محدودې وسله والې ډلې، چې زیاتره یې فیسبوکي فعاله دي، په درې بېلابېلو کرښو کې روانې دي او مشرتابه یې باور له لاسه ورکړی.

سیاسي مخالفین هم له یووالي، ثبات او باوري بستر نه بې برخې دي. د تېرو ناکامیو، اختلافونو او بې‌باورۍ له امله، د یوه منظم جریان په جوړولو نه دي توانېدلي. اکثره یې د یوه ملي فکر پر ځای، لا هم پر قومي، سمتي، ژبني او شخصي اختلافاتو تمرکز لري. مدني فعالان هم له همدې ستونزو سره مخ دي او د مشروع استازیتوب ځواک یې کمزوری شوی.

له ۲۰۲۱ کال راوروسته، نه مدني قشر وکولای شول یوه ګډه ملي اجنډا طرحه کړي، نه سیاسي مشران منسجم شول. اکثره بحثونه پر زړو روایتونو او څېرو څرخي؛ هماغه څېرې چې جمهوریت یې سقوط ته ورسوه.

په ګڼو ناستو او غونډو کې دا انتقاد تکرار شوی چې د جمهوریت د سقوط عاملان نه‌شي کولای د بدیل نظام استازیتوب وکړي، ځکه د خلکو باور له لاسه ورکړی او نړۍواله ټولنه هم بې‌باوره ده.

همدا بې‌نظمۍ د طالبانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، ځکه د سیاسي تشې په موجودیت کې هغوی نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې بدیل نه لري. خو دا تصور له تاریخي پلوه بې‌اساسه دی.

100%

بدیل نه لري؟ یو تاریخي دروغ!

په افغانستان کې تل دا خبره تکرار شوې چې "بدیل نه‌شته": د ظاهرشاه، داود خان، خلقیانو، مجاهدینو، کرزي، غني او حتا د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا ادعا مطرح شوې وه – خو وخت تل ثابته کړې چې بدیل شته. حتا همدغو طالبانو ته هم دویم ځل نوبت ځکه رسیدلی، چې د پخوانیو واکمنو بدیل شول.

سیستم، واک او افراد تل د بدیل وړ دي. د طالبانو دویمه دوره هم له دې قاعدې مستثنا نه ده. د بدیل نشتون تبلیغ، د ولس د سستوالي، سیاسي بې‌باورۍ او سازمان‌نه‌شوي اپوزیسیون له امله مؤقت بریښي – خو دا حالت دوام نه‌شي کولی.

د اکثریت افغانانو غږ: د ثبات، مشروعیت او د هوساینې لپاره حل‌لار څه ده؟

۱. اکثریت افغانان څه فکر لري؟

د جګړې ستړې افغانانو ته اوس دا خبره روښانه ده چې جنګ د ستونزو حل نه دی. خو دا هم ښکاره ده چې خلک د اوسني حالته خوشاله نه دي. نه ازادي شته، نه د بیان حق، نه تعلیم او نه هم د کار امکانات. د ښځو پر زده‌کړو بندیز، اقتصادي ستونزې، سیاسي انزوا او د مشروع قانوني حکومت نشتون، دا ټول مسایل دي چې افغان ولس‌ یې پر وړاندې ژور اندېښمن دی.

حتا ځینې طالب مشران هم دا مني چې افغانستان د انزوا، فشار او بندیزونو تر سیورې لاندې دی او دا حالت د دوام وړ نه دی.

۲. د مشروعیت تعریف؛ خلک څوک غواړي؟

خلک د پخوانیو فاسدو څېرو بیا راګرځیدل نه غواړي او نه طالبان کولای شي نور افغانان له مشروعیت څخه محروم کړي. اکثریت افغانان د داسې یوه ملي مشروعیت غوښتنه لري چې:

  • د قانون بنسټ ولري؛
  • د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي؛
  • د داخلي، سیمه‌ییزو او نړۍوالو قوتونو باور تر لاسه کړي.

طالبان وايي چې مشروعیت نه باید د پخوانیو زورواکو د بېرته راوستلو معنا ولري او خلک هم همدا وايي چې مشروعیت باید د یوه عادلانه، شفاف او ولسي بهیر له لارې راشي – نه د یو کس یا ډلې له لوري.

۳. د افغانانو اصلي موخه څه ده؟

د جنګ پرته، د یو قانونمند او مشروع نظام رامنځته کول – دا د اکثریت افغانانو غوښتنه ده. داسې نظام چې هېواد له انزوا وباسي، له نړۍ سره تعامل ولري، اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او د افغانانو عزت او سیاسي هویت بیرته راژوندی کړي.

۴. څه باید وشي؟ درې وړاندیزونه او یو خبرداری:

لومړی – ستونزې ومنل شي:

د ستونزو انکار یا denial دا حالت لا خرابوي. باید طالبان او مخالفین دواړه دا ومني چې ستونزې شته او د حل لپاره د نیت، صداقت او ګډې ارادې ضرورت دی.

دویم – د جنګي ادبیاتو پرېښودل:

د سولې ادبیات باید وده وکړي. یو بل ته د "ګوډاګي"، "ایجنټ"، یا "فراري" خطابونه باید ودریږي. دغه ډول بده - رده ژبه نه یواځې دا چې ستونزې نه حل کوي، بلکې شخړې زیاتوي. اخلاقي، اسلامي او سیاسي اصول ایجابوي چې له یو بل لوري سره له درنښت، زغم او معقولې ژبې سره چلند وشي.

درېیم – اساسي وړاندیز: د ملي مشروعیت پروسه

اصلي حل دا دی چې طالبان د یو ملي، اساسي قانون جوړونې او مشروعیت بهیر اعلان کړي. دا بهیر باید دا ځانګړتیاوې ولري:

  • د ټول ولس اراده پکې تمثیل شي؛
  • د سیمې او نړۍوالو باور یې تر لاسه کړي؛
  • د مخالفینو لپاره د برخې اخیستو مشروعه زمینه رامنځته کړي.

دا بهیر د قدرت د تسلیمۍ خبره نه ده، بلکې د واک د تنظیم او د ولس د رایې احترام دی.

څلورم – که دا بهیر ونه شي، څه پیښیږي؟

که طالبان د مشروعیت د بهیر اعلان ونه کړي، افغانستان به لا ژور انزوا ته لاړ شي. نه به نړۍ دا واکمني د مشروع حکومت په توګه ومني او نه به افغان ولس ارام شي. د دې دوام به:

  • سیمه‌ییز رقابتونه لا را وپاروي؛
  • افغانان نوره دربدري تجربه کوي؛
  • فقر زیاتېږي؛
  • او بالاخره به یو نوی بدیل (حتا که خطرناک هم وي) رامنځته شي.

دا حالت نه د طالبانو په ګټه دی، نه د ولس، نه د سیمې او نه د نړۍ.

پایله:

افغانان د یوه داسې قانونمند، مشروع، او مشارکتي حکومت غوښتونکي دي چې د دوی هویت، عزت، اقتصاد، او راتلونکی خوندي کړي. حل یوازې د صداقت، د ژبې بدلون، او د یوه ملي سیاسي بهیر له لارې امکان لري.