د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه د زمري ۱۴مه، اعلان وکړ، چې ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره وکتل.
د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو او ګډې سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې ملابرادر ویلي چې د تاتارستان جمهوریت کولی شي له دې فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او همداراز له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.
همدراز ملابرادر د کابل او کازان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره تاتارستان ته د افغاني صادراتو پر زیاتوالي او له دغه هېواده د باکیفیته خوراکي توکو، درملو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو او ددې ترڅنګ د دواړو لوریو د اړوندو وزارتونو او ادارو پر ګډ کار کولو هم ټینګار کړی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو له خولې لیکلي چې نوموړي وویل، « د روسیې فدراسیون له لوري طالبانو په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د تعامل لپاره ډېر سهولتونه رامنځته شوي دي».
په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړي زیاته کړه، «چمتو دي له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه او همداراز نورو برخو کې پانګونې وکړي».
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې د دغه سفر پرمهال د تاتارستان د صنعتي شرکتونو مسوولین ورسره راغلي او لېواله دي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري پيل کړي.