• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد: طالبان د کان کېندنې پر میتودونو نه پوهېږي او چینایان د اثارو په اړه بې تفاوته دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د مس عینک له سیمې کابل ته د ۱۴۳۰ قلمه لرغوني اثارو د لېږدېدو په تړاو خواشيني څرګنده کړه او ویې ویل، چینایان د افغانستان د تاریخي میراثونو په اړه بې تفاوته دي او ښايي طالبان د کان کېندنې د بدیلو لارو او میتودونو په اړه پوهه ونه لري.

زلمي خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي، مس عینک یو لوی بودايي ښار دی او د لرغونو اثارو د ساتنې په تړاو نورې لارې چارې هم شته، څو ورسره په خوندي ډول د کان د استخراج چارې پیل شي.

خلیلزاد د یادې لرغونې ساحې د خوندینې په تړاو د نورو لارو چارو په اړه توضیحات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې بدیلې لارې چارې ښایي د لنډ مهال لپاره نسبتا ډېر لګښت ولري، خو که چېرې د دغې تراژیدۍ مخنیوی ونه شي، نو افغانستان به په اوږدمهال کې د ایټالیا پومپي په کچه د ګرځندوی لپاره یو لوی ظرفیت له لاسه ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د مس عینک دغه لرغوني اثار یې تر لومړنیو پاک کاریو او ترمیم وروسته د لابراتواري معایناتو او ثبت لپاره د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه اثار له خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې لرغونتوب یې ۵ زره کلونو ته رسېږي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دویمه واکمني؛ د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ جګړه

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د طالبانو دویمه واکمني؛ د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ جګړه
100%

له بده‌مرغه، افغانان له څو لسیزو راهیسې د ایډیالیزم او ریالیزم ترمنځ په یوه نه ختمېدونکې مبارزه کې ښکېل دي.

ایډیالستان هڅه کوي چې خپل فکر او ذهن د ټوپک، برچې او زور له لارې د "واقعیت" په نوم پر نورو وتپي؛ خو ریالستان باور لري چې واقعیتونه د انسان له فکره بهر هم شتون لري او باید د ټولنې د عیني شرایطو له مخې درک، تحلیل او ورته د حل لارې ولټول شي.

دې کې شک نشته چې د هر هېواد په سیاسي تحولاتو کې داخلي، سیمه‌ییز او نړۍوال عوامل اغېز لري او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی. ډېر هېوادونه چې له ستونزو سره مخامخ وو، ویې کولای شول د حل لارې پېدا کړي؛ له همدې امله نن د نړۍ پرمختللي یا لږ تر لږه باثباته هېوادونه ګڼل کېږي.

هغه ملتونه او سیاسي مشران چې تر اوسه نه دي توانېدلي خپلې ستونزې حل کړي، لا هم په داخلي کشمکشونو، جګړو او د نظامونو په پرله‌پسې بدلون کې راګیر دي. زیاتره سیاسي ډلې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو رقابتونو د لوبې وسیله ګرځېدلې دي او ولسونه یې د دغو رقابتونو قرباني شوي دي.

په نړۍ کې هېڅ هېواد د مطلق ایډیال حالت خاوند نه دی. حتا پرمختللي هېوادونه خپلې ستونزې لري، خو توپیر دا دی چې دوی هڅه کوي د خپلو خلکو د خیر او رفاه لپاره واقعي حل‌لارې پیدا کړي. په مقابل کې، په هغو ټولنو کې چې استبدادي رژیمونه واکمن دي، چې تمرکز یې یوازې د قدرت پر بقا دی، نه د ولس د ستونزو پر حل.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې واکمنو یې تر اوسه ونه‌شو کولای داسې لارې چارې ومومي چې د خلکو د سوکالۍ، پرمختګ او دایمي ثبات لامل شي. د دې یو لوی دلیل دا دی چې نه په واکمنو، نه په سیاسي مشرانو او نه هم په ولس کې د مثبت بدلون قوي اراده لیدل کېږي. ولس یوازې د "تغییر د تغییر لپاره" شعار ورکوي، نه د دوامدارې اصلاح لپاره. مشهور متل دی: که غر هر څومره لوړ وي، خو پر سر یې لار حتمي شته. که اراده د اصلاح او جوړونې وي، که څه هم وضعیت پېچلی وي، حل‌لارې یې شونې دي.

د افغانستان د تاریخي شالید په کتو، هر تحول له فرصتونو، ننګونو او ستونزو سره مل و. خو نه ولس او نه واکمنو د دغو فرصتونو نه ګټه واخیسته؛ بلکې اکثر فرصتونه یې په بحران بدل کړل. واکمنو که هر نوم او بڼې لرلې، نه دي توانېدلي چې د افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره داسې میکانېزم یا تګلاره جوړه کړي چې هېواد له بحران وباسي او د سوکالۍ او تلپاتې سولې په لور یې بوځي.

د ناکامیو پړه پر بهرنیانو اچول، د واکمنو اسانه پلمه

د افغان واکمنو تر ټولو اسانه حربه دا ده چې خپل ولس تر فشار لاندې راولي او د خپلو ناکامیو پړه پر بهرنیانو واچوي. البته، دا نه ردیږي چې بهرني ځواکونه د افغانستان په برخلیک کې رول لري، خو دا رول تر ډېره د افغان واکمنو د بې‌کفایتۍ له امله رامنځته شوی دی.

د هرې ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم ګام دا دی چې ستونزه په ګوته او ومنل شي. تر هغو چې افغانان، په ځانګړې توګه واکمنان، خپلې ستونزې و نه مني، د کاذب غرور له قیده خلاص نشي، او د انکار (Denial) حالت پرې غالب وي، نه شي کولای چې حل‌لارې پیدا کړي. له بده‌مرغه، زیات افغانان او ډېر واکمنان لا هم دا ذهنیت لري چې بهرنیان به یې د ستونزو حل شي، حال دا چې دا تر ټولو ستره تېروتنه ده او لا هم دوام لري.

100%

د منصفانه ارزونې اړتیا

د منصفانه قضاوت لپاره اړینه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر څلورو کلونو ژوره رڼا واچول شي. د ارزونې لپاره باید لاندې پوښتنې مطرح شي:

  1. په تېرو څلورو کلونو کې طالبان څومره امنیت او مشروعیت ترلاسه کړی؟
  2. افغانان، که دننه دي او که بهر، له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟
  3. د طالبانو وسله وال او سیاسي مخالفین په څه وضعیت کې دي؟
  4. د سیمې او نړۍ سیاست د افغانستان په اړه کوم لوري ته روان دی؟
  5. د اکثریت افغانانو فکر د هېواد د ثبات او د ولس د هوساینې لپاره څه دی؟
  6. د عامو افغانانو ستر اهداف کوم دي؟
  7. د دغو اهدافو د تحقق لپاره څه باید وشي؟

د دغو پوښتنو بشپړ ځوابونه ژور تحقیق او وخت غواړي، خو زه به دلته خپل لیدلوری اجمالي توګه شریک کړم؛ دا نظر مې د تېرو څلورو کلونو تجربو، لیدنو، کنفرانسونو، سفرونو، بحثونو، رسنیزو څارنو او ټولنیزو اړیکو له مخې جوړ شوی دی.

د طالبانو د څلور کلنې دورې امنیت او مشروعیت

څلور کاله د هرې واکمنې ډلې لپاره سیاسي پلوه کافي موده ده. ډېری ډیموکراتیک نظامونه د مشر ریاست لپاره څلور یا پنځه کلنه موده ټاکي. که یو مشر یا ګوند په لومړۍ دوره کې مثبت بدلون رامنځته نه کړي، نو تمه نه کېږي چې په بله دوره کې به ډېر څه وکړي.

د مثال په توګه، د شیرشاه سوري پنځه کلنه دوره، سره له دې چې لنډه وه، خو تر شپږو پېړیو وروسته هم د هغه کړنې د یادونې وړ دي، ځکه هغه په هندوستان کې مهم بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل.

برعکس، د طالبانو لومړنۍ پنځه کلنه واکمني د ناکامۍ ښکار وه، ځکه دوی د حکومتولۍ لپاره عملي نقشه یا "فرموله" نه لرله. دا دوره تر ډېره د شخصي احکامو، تشدد، محدودیتونو او د ټولنیز ژوند پر بندیزونو متمرکزه وه. د اوسني حاکمیت حالت هم ورته بڼه لري، خو توپیر دا دی چې دا ځل د داخلي جنګ پر ځای یو لړ منظم واکمن سیستم رامنځته شوی، که څه هم په‌کې د خلکو د ښېرازۍ او مشروعیت نښې نه تر سترګو کېږي.

تېر ځل د طالبانو پر وړاندې د خلکو تمې هم ډېرې ټیټې وې، ځکه ولس د محلي زورواکو او ناقانونه ټوپکسالارۍ له ظلم سره مخ و. خو اوس چې له تېرو شلو کلونو د خلکو توقعات لوړې شوې دي، او د حکومت‌دارۍ معیار بدل شوی، طالبانو ته له همدې امله د خلکو نیوکې هم زیاتې دي.

له توقعاتو تر مایوسۍ

د طالبانو دویم ځل واک ته د رسېدو دوره له لومړۍ دورې سره ژور تفاوت لري. دا ځل هغوی یو جوړ نظام ته ننوتل، داسې نظام چې که څه هم نیمګړتیاوې یې لرلې، خو د هېوادوالو لپاره یې د ژوند په ټولو برخو کې خدمات وړاندې کول. طالبان خپله هم، په غیررسمي او خصوصي مجالسو کې دا خبره مني چې د جمهوریت پر مهال د پراختیایي او رغنیزو کارونو کچه د دوی له تصور پورته وه. له همدې امله، د خلکو توقعات هم د پخوا پرتله خورا لوړ شول.

د واک ته رسېدو نه مخکې طالبانو خلکو ته مبالغه‌امیزې ژمنې ورکړې، کاذب امیدونه یې ور پیدا کړل او د یو ښه، منصفانه او شرعي نظام تصویر یې وړاندې کړ. خو کله چې واک ته ورسېدل، دا ټولې ژمنې د یخ پر مخ لیکل ثابتې شوې – لنډمهاله، مبهمې او بې‌اساسه.

امنیت او مشروعیت – مبهم اصطلاحات؟

په دې موده کې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو له‌خوا "امنیت" او "مشروعیت" دوه ډېر کارېدونکي اصطلاحات دي. دا دوه مفاهیم سره تړلي دي؛ ځکه مشروعیت هغه مهال رامنځته کېږي چې یو نظام د قانون له مخې د خلکو له ارادې راوتلی وي – نه د زور له لارې او نه د بهرنیانو د ملاتړ یا مخالفت پر بنسټ.

امنیت یوازې فزیکي امنیت نه دی، بلکې د فکري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب معنا هم لري. هغه ټولنه امنه ګڼل کېږي چې وګړي یې له وېرې، ګواښ، لوږې، بېکارۍ، تعصب، تبعیض او انزوا پرته ژوند وکړي.

ښه حکومتولي؛ بنسټیز شرط

د اسلامي او غیر اسلامي معاصرو او پخوانیو پوهانو له نظره، امنیت او پرمختګ هغه مهال رامنځته کېږي چې حکومتولي معیاري وي. حکومتولي یعنې داسې نظام چې پریکړې د قانون له مخې، د ولس په ګډون او د حساب ورکولو پر اصل ولاړې وي. ولس باید یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پریکړو برخه وي، او چارواکي د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وي.

په اوسني حالت کې طالبان د حکومت‌دارۍ لپاره کوم جامع پلان نه لري. یوازینی تمرکز یې د ولس سرکوب، کنټرول او د مطلق واک پر تمثیل دی. دا چې طالبان د ولس توقعاتو ته ځواب نه شي ویلای، له همدې ځایه سرچینه اخلي. البته، د دې دورې یو نوی توپیر دا دی چې طالبان اوس د مخالفینو پر وړاندې شکنجه، تعقیب او ګواښ ته نوې تکتیکونه کاروي.

د تجربې نشتوالی؛ د مشروع ادارې نه موجودیت

په اکټوبر ۲۰۲۱م کال کې د امریکا د سولې انستیتوت (USIP) په یوه مقاله کې لیکلي وو: "طالبانو ته حکومت‌ولي تر جګړې ډېره سخته ده." دا خبره نن هم رښتیا ده.

د واک له نیولو څلور کاله وروسته، د طالبانو اداره لا هم یوه مؤقته اداره بلل کېږي. د نظام جوړښت د کابل او کندهار ترمنځ وېشل شوی، د واک کلیدي مرکزونه او پرېکړې له قانوني میکانیزمه بهر، شخصي، غیر شفاف او قبیلوي بڼه لري. زیات طالب مشران، ان د دوی د نظام دننه، د خپل رهبر د پرېکړو پر ضد ژورې نیوکې لري؛ خو چوپ پاتې دي.

اداري نظام د خپلوانو او شبکو پر بنسټ چلېږي؛ محدود شمېر کسان د ملایانو له ډلې بیا بیا د پوستونو ترمنځ "ریسایکل" کېږي. تعلیم‌یافته افغانان یا له دندو بې‌برخې دي، یا د وتلو هڅه کوي، ځکه د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر علناً ویلي چې استخدام دې د بمونو پر شمېر وي، نه د علم، تجربې یا وړتیا پر بنسټ.

د طالبانو داخلي هوښیارتیا، پټ تعاملات او د مشروعیت له بحرانه

د طالبانو واکمنۍ دوه هوښیارانه اړخونه لري. لومړی دا چې که څه هم د دوی مشران په خپل منځ کې ژور اختلافات لري، بیا هم د سخت مخالفت له وېرې سره له مستقیم ټکره ډډه کوي. دوی دا درک کړې چې که داخلي جګړه پیل کړي، نو ټول نظام به له ګواښ سره مخ شي. له همدې امله، ظاهري اتحاد ساتي، که څه هم په عمل کې یو پر بل نیوکې لري. دا وضعیت به څومره دوام وکړي، معلومه نه ده؛ خو څرګنده ده چې دا حالت د عامو افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره هیڅ ګټه نه لري.

دویمه هوښیاري د طالبانو دا ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره د خپلو استخباراتي تعاملاتو رازونه خوندي ساتي. د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده، چې ویل کېږي په کچلاغ کې مېشت دی، لا تر اوسه خلکو نه دی لیدلی، ان خپل وزیران او والیان هم نشي لیدلی. دا یو بې‌ساری وضعیت دی، چې نه یوازې د اسلامي تاریخ، بلکې د معاصر سیاسي تاریخ له لیدلوري هم بې‌ساری دی.

دروغ، فساد او متضادې ادعاوې

د طالبانو په دویمه دوره کې د دروغو خپرېدل، اداري او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی. ګڼ شمېر ویډیوګانې، راپورونه او مستند شواهد دا ښکاره کوي. سره له دې، چې طالبان تل دا ادعاوې ردوي.

د بېلګې په ډول، د طالبانو ویاند وايي چې د دوی له راتګ راهیسې هیچاته د حکومت له لوري مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، یا دا چې عباس ستانکزی د نیونې له وېرې نه دی تښتېدلی، بلکې "رخصتۍ" ته تللی دی.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې فساد ورو - ورو خپور شو، خو دا ځل له پیله چارواکي د فساد برخه دي. ځکه هغوی خپله راتلونکې نامعلومه بولي، خو له عایداتي سرچینو سره ښه بلد شوي. هغه څه چې پخوا یې ناروا بلل، اوس ورته مشروع ښکاري، لکه عکس اخیستل، تلویزیون، ټولنیزې رسنۍ، ټکس اخیستل او نور.

د سیاسي پرمختګ نشتوالی او نړیوال فشارونه

طالبانو د واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ سیاسي پرمختګ نه دی کړی. د دوی کابینه لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامله ده او د نجونو د زده‌کړو پر بندیز سربېره، درې نور مشران – خالد حنفي، نور محمد ثاقب، او فریدالدین محمود – د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري تورلست کې داخل شوي دي. نړۍوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیونې حکم هم صادر کړی.

طالبانو نه یوازې د ملي مشروعیت لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی، بلکې تل وايي چې دوی واک د زور له لارې ترلاسه کړی او ولس ته د حساب ورکولو مکلفیت نه لري. د طالبانو تمرکز تر ډېره نړۍوال مشروعیت ته دی او د نړۍوالو ناستو، کنفرانسونو او غونډو برخه‌وال کېدو ته خوشحاله وي، خو په هېواد کې دننه د مشروعیت بنسټونه یې له پامه غورځولي.

د استخباراتي مرستو دوام، او افغانستان په انزوا کې

طالبان اوس هم له امریکا څخه د داعش پر ضد د مبارزې په نوم استخباراتي مرسته تر لاسه کوي. دا مرستې په ځینو مواردو کې د حوالې له لارې مستقیماً طالب مشرانو ته رسېږي. که څه هم یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ طالبانو ته سپارل شوي او یوازې روسیې د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلې، خو د سیمې او نړۍ له لوري د طالبانو پر وړاندې عمومي چلند تر اوسه هم منفي دی.

افغانستان اوس هم د نړۍوالې انزوا په حالت کې دی. دا تعاملات زیاتره د افغانانو د خیر لپاره نه، بلکې د نورو هېوادونو د جیوپولیټیکو ګټو لپاره ترسره کېږي. له همدې امله، طالبان نه یوازې له داخلي فشارونو سره مخ دي، بلکې د خپل مشروعیت د نشتوالي له امله د اوږدمهاله ثبات امکان هم کمزوری ښکاري.

بشري وضعیت او فساد ارزونه

د افغانستان بانک شتمنۍ لا هم د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا کنګل پاتې دي. د دغو محدودیتونو له کبله، افغانستان اقتصادي ودې ته نه‌دی رسېدلی او د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

په فزیکي امنیت کې د طالبانو له خوا ادعا شوي پرمختګونه له دوه‌مخیو نظرونو سره مخ دي. یو شمېر طالبان‌پلوه مسافرین چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ځي، ادعا کوي چې امنیت ښه شوی، ځکه دوی له وېري پرته ګرځي، تفریح کوي، ان له طالب چارواکو سره عکسونه اخلي. خو هغه افغانان چې هلته ژوند کوي، له یو بل واقعیت سره مخ دي: د نظر ازادي محدوده ده، د فیسبوک پوسټونو له امله شکنجه او ان وژنې ثبت شوي دي. له کندهار نه د "خاشه" (فضل محمد) وژنه، د پکتیکا د ښوونکي عبدالعلیم خاموش د بند او اعدام حکم، د ښځو نیونې او سپکاوی – دا ټول د ازاد فزیکي ژوند انکار کوي.

100%

د ملګرو ملتونو یوناما ادارې د ارقامو له مخې، له اګست ۲۰۲۱ څخه تر می ۲۰۲۳ پورې له زرو زیات ثبت شوي کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷۰۰ نور ټپیان شوي. زرګونه نور بې درکه دي چې د هغوی برخلیک تر اوسه نه‌دی معلوم او کورنۍ یې د ویري له امله غږ نه‌شي پورته کولای.

د طالبانو او نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره کسان په طالب زندانونو کې دي چې تر ۱۵۰۰ پورې یې ښځې دي. طالبان وایي، ۱۶ زره نور د عفوه شوې ډلې برخه دي. که طالبان دا بندیان جنایتکاره بولي، نو دا ښيي چې جرمونه کم شوي نه دي. که سیاسي مخالفین وي، نو دا ثابتوي چې طالبان له پراخ سیاسي مخالفت سره مخ دي.

په حقیقت کې طالبان د عدالت بنسټونه هم تر پوښتنې لاندې راوستي؛ د قانوني میکانیزم پر ځای، یو وسله‌وال طالب هم پولیس دی، هم څارنوال، هم قاضي.

د امنیت ارزونه یوازې د فزیکي خوندیتوب له مخې نه بلکې رواني او بشري اړخونه هم لري. که څه هم طالبانو په ظاهري ډول د تاوتریخوالي کچه راکمه کړې، خو رواني فشارونه، ویره، تعقیب، توقیف او د خلکو پر ژوند د محدودیتونو زیاتوالی، بشري او رواني امنیت له منځه وړی. که فزیکي، رواني او بشري امنیت هر یو ته ۳۳.۳۳٪ ونډه ورکړو، نو طالبان یوازې فزیکي امنیت کې جزوي نمرې اخیستلی شي.

فساد، فقر او د شفافیت نشتوالی

فساد له واک نه د شخصي ګټې اخیستنې نوم دی. په تیرو څلورو کلونو کې د نړۍوالو مرستو، کانونو، غیر قانوني استخراج، حوالو او کورنیو پیسو سره - سره، فقر کم شوی نه، بلکې زیات شوی دی. د نړۍوال بانک د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې له بهر څخه ۱.۲ میلیارد ډالر افغانستان ته استول شوي، خو دې شتمنۍ د ولس پر ژوند اغېز نه‌دی کړی.

د شفافیت نشتوالی د بودیجې، عوایدو او تقررونو په ټولو برخو کې لیدل کېږي. د پاسپورت اخیستو رشوتونه تر ۲۰۰۰ ډالرو رسېږي. د پاکستان ویزه لا هم د ۶۰۰–۱۵۰۰ ډالرو ترمنځ خرڅېږي، چې د طالبانو او پاکستاني قونسلګریو د کارمندانو ګډ فساد دی.

100%

اخلاقي فساد او د شتمنۍ تمرکز

طالب چارواکي، چې پخوا یې څو ښځې کول غندل، اوس پخپله څو ښځې لري. د دوی ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي. راپورونه ښيي چې طالب مشران په دوبۍ، ترکیه، او پاکستان کې جایدادونه اخیستي. دا لګښتونه له مشروع عایداتو نه، بلکې له سیسټماټیک فساد څخه تمویلېږي.

د هېواد دننه افغانان د څه ډول ستونزو سره مخ دي؟

د افغانستان تعلیمي او مسلکي قشر د رواني امنیت له سخت بحران سره مخ دی. د دولت له لوړو پوړو تر ټیټو بستونو پورې، واک د طالب‌پلوه ملایانو په انحصار کې دی او د تعلیم، شایستګۍ، او تخصص ارزښت له منځه تللی.

د طالبانو له خوا پر ښځو د تعلیم او کار بندیز، د دوی د واکمنۍ تر ټولو لویه جفا بلل کېږي. هلکان هم د تعلیمي فرصتونو له جدي محدودیت سره مخ دي؛ کیفیت یې ټیټ شوی او زرګونه استادان له هېواده وتلي یا په کور ناست دي. نصاب تحریف شوی او د معاصرو علومو پر ځای شاوخوا ۲۰ زره مدرسې او دارالحفاظونه جوړ شوي، چې دا کار د افغان نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

طالبان د پخوانیو واکمنو په څېر، د خلکو پر ځای د بهرنیانو مرستو او اعتراف ته زیات ارزښت ورکوي، حال دا چې د دوی د پخوانۍ ناکامۍ یو اصلي لامل همدا په بهرنیو ته تکیه وه. کله چې افغانان پخپل وطن کې له درناوي بې برخې وي، له نړۍ هم تمه نه‌شي کېدای چې هغوی ته درناوی وکړي.

افغان کډوال له ایران، پاکستان، ترکيې او حتا لویدیځو هېوادونو کې له شکنجې، توقیف، لوټ او جبر سره مخ دي. ایران او پاکستان کې د سپکاوي او زور زیاتي پېښې، او همداراز د نورو هېوادونو له لوري د افغانانو جبري شړل، ښيي چې نه طالب واکمنان د نړیوالو له خوا د قانوني حاکمانو په سترګه لیدل کېږي او نه افغانان د درناوي وړ وګړي ګڼل کېږي.

د طالبانو مخالفین؛ چیرته ولاړ دي؟

د طالبانو پر ضد مسلح اپوزیسیون عملاً په نه‌شت حسابېږي. نه د جنګ غوښتونکي شته، نه لوجستیک، نه عقبه او نه هم ولسي ملاتړ. محدودې وسله والې ډلې، چې زیاتره یې فیسبوکي فعاله دي، په درې بېلابېلو کرښو کې روانې دي او مشرتابه یې باور له لاسه ورکړی.

سیاسي مخالفین هم له یووالي، ثبات او باوري بستر نه بې برخې دي. د تېرو ناکامیو، اختلافونو او بې‌باورۍ له امله، د یوه منظم جریان په جوړولو نه دي توانېدلي. اکثره یې د یوه ملي فکر پر ځای، لا هم پر قومي، سمتي، ژبني او شخصي اختلافاتو تمرکز لري. مدني فعالان هم له همدې ستونزو سره مخ دي او د مشروع استازیتوب ځواک یې کمزوری شوی.

له ۲۰۲۱ کال راوروسته، نه مدني قشر وکولای شول یوه ګډه ملي اجنډا طرحه کړي، نه سیاسي مشران منسجم شول. اکثره بحثونه پر زړو روایتونو او څېرو څرخي؛ هماغه څېرې چې جمهوریت یې سقوط ته ورسوه.

په ګڼو ناستو او غونډو کې دا انتقاد تکرار شوی چې د جمهوریت د سقوط عاملان نه‌شي کولای د بدیل نظام استازیتوب وکړي، ځکه د خلکو باور له لاسه ورکړی او نړۍواله ټولنه هم بې‌باوره ده.

همدا بې‌نظمۍ د طالبانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، ځکه د سیاسي تشې په موجودیت کې هغوی نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې بدیل نه لري. خو دا تصور له تاریخي پلوه بې‌اساسه دی.

100%

بدیل نه لري؟ یو تاریخي دروغ!

په افغانستان کې تل دا خبره تکرار شوې چې "بدیل نه‌شته": د ظاهرشاه، داود خان، خلقیانو، مجاهدینو، کرزي، غني او حتا د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا ادعا مطرح شوې وه – خو وخت تل ثابته کړې چې بدیل شته. حتا همدغو طالبانو ته هم دویم ځل نوبت ځکه رسیدلی، چې د پخوانیو واکمنو بدیل شول.

سیستم، واک او افراد تل د بدیل وړ دي. د طالبانو دویمه دوره هم له دې قاعدې مستثنا نه ده. د بدیل نشتون تبلیغ، د ولس د سستوالي، سیاسي بې‌باورۍ او سازمان‌نه‌شوي اپوزیسیون له امله مؤقت بریښي – خو دا حالت دوام نه‌شي کولی.

د اکثریت افغانانو غږ: د ثبات، مشروعیت او د هوساینې لپاره حل‌لار څه ده؟

۱. اکثریت افغانان څه فکر لري؟

د جګړې ستړې افغانانو ته اوس دا خبره روښانه ده چې جنګ د ستونزو حل نه دی. خو دا هم ښکاره ده چې خلک د اوسني حالته خوشاله نه دي. نه ازادي شته، نه د بیان حق، نه تعلیم او نه هم د کار امکانات. د ښځو پر زده‌کړو بندیز، اقتصادي ستونزې، سیاسي انزوا او د مشروع قانوني حکومت نشتون، دا ټول مسایل دي چې افغان ولس‌ یې پر وړاندې ژور اندېښمن دی.

حتا ځینې طالب مشران هم دا مني چې افغانستان د انزوا، فشار او بندیزونو تر سیورې لاندې دی او دا حالت د دوام وړ نه دی.

۲. د مشروعیت تعریف؛ خلک څوک غواړي؟

خلک د پخوانیو فاسدو څېرو بیا راګرځیدل نه غواړي او نه طالبان کولای شي نور افغانان له مشروعیت څخه محروم کړي. اکثریت افغانان د داسې یوه ملي مشروعیت غوښتنه لري چې:

  • د قانون بنسټ ولري؛
  • د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي؛
  • د داخلي، سیمه‌ییزو او نړۍوالو قوتونو باور تر لاسه کړي.

طالبان وايي چې مشروعیت نه باید د پخوانیو زورواکو د بېرته راوستلو معنا ولري او خلک هم همدا وايي چې مشروعیت باید د یوه عادلانه، شفاف او ولسي بهیر له لارې راشي – نه د یو کس یا ډلې له لوري.

۳. د افغانانو اصلي موخه څه ده؟

د جنګ پرته، د یو قانونمند او مشروع نظام رامنځته کول – دا د اکثریت افغانانو غوښتنه ده. داسې نظام چې هېواد له انزوا وباسي، له نړۍ سره تعامل ولري، اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او د افغانانو عزت او سیاسي هویت بیرته راژوندی کړي.

۴. څه باید وشي؟ درې وړاندیزونه او یو خبرداری:

لومړی – ستونزې ومنل شي:

د ستونزو انکار یا denial دا حالت لا خرابوي. باید طالبان او مخالفین دواړه دا ومني چې ستونزې شته او د حل لپاره د نیت، صداقت او ګډې ارادې ضرورت دی.

دویم – د جنګي ادبیاتو پرېښودل:

د سولې ادبیات باید وده وکړي. یو بل ته د "ګوډاګي"، "ایجنټ"، یا "فراري" خطابونه باید ودریږي. دغه ډول بده - رده ژبه نه یواځې دا چې ستونزې نه حل کوي، بلکې شخړې زیاتوي. اخلاقي، اسلامي او سیاسي اصول ایجابوي چې له یو بل لوري سره له درنښت، زغم او معقولې ژبې سره چلند وشي.

درېیم – اساسي وړاندیز: د ملي مشروعیت پروسه

اصلي حل دا دی چې طالبان د یو ملي، اساسي قانون جوړونې او مشروعیت بهیر اعلان کړي. دا بهیر باید دا ځانګړتیاوې ولري:

  • د ټول ولس اراده پکې تمثیل شي؛
  • د سیمې او نړۍوالو باور یې تر لاسه کړي؛
  • د مخالفینو لپاره د برخې اخیستو مشروعه زمینه رامنځته کړي.

دا بهیر د قدرت د تسلیمۍ خبره نه ده، بلکې د واک د تنظیم او د ولس د رایې احترام دی.

څلورم – که دا بهیر ونه شي، څه پیښیږي؟

که طالبان د مشروعیت د بهیر اعلان ونه کړي، افغانستان به لا ژور انزوا ته لاړ شي. نه به نړۍ دا واکمني د مشروع حکومت په توګه ومني او نه به افغان ولس ارام شي. د دې دوام به:

  • سیمه‌ییز رقابتونه لا را وپاروي؛
  • افغانان نوره دربدري تجربه کوي؛
  • فقر زیاتېږي؛
  • او بالاخره به یو نوی بدیل (حتا که خطرناک هم وي) رامنځته شي.

دا حالت نه د طالبانو په ګټه دی، نه د ولس، نه د سیمې او نه د نړۍ.

پایله:

افغانان د یوه داسې قانونمند، مشروع، او مشارکتي حکومت غوښتونکي دي چې د دوی هویت، عزت، اقتصاد، او راتلونکی خوندي کړي. حل یوازې د صداقت، د ژبې بدلون، او د یوه ملي سیاسي بهیر له لارې امکان لري.

په اسلام ‌اباد کې د افغان کډوالو پرلت اتمې ورځې ته ورسېد

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱
په اسلام ‌اباد کې د افغان کډوالو پرلت اتمې ورځې ته ورسېد
100%

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پرلت اتمې ورځې ته ورسېد خو لا هم د نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول یو این ایچ سي ار له لوري کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. کډوال وايي، دلته له لوږې، تودوخې او بې‌سرپناهۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د جولای پر ۲۸مه، د اسلام‌اباد په جي-۶ سیمه کې لسګونه افغان کډوال، چې ښځې، نوزېږي ماشومان او ناروغان هم پکې شامل وو، د جبري ایستنو پر ضد غلی پرلت پیل کړ.

ددغه پرلت ګډونوالې مېرمن عسکري افغانستان انټرنشنل ته وویل:«زه افغانستان ته نه‌ستنېږم، هلته زما ژوند په خطر کې دی.»

عسکري وایي، اته ورځې وشوې چې د سوله ییز اعتراض له مخې د انساني حقونو غوښتنه کوي، خو په دې موده کې نه یوازې امنیت نه‌لري، بلکې له انساني حقونو هم بې‌برخې پاتې دي.

هغه زیاتوي، « باید زموږ غږ واورېدل شي او موږ تر هغې نه شاته کېږو چې زموږ سرنوشت نه وي معلوم شوی».

د پرلت یوه بله ګډونواله نفیسه قادري، چې اته ورځې یې د لمر، باد او باران په منځ کې تېرې کړې، د نړيوالو ادارو بې‌پامي ته ګوته نیسي او وايي، «اته ورځې کېږي چې دلته یخ او ګرمي زغمو، خو تر اوسه هېڅ اداره، حتا یونسیار، موږ ته پام نه‌دی کړی. ماشومان راسره دي، خو موږ سرپناه نه‌لرو. یونسیار باید حساب ورکړي».

مېرمن قادري وایي چې له تېرې یوې میاشتې راپه دې خوا د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ویزې تمدید بند کړی او زیات شمېر افغانان اوس بې ویزې ژوند کوي او هره شېبه ددې امکان شته چې د پولیسو له لورې ونیول شي او اخراج شي.

د پرلت تنظیموونکې دیبا فرهمند افغانستان انټرنشنل ته وویل چې افغان کډوال د طالبانو له ډاره پاکستان ته راکډه شوي او باید د جبري ایستنې مخه یې ونیول شي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ له افغانستان نه د ژغورنې لپاره راغلي یو، خو دلته مو هم د جبري ایستنې له ویرې له سترګو خوبونه تښتېدلي. که موږ ووژل شو، پړه مو د یونسیار او نړیوالې ټولنې پر غاړه ده».

د رپوټونو له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ویزو نه تمدیدولو پرېکړه کړې ده.

پاکستاني وزیر پر طالبانو غږ کړی چې خپله برخه مسوولیت ترسره کړي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۱
پاکستاني وزیر پر طالبانو غږ کړی چې خپله برخه مسوولیت ترسره کړي
100%
@APP

په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی. طلال چودري په افغان سوله کې د پاکستان د رول یادونه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې اوس خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

طلال چودري د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی او امنیتي ځواکونه درندې مرګ ژوبلې ګالي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د حکومت له بشپړ سیاسي ملاتړ پرته په ترهګرۍ ضد جګړه کې اغیزناک رول نه شي لوبولای.

چودري له طالبانو سره د روانو خبرو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ د وروڼو په څېر ګاونډیان یو او د افغانستان د سولې لپاره مو سترې قربانۍ ورکړې دي. اوس یې وخت دی چې افغانستان خپل مسوولیت ترسره کړي».

نوموړي وویل، چې تر دې دمه د ترهګرۍ له کبله له ۹۰ زرو ډېرو پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او که دا ګواښ لا هم خپرېږي، نو نړیوال به یې اغېزې وویني.

نوموړي دا هم وویل چې پاکستان او ایران د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو پر پراخولو هوکړه کړې ده.

هغه هیله وښوده چې دا همکاري به په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد اغېزناکه تمامه شي.

په کابل کې د څارندوی بلاکونو اوسېدونکي وايي طالبان یې له کورونو باسي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۱
په کابل کې د څارندوی بلاکونو اوسېدونکي وايي طالبان یې له کورونو باسي
100%

د کابل د څارندوی بلاکونو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا جوړې شوې کمیټې خبرداری ورکړی چې کورونه خالي کړی. د څارندوی بلاکونو د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو ته ویل شوي، چې «ستاسې سندونه ناسم دي، باید کورونه خالي کړئ».

د کابل د څارندوی بلاکونو ځینو اوسېدونکو نن د زمري ۱۳مه وویل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو د ښارګوټي د کورونو څېړنه پیل کړې ده.

یوه اوسېدوونکي وویل:«د ښارګوټي د کورونو د څېړلو لپاره چې د طالبانو کمېټه کوم چلند کوي هغه غیرمسلکي او له تعصبه ډک دی او اصلي سندونو ته هم پام نه کوي. موږ مجبور يو چې له کورونو ووځو.»

د یاد ښارګوټي یو بل اوسېدونکی وايي چې طالبان داسې دلایل وايي چې هغه د منلو وړ نه دي او ځینو کورنیو ته یې ویلي چې «تاسې اوس ځوانان شوي یئ، باید کورونه خالي کړئ».

نوموړي وویل:« خلک له کورونو وباسي چې تاسې مستحق نه یاست، بیا دوی خپل کسان پکې ځای پر ځای کوي.»

د کابل څارندوی بلاکونو کې، چې په طالبانو کې د پولیسو په ښارګوټي مشهور دي، زیاتره د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله د وخت د وژل شویو پولیسو کورنۍ اوسېږي.

د ښارګوټي اوسېدونکي نیوکه کوي، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په دغو کورونو کې اوسېږي، خو اوس ورته ویل کېږي چې له کورونو ووځي.

د کابل د څارندوی بلاکونو د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه پورې د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو ته ویل شوي، چې «ستاسې سندونه ناسم دي، باید کورونه خالي کړئ».

د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، طالبانو ګواښلي، چې رسنیو او ددې ډلې ادارو ته دې ددې موضوع په اړه شکایت نه کوي.

طالبانو تر اوسه د کابل د څارندوی بلاکونو د کورونو د سندونو څېړنې او ددغه ښارګوټي د اوسېدونکو شکایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د څارندوی بلاکونو د جوړولو چارې په ۱۳۶۳ کال کې د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه د کابل ښار په وزیراباد چمن کې د ۱٨۱ جریبه ځمکې په مساحت سره پیل شوې، او اوس سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د غذايي امنیت ناورین ژور شوی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۱
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د غذايي امنیت ناورین ژور شوی
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان د غذايي امنیت او د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین تجربه کوي او د دې وضعیت د کنټرول لپاره تر جنورۍ میاشتې پورې ۵۳۹ میلیونه ډالره مرستې ته اړتیا ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۰ میلیونه افغانان له سختې غذايي نا‌امنۍ سره مخ دي، او هر درېیم ماشوم د ودې له پلوه وروسته پاتې شوی دی.

دډبلیو ایف پي په وینا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي لامل د بېړنیو خوراکي مرستو کمښت دی، چې په تېرو دوو کلونو کې د مرستندویه هېوادونو د ملاتړ کمېدو له امله رامنځته شوی.

تېر کال، امریکا د WFP تر ټولو لوی مالي مرستندوی و، چې له نږدې ۹،۸ میلیارده ډالرو مرستو څخه یې ۴،۵ میلیارده ډالر برابر کړي وو. د پخوانیو امریکايي حکومتونو په باور، دا ډول مرستې به د فقر، شخړو، افراطیت او جبري مهاجرتونو د کمېدو له لارې د امریکا ملي امنیت ته ګټه ورسوي.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روان کال په اپرېل میاشت کې له افغانستان سره د خوراکي مرستو بندېدل اعلان کړل.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په تېره له ایران څخه د افغانانو جبري بېرته‌ستنېدلو هم د خوراکي ناامنۍ بحران لا پراخ کړی دی.

یوازې په تېرو دوو میاشتو کې دغه اداره توانېدلې له ایران نه بېرته راستنو شویو ۶۰ زره افغانانو ته مرستې ورسوي، چې دا د ټولو راستنو شویو یواځې یوه برخه ده.

دډبلیو ایف پي د اړیکو افسر، ضیاء‌الدین صافي اې بي سي نیوز ته ویلي: «په اوسنيو شرایطو کې موږ کافي بودیجه نه لرو چې د بېرته‌ستنېدونکو لپاره مرستې جاري وساتو او له دې امله موږ ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، څو له ایران نه ټولو مستحقو راستنو شویو افغانانو سره مرسته وکړای شو».

هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د کورنیو د ملاتړ لپاره، د جنورۍ تر میاشتې پورې ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د اقلیم بدلون هم د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه د کلیوالو پر ژوند، ناوړه اغېز کړی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مطیع‌الله خالص تېره اونۍ ویلي و: «وچکالي، د اوبو کمښت، د کر وړ ځمکو له منځه تلل، او ناڅاپي سېلابونو د خلکو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړی».

افغانستان له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، طبیعي افتونو او اقتصادي رکود له امله د دوامدار بشري بحران شاهد دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، نړۍوالې مرستې پام وړ کمې شوې، چې له امله یې د میلیونونو وګړو ژوند له سخت بحران سره مخ شوی دی.