دا ویډیو چې کله ثبت شوې دقیق وخت یې معلوم نه دی، خو ثبت کوونکی په ویډیو کې ضیا کریمي ته د «رییس» خطاب کوي.
په خپره شوې ویډیو کې کریمي ادعا کوي، چې نجلۍ د هغه د اوسېدو ځای ته د مرستې په موخه ورغلې ده.
دا ویډیو طالب وسلهوالو ثبت کړې، په ویډیو کې ویل شوي دوی ته امر شوی چې کریمي او نجلۍ وولي او د نجلۍ پوښتنه کوي چې چېرته ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو خپریدل د خلکو او طالبانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
نږدې دوه کال وړاندې افغانستان انټرنشنل یو مکتوب ترلاسه کړی و، چې د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون په بلخ پوهنتون کې د دغې ډلې ټاکل شوی مشر له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو له امله له دندې ګوښه کړ.
د دغه کمېسیون د بلخ ولایتي څانګې تایید کړې وه چې پر ضیاالحق تور ثابت شوی او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
دوه ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل په ننکرهار کې د طالبانو د بهرنیو چارو رییس مولوي فضل الهادي احمد چې په مولوي احمد مشهور دی، د انلاین جنسي اړیکې ویډیو ترلاسه کړه، چې نوموړی د همدې ویډیو له امله له دندې ګوښه شو.
دوه کاله وړاندې افغانستان انټرنشنل یوه بله ویډیو ترلاسه کړې وه، چې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد له خپل ساتونکي سره په بستره کې د څملاستلو په حالت کې ښيي.
د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته د زمري پر ۳۱مه طالبانو ملا احمد اخوند کندهار ته وغوښت، خو وروسته د نوموړي دا تګ «کورنۍ ستونزه» وبلل شوه.
د طالبانو نظامي محکمې تېره میاشت ملا احمد ته "له خپل ساتونکي سره د څملاستو" له قضیې برائت ورکړ.
طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د مختلفو جرمونو، په ځانګړې توګه د غلا، زنا او لواطت په تور په درُو وهي. خو د دې ډلې څو چارواکي چې په کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې په ورته تورونو نیول شوي، تر اوسه هېڅ یوه ته سزا نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو منتقدان دا د دې ډلې له خوا د شرعي احکامو په اړه د ځان او نورو لپاره دوه ګونی تفسیر او چلند ګڼي.